قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۸۴ الطور

وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ غِلْمَانٌ لَهُمْ كَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَكْنُونٌ ﴿۲۴﴾ وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ ﴿۲۵﴾ قَالُوا إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِي أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ ﴿۲۶﴾ فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا وَوَقَانَا عَذَابَ السَّمُومِ ﴿۲۷﴾ إِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلُ نَدْعُوهُ إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِيمُ ﴿۲۸﴾ فَذَكِّرْ فَمَا أَنْتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَلَا مَجْنُونٍ ﴿۲۹﴾ أَمْ يَقُولُونَ شَاعِرٌ نَتَرَبَّصُ بِهِ رَيْبَ الْمَنُونِ ﴿۳۰﴾ قُلْ تَرَبَّصُوا فَإِنِّي مَعَكُمْ مِنَ الْمُتَرَبِّصِينَ ﴿۳۱﴾ أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلَامُهُمْ بِهَذَا أَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ ﴿۳۲﴾

او ځی را ځی به ددوی د خدمت دپاره هلکان ددوی گویا که دوی ملغلری پټي ساتلی شوی دی ﴿۲۴﴾
او مخامخ به شی بعضی ددوی په بعضو باندی تپوسونه به کوی د یو بل نه ﴿۲۵﴾
وائي به دوی یقیناً‌ مونږ ددی نه مخکښی په خپله کورنئ کښی ویره کوؤنکی وؤ د اللّه تعالٰی نه ﴿۲۶﴾
نو احسان اوکړو اللّه تعالٰی په مونږباندی او بچ ئی کړو مونږه دعذاب دگرمی هوا نه ﴿۲۷﴾
یقیناً‌ مونږ ددی نه مخکښی وؤ چه اللّه تعالٰی نه مودعا غوښتله یقیناً‌ هغه ډیر احسان کوؤنکی رحم کوؤنکی دی ﴿۲۸﴾
نوبیان کړه قرآن نه ئی ته په نعمت د رب ستا سره ترویتی او نه لیونی ﴿۲۹﴾
آیا دوی وائی دی شاعر دی انتظار کوؤ مونږپه ده باندی د حادثی دمرگ ﴿۳۰﴾
ته اوایه انتظار کوئ یقیناً زه تاسو سره د انتظار کوؤنکونه یم ﴿۳۱﴾
آیا حکم کوی دوی ته عقلونه ددوی په دی باندی بلکه دوی قوم سرکشان دی ﴿۳۲﴾

[۲۴] دلته مراد خدمتگاران دی چه دابه په جنت کښی پیدا شوی وی لکه د حورو په شان یا داچه غلمان ئی ورته اوئیل په اعتبار دخدمت کولو او ولدان ورته اوئیل په اعتبار د نابالغ کیدلو سره -
[۲۵] دا بشارت دی په بله طریقه سره یعنی کوم سبب سره چه جنت ته را اورسیدل په هغی باندی خوشحالی کوی (يَتَسَاءَلُونَ) مراد دا چه څه سبب دی چه دا نعمتونه د جنت مونږ ته حاصل شول یا داچه ددنیاد ستړی والی او عملونو دیوبل نه تپوسونه کوی لکه چه سورة صافات (۵۰) کښی تیرشوی دی -
[۲۶] دا حاصل دجواب دټولو دی (فِي أَهْلِنَا) اشاره ده چه سره ددی نه چه اهل وعیال په شغل کښی نورو خلقو د اللّه تعالٰی دعذاب نه غفلت کوؤ لیکن هغه شغل ځمونږ دپاره سبب دغفلت نه دی گرځیدلی - (مُشْفِقِينَ) اشفاق هغه ویره ده چه سره د رغبت او د مینی نه وی یعنی هم ویره او هم امید ساتل -
[۲۷] (السَّمُومِ) هغه گرمه هوا چه دبدن په مساماتو کښی ورننوځی او دلته مراد گرمه هوا د جهنم ده -
[۲۸] دا علت دی د وَقَانَا، دپاره یعنی د عذاب د جهنم نه بچ کیدل په دی سبب سره وؤ چه مونږ اللّه تعالٰی ته به عاجزی کوله اوپه دعا کولو کښی موشرک نه دی کړی -
[۲۹] ددی آیت نه دوهم باب دی ترآخر دسورة پوری په دی کښی تسلی او تشجیع ده رسول اللّٰه ﷺ ته بیا پنځلس زجرونه دی په انکارد رسول او په انکار دقرآن اوپه شرک کولوباندی - اوتخویف دنیوی دی په (۴۷) کښی اوبیا تسلی او امردی دعوت کوؤنکی ته سره دذکر د توحید نه په آخری دری آیاتونو کښی - په دی (۲۹) کښی ترغیب دی په بیان کولو دقرآن سره - اوپه دی آیت کښی اثبات دصدق د رسول اللّٰه ﷺ دی -
[۳۰] دا زجردی منکرینو درسول ته او اَمْ په کلام دعربو کښی استعمالیږی د پاره د انتقال د یو خبری نه بلی خبری ته او ورسره رورنه هم وی (رَيْبَ الْمَنُونِ) زمانی اوشپه ورځ ته وئیلی کیږی ځکه چه دانسان عمرکمه وی او کمزوری کوی او مرگ ته هم وئیلی کیږی - او دوی دا ددی وجی نه وئیل چه دشاعرنه به دوی ویره کوله هسی نه چه په شعرونو جوړولو زمونږ بدنامی اوکړی نودهغه مرگ به ئی غوښتلو چه دده نه به په مرگ سره خلاصی مومو -
[۳۱] (مَعَكُمْ) په دی کښی اشاره ده چه د مرگ انتظار کښی ټول برابر یو -
[۳۲] دابل زجردی حاصل داچه دا خبری د رسول اللّٰه ﷺ په باره کښی د عقل والو خبری نه دی لیکن سبب ئی طغیان او سرکشی ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>