قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۹۲ النجم
إِنْ هِيَ إِلَّا أَسْمَاءٌ سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَى الْأَنْفُسُ وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مِنْ رَبِّهِمُ الْهُدَى ﴿۲۳﴾ أَمْ لِلْإِنْسَانِ مَا تَمَنَّى ﴿۲۴﴾ فَلِلَّهِ الْآخِرَةُ وَالْأُولَى ﴿۲۵﴾
نه دی دامگر نومونه دی چه کیخودلی دی تاسو او ستاسو پلارانو نه دی نازل کړی اللّه تعالٰی په دی باندی هیڅ دلیل تابعداری نه کوی دوی مگر دگمان او د هغه څیز چه غواړی نفسونه اویقیناً راغلی دی دوی ته دطرف د رب ددوی نه هدایت ﴿۲۳﴾
آیا شته دی دپاره دانسان هغه چه ارمان کوی ﴿۲۴﴾
نو خاص اللّه تعالٰی لره دی آخرت او دنیا ﴿۲۵﴾
[۲۳] روستو د زجر نه رد شدید دی په دلیلونو دمشرکانو باندی - (أَسْمَاءٌ) مراد ددی نه نومونه د الوهیت دی اصلی نومونه مراد نه دی هغه خور مور اوپلار ایخودلی وی - نومونه د الوهیت داسی وی چه دا فلان بزرگ مشکل کشا دی او فلان غوث اعظم دی (وَآبَاؤُكُمْ) کښی اشاره ده چه دوی به په دی کښی دمشرکانو تقلید کوی (وَمَا تَهْوَى الْأَنْفُسُ) ړومبی په باطلو عقیدو کښی استعمالیږی او دا په باطلو عملونو کښی استعمالیږی یعنی شرکی عملونه ددوی د نفسونو په خواهشاتو باندی بِنا دی او دارنگ ظن کله د دلیل نه حاصل شوی وی چه په هغی باندی بعضی مسائلو کښی عمل کیدی شی - نو مَا تَهْوَى الْأَنْفُسُ، ددی دپاره ذکرکړو چه دا ظن صرف د خواهشاتو د نفسونو ددوی باندی بنادی -
[۲۴] یعنی هرکله چه معلومه شوه چه ددوی دپاره هیڅ دلیل شرعی نیشته او اوس په طریقه د زجر سره فرمائي چه آیا بی دلیله خبرو پسی تلل د انسان دپاره جائزدی (استفهام انکاری دی) یعنی نه دی جائز او بعضی د تمنا دانسان نه داده چه دغیراللّه عبادت کوی او وائي چه دا دخیرکار دی او نور بدعات او رسمونه کوی او وائی چه دا ثواب دی -
[۲۵] دا رد دی په ټولو مشرکانوباندی یعنی متصرف ددنیا او آخرت صرف اللّه تعالٰی دی - لات، منات، عزیٰ لره تصرف او اختیار نیشته اودا رنگ د انسان د تمنا پوره کولو اختیار او تصرف خاص د اللّه تعالٰی سره دی -