قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۷۸ الذَّارِيَاتِ

فَأَخَذْنَاهُ وَجُنُودَهُ فَنَبَذْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ وَهُوَ مُلِيمٌ ﴿۴۰﴾ وَفِي عَادٍ إِذْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الرِّيحَ الْعَقِيمَ ﴿۴۱﴾ مَا تَذَرُ مِنْ شَيْءٍ أَتَتْ عَلَيْهِ إِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِيمِ ﴿۴۲﴾ وَفِي ثَمُودَ إِذْ قِيلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوا حَتَّى حِينٍ ﴿۴۳﴾ فَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ وَهُمْ يَنْظُرُونَ ﴿۴۴﴾ فَمَا اسْتَطَاعُوا مِنْ قِيَامٍ وَمَا كَانُوا مُنْتَصِرِينَ ﴿۴۵﴾ وَقَوْمَ نُوحٍ مِنْ قَبْلُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۴۶﴾ وَالسَّمَاءَ بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ ﴿۴۷﴾

نو اونیوؤ مونږ دی او لښکری دده نو اوغورځول مونږ دوی په دریاب کښی او دی وؤ ملامته کوؤنکی دخپل ځان ﴿۴۰﴾
(او نخښه) په عادیانو کښی کله چه اولیږله مونږ په دوی باندی سیلئ شنډه (بی برکته) ﴿۴۱﴾
نه پریخودلو هغی هیڅ څیز چه راتللو په هغی باندی مگر اوگرځولوئی هغه په شان د هډوکی ذری ذری ﴿۴۲﴾
(او نخښه) په ثمودیانو کښی کوم وخت چه اوئیلی شو دوی ته مزی واخلئ تر لږوخت پوری ﴿۴۳﴾
نو نافرمانی ئی اوکړله دحکم د رب خپل نه نو اونیولو دوی لره سختی چغی او حال دادی چه دوی کتل ﴿۴۴﴾
نو وسی ئی اونه لرلو د اودریدلو او نه وؤ دوی بدله اخستونکی ﴿۴۵﴾
(هلاک کړی وؤ مونږ) قوم د نوح علیه السلام ددوی نه مخکښی یقیناً هغوی وؤ قوم نافرمان ﴿۴۶﴾
او آسمان جوړکړی دی مونږپه طاقت سره او مونږ فراخوؤنکی دهغی یو ﴿۴۷﴾

[۴۰] دا ښکاره دلیل دی چه فرعون ئی هم غرق کړی دی (مُلِيمٌ) یو معنیٰ دا چه ده کارونه د ملامتیا کړی وؤ ترمرگ پوری دوهمه وجه دا چه ده په هغه وخت کښی ځان لره ملامته کوؤ یعنی توبه ئی ویستله لکه سورة یونس (۹۰) کښی تیرشوی دی لیکن هغه وخت توبه نه قبلیدله -
[۴۱] دا دریمه نمونه دعذاب دنیوی ذکرکوی -
[۴۲] په دی کښی تیزی او هیبت شان دهغی سیلئ ذکرکوی سوال: دا سیلئ په غرونو گټو وغیره باندی راغلی وه لیکن هغه ئی ذری ذری کړی نه دی؟ جواب (كَالرَّمِيمِ) بوټی چه اوچ شی او ذری ذری او سخا شی هغی ته په اصل کښی رمیم وئیلی کیږی دارنگ هغه هډوکی چه زاړه شی او خاوری شی -
[۴۳] دا څلورمه نمونه د عذاب دنیوی ده (تَمَتَّعُوا حَتَّى حِينٍ) یو معنیٰ دا چه د نیټی دمرگ پوری د خپلو باغونو مالونو نه فائدی واخلئ او ایمان راوړئ، نوپه دی کښی دعوت دی ایمان ته اودهغی دنیوی فائدو ته اشاره ده - دوهمه معنیٰ داده چه په دوی باندی فیصله اوشوه چه دری ورځی روستو به دوی باندی عذاب راځی -
[۴۴] (الصَّاعِقَةُ) مراد ددی نه سخته هیبت ناکه چغه وه چه سبب اوگرځیدله د خوزیدلو د ځمکی د پاره - ددی وجی نه سورة اعراف کښی ددوی عذاب په رجفه سره اوپه سورة هود کښی په صیحة سره ذکرکړی دی -
[۴۵] (قِيَامٍ) اودریدل او ټینگیدل دی یا طاقت ددفع کولو دی -
[۴۶] دا پنځمه نمونه دعذاب ده -
[۴۷] ددی آیت نه دری عقلی دلیلونه ذکرکوی په اثبات دبعث بعدالموت باندی په دری آیاتونو کښی په دی کښی یو دلیل علوی (بِأَيْدٍ) دا مصدر دی په معنیٰ دقوت او د قدرت سره داد عبداللّه بن عباس رضی اللّه عنهما نه ابن کثیراو او قرطبی روایت کړی دی اوبل احتمال دادی چه اَیدٍ جمع د ید شی لکه سورة یٰس (۷۱) کښی دی نودا لفظ به دمتشابهات نه شی اویا خذف شوی ده دوقف دوجی نه (وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ) دوسع نه ماخوذ دی په معنیٰ د قدرت واسعه سره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>