قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۷۷ الذَّارِيَاتِ

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿۳۱﴾ قَالُوا إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمٍ مُجْرِمِينَ ﴿۳۲﴾ لِنُرْسِلَ عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِنْ طِينٍ ﴿۳۳﴾ مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِينَ ﴿۳۴﴾ فَأَخْرَجْنَا مَنْ كَانَ فِيهَا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۳۵﴾ فَمَا وَجَدْنَا فِيهَا غَيْرَ بَيْتٍ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۳۶﴾ وَتَرَكْنَا فِيهَا آيَةً لِلَّذِينَ يَخَافُونَ الْعَذَابَ الْأَلِيمَ ﴿۳۷﴾ وَفِي مُوسَى إِذْ أَرْسَلْنَاهُ إِلَى فِرْعَوْنَ بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ ﴿۳۸﴾ فَتَوَلَّى بِرُكْنِهِ وَقَالَ سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ ﴿۳۹﴾

اوئیل هغه څه لوی کار دی ستاسو ای رالیږلی شوی ملائکو ﴿۳۱﴾
دوی اوئیل مونږ را لیږلی شوی یو قوم مجرمانوته ﴿۳۲﴾
دی دپاره چه را اولیږو مونږ په دوی باندی کانړی (جوړشوی) دخټونه ﴿۳۳﴾
نشان دار دی په نیز درب ستا دپاره د حد نه تیریدونکو ﴿۳۴﴾
نو اویستل مونږ هغه څوک چه په هغی کښی وؤ د ایمان والو نه ﴿۳۵﴾
نو اونه موندلو مونږ په هغی کښی سیوا دیو کوټی د مسلمانانونه ﴿۳۶﴾
او پریخودله مونږ په هغی کښی نښه دپاره دهغه خلقو چه ویریږی د عذاب دردناک نه ﴿۳۷﴾
(او نخښه) په واقعه د موسیٰ علیه السلام کښی کوم وخت چه اولیږلو مونږ دی فرعون ته په دلیل ښکاره سره ﴿۳۸﴾
نو اوگرځیدو په وجه د طاقت خپل او اوئیل ئی جادو گردی یا لیونی دی ﴿۳۹﴾

[۳۱] هرکله چه معلومه شوه ابراهیم علیه السلام ته چه دا ملائک دی اوبشارت دپاره خویو شخص هم پوره وؤ او دوی په واپسئ کښی تلوار کوله نوتپوس کوی دهغوی د گنړوالی او ډیروالی او ډیروالی او د تلواری کولو (خَطْبُكُمْ) خطب، غټ او ډیر ضروری کار ته وئیلی کیږی -
[۳۴،۳۳،۳۲] په دی کښی غرض اصلی دهغوی د ارسال بیان شو چه هلاکول دمجرمانو دی او معلومه شوه چه زیری ورکول د ځوئ د ابراهیم علیه السلام ددی په نسبت وړوکی مقصد دی (مُسَوَّمَةً) نښی ورباندی وی اشاره ده بل قدرت ته چه په اور سره نښی ورانیږی اوپه دی کښی خو موجود دی اوغوره داچه نښو باندی ددوی نومونه لیلکی شوی وؤ (عِنْدَ رَبِّكَ) اشاره ده تقدیر ته او دارنگ اشاره ده چه دی ته د بندگانو لاس نه دی رسیدلی (لِلْمُسْرِفِينَ) د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت کړی شوی دی چه مراد ددی نه مشرکان دی ځکه لوی اسراف شرک کول دی -
[۳۶،۳۵] (غَيْرَ بَيْتٍ) مراد ددی نه کور دلوط علیه السلام دی دهغه ښځه هم ترینه مستثنیٰ ده په قرینه د نورو آیاتونو سره چه (الامراء ته) باقی صرف دوه لونړه دهغه وی او هغه مسلمانی وی -
[۳۷] مراد د آیت نه نښه دعبرت ده او هغه خراب شوی کهنډرات ددوی دی یا بدبویونه اویا کانړی ویشتلی شوی -
[۳۹،۳۸] دا دوهمه نمونه د عذاب دنیوی ذکرکوی اودا عطف دی په فیها باندی د ترکنا دلاندی دی (بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ) مراد ددی نه ټول معجزات د موسیٰ علیه السلام دی چه فرعون ته ئی پیش کړی وو په تاویل دجنس سره یامراد ترینه معجزه د عصا ده (سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ) اَوْ په معنیٰ د تردد او دشک سره دی یعنی دوی په دی حکم کولو کښی په خپله متردد وؤ - یا اَوْ په معنیٰ د بَلْ سره دی دپاره دترقئ په حکم کولو کښی - یاپه معنیٰ د وَاو سره ځکه چه دوی دواړه حکمونه په موسیٰ علیه السلام باندی کړی وؤ چه ساحردی او مجنون دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>