قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۹۳ النجم
وَكَمْ مِنْ مَلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلَّا مِنْ بَعْدِ أَنْ يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَرْضَى ﴿۲۶﴾ إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ لَيُسَمُّونَ الْمَلَائِكَةَ تَسْمِيَةَ الْأُنْثَى ﴿۲۷﴾ وَمَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا ﴿۲۸﴾ فَأَعْرِضْ عَنْ مَنْ تَوَلَّى عَنْ ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا ﴿۲۹﴾ ذَلِكَ مَبْلَغُهُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدَى ﴿۳۰﴾
او ډیرملائک شته په آسمانونو کښی چه فائده نشی درکولی سفارش ددوی هیڅ فائده مگر روستو ددی نه چه اجازت به اوکړی اللّه تعالٰی هغه چاته چه اوغواړی اللّه تعالٰی او رضائی شی ﴿۲۶﴾
یقیناً هغه کسان چه ایمان په آخرت باندی نه لری ضرور نومونه اخلی د ملائکو په نومونو زنانؤ سره ﴿۲۷﴾
او نیشته دوی لره په دی باندی هیڅ دلیل تابعداری نه کوی دوی مگر دگمان او یقیناً گمان چه دی فائده نه ورکوی د حق (دپټولو) په باره کښی هیڅ فائده ﴿۲۸﴾
نو مخ اوگرځوه دهغه چانه چه اوړی د ذکرځمونږنه اونه غواړی مگرژوند دنیوی ﴿۲۹﴾
دا اخری مقصد دی دعلم ددوی یقیناً ستا رب ښه پوهه دی په هغه چاباندی چه اوړی د لاری دهغه نه اوهغه ښه پوهه دی په هغه چا چه هدایت مومی ﴿۳۰﴾
[۲۶] دا رد دی په مشرکین بالملائکه باندی یعنی عجز دملائکو ذکرکوی چه مقربین ملائک سفارش بی د اجازت نه نشی کولی نو لات منان عزیٰ وغیره به ستاسو څه جاجت پوره کړی شی (لِمَنْ يَشَاءُ وَيَرْضَى) مشیت اراده ده او رضا خوښه ده په دواړو کښی فرق دی نو اشاره ده چه سفارش دملائکو دپاره یوشرط اراده د اللّه تعالٰی ده او دوهم شرط رضا ده مشفعوع لهُ نه یعنی چه ایمان او توحید والا دی -
[۲۷] دا بل رد دی په مشرکین بالملائکه باندی چه ملائک مونث گنړی او مؤنث نومونه ورته وائی او بنات اللّه ورته وائی ددی نه علاوه په فارسئ ژبه کښی فرشته او پښتو ژبه کښی ملائکه (یوته وئیل) منع دی -
[۲۸] دا بل زجردی په مشرکین بالملائکه باندی چه ددوی دغه عقیدی د شفاعت دملائکو او دبنات اللّه کیدلو او دمونث والی د ملائکو بی دلیله عقیدی دی صرف ظن او گمان دی (إِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا) دا رنگ سورة یونس (۳۶) کښی تیرشوی دی - په عقیده او اصولو کښی خو دلیل ظنی هرقسم هیڅ فائده نه ورکوی اوپه اعمالو اوفروعو کښی هم هغه وخت فائده ورکوی چه د اصولومستنبط وی - اوهرکله چه دلیل ظنی دپاره په اصولوکښی سند صحیح نه وی نوپه اعمالو کښی هم فائده نه ورکوی -
[۳۰،۲۹] ددی آیت نه ترآخره دسورة پوری دوهم باب دی په دی کښی امردی په اعراض کولو سره او دری اسباب د اعراض کولواو دری صفات ئی د اعراض کوؤنکو ذکرکړی دی - بیا زجردی په پریخودنکی ددین باندی او دلیل نقلی د صحف ابراهیم او موسیٰ نه ذکرکړی دی - بیا لس صفتونه د اللّه تعالٰی ذکرکوی په رد دشرک او تخویف دنیوی په ذکر دڅلورو اقوامو مکذبینو سره بیاصدق درسول اود قیامت دی اوزجردی په انکاردقرآن باندی او آخرکښی تفریع دتوحید ده په ټول سورت باندی - په دی (۲۹) کښی تفریع ده په مخکښی بیان باندی چه هرکله دلیل د حق وحی ده او دلیل د مشرکانو ظن او دخواهش تابعداری ده نولازم ده په حق والوباندی چه دهغوی نه مخ واړوی اومراد داعراض نه دهغوی د دین او مسلک نه ځان ساتل دی - اوپه دی آیاتونو کښی دباطل پرستو دری قبائح ئی ذکرکړی دی او دا اسباب د اعراض دی - مراد داچه ددنیا علمونه حاصلوی اوپه دین باندی نه پوهیږی یاداچه ددین علم سبب د دنیا دحصول دپاره اوگرځی -