قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۸۵ الطور
أَمْ يَقُولُونَ تَقَوَّلَهُ بَلْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۳۳﴾ فَلْيَأْتُوا بِحَدِيثٍ مِثْلِهِ إِنْ كَانُوا صَادِقِينَ ﴿۳۴﴾ أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ ﴿۳۵﴾ أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بَلْ لَا يُوقِنُونَ ﴿۳۶﴾ أَمْ عِنْدَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُونَ ﴿۳۷﴾ أَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ يَسْتَمِعُونَ فِيهِ فَلْيَأْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ ﴿۳۸﴾
آیا دوی وائی د ځان نه ئی جوړکړی دی بلکه دوی ایمان نه راوړی ﴿۳۳﴾
نو دوی دی راوړی یوه خبره ددی په شان که چیری دوی رشتینی وی ﴿۳۴﴾
آیا دوی پیدا کړی شوی دی بغیر د څه فائدی نه آیا دوی پیداکوؤنکی (دځانونو دی) ﴿۳۵﴾
آیا دوی پیدا کړی دی آسمانونه او ځمکه بلکه دوی یقین نه کوی ﴿۳۶﴾
آیا دوی سره خزانی درب ستادی یادوی مقرر کړی شوی دی (دهغی په تقسیم باندی) ﴿۳۷﴾
آیا دوی لره پاؤنړی شته دی چه غوږ ږدی په هغی کښی ورختونکی نو را دی وړی دعویٰ کوؤنکی د آوریدلو ددوی دلیل ښکاره ﴿۳۸﴾
[۳۴،۳۳] دا بل زجردی متعلق دی د انکاردقرآن سره (بِحَدِيثٍ) هرکلام چه په هغی باندی تلفظ کیدی شی که قدیم اوکه حادث وی نوهغی ته وئیلی کیږی او اکثراستعمال ئی منقول کلام کښی کیږی نوددی وجی نه قرآن ته حدیث وئیلی کیږی اوقرآن کښی اطلاق د حدیث په قرآن باندی نهه کرته کړی شوی دی -
[۳۶،۳۵] دا زجردی په شرک ددوی باندی او رد دی په زعم د مشرکانوباندی چه گمان کوی چه مونږ ته اللّه تعالٰی د توحید او رسالت او دقرآن د منلوپه باره کښی هیڅ امراو تکلیف نه دی راکړی اونه راکوی حاصل د دواړو آیاتونو دادی چه دا گمان خو هله صحیح کیدی شی چه په دی دری خبروکښی یوه خبره وی اول داچه ستاسو پیدائش عبث او بی فائدی وی دوهم داچه تاسو ځان په خپله پیداکړی وی دریم داچه تاسو آسمانونه او ځمکی وغیره پیداکړی وی لیکن په دری واړو کښی یوه خبره هم نیشته نو ولی انکارکوئ -
[۳۷] دا زجرهم دمخکښی سره متعلق دی یعنی که خالق نه دی نوآیا د اللّه تعالٰی د څه خزانو اختیارمند دی، خزانی درزق باران وغیره یا خرانی د نبوت تقسیم کولو، (أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُونَ) دا هم زجردی یعنی که اختیارمند دخزانودی نوآیا په هغی باندی د څوکئ کولو او انتظام او تقسیم کولو دپاره مقرردی -
[۳۸] دا رجرهم متعلق دی د انکار درسالت سره - یعنی آیا دوی په څه ذریعه آسمان ته ختلی شی چه وحی او څه خبردغیب ځان له راوړی لکه چه دی نبی ﷺ ته وحی جبرئیل راوړی -