قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۹۴ النجم
وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاءُوا بِمَا عَمِلُوا وَيَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى ﴿۳۱﴾ الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنْتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى ﴿۳۲﴾
او خاص اللّه تعالٰی لره اختیار دهغه څیزونو دی چه په آسمانونو کښی دی اوهغه چه په ځمکه کښی دی ددی دپاره چه بدله به ورکوی اللّه تعالٰی هغه چاته چه بدی ئی کړی ده په سبب دعملونو ددوی اوبدله به ورکوی هغه کسانوته چه ښائسته کارونه ئی کړی دی ښائسته بدله ﴿۳۱﴾
دا هغه کسان دی چه ډډه کوی غټو گناهونو نه او دښکاره بد کارونو نه سیوا ددی نه چه په زړه کښی ئی تیرشی یقیناً ستا رب فراخ بخشش والا دی هغه ښه پوهه دی په تاسوباندی کله چه تاسوئی پيدا کړی ئی د ځمکی نه اوکله چه تاسو پټ وئ په گیډو د میندو ستاسو کښی نو ستائنی مه کوئ دځانونو خپلو هغه ښه پوهه دی په هغه چا چه تقویٰ کوی ﴿۳۲﴾
[۳۲،۳۱] یعنی د اللّه تعالٰی ددغه واړه ذکرشوی صفتونو عاقبت او انجام دادی چه په عدل او انصاف سره هرفریق له دهغه مناسبه جزا ورکوی اوپه دی آیت کښی ذکر دفریقینو دی (كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ) دا دواړه گناهونه کبیره دی لیکن فرق ئی په صفت کښی دادی چه کبائر نه مراد هغه گناهونه دی چه قران او سنت دهغی نه منع کړی اودهغی سزا دنیوی یا اخروی ئی ذکرکړی وی اگرچه عقل یا طبیعت دهغی نه نفرت نه کوی لکه اقسام دشرک او لوی بدعات شول او الْفَوَاحِشَ، نه مراد هغه دی چه هغی نه ټول عقلمند او سلیم طبیعت والا نفرت کوی اوپه شرع کښی دهغی نه منع کړی شوی وی نو عقل واله ئی هم بدگنړی لکه زنا، دروغ، بهتان، حقوق دبندگانو ضائع کول ظلم په بندگانو باندی وغیره (إِلَّا اللَّمَمَ) ددی په تفسیر کښی دری اقوال دی اول دادی چه دا ټول گناهونو ته شامل دی که صغیره وی اوکه کبیره وی بغیردشرک او کفرنه په دی شرط سره چه یوځل ارتکاب اوکړی اوبیا توبه اوکړی دوباره ئی نه کوی - او مراد ددی نه غیرانبیاء دی ځکه چه انبیاء علیهم السلام معصوم دی دهر قسم گناه کولونه - دوهم قول دادی چه اللمم نه مراد صغیره گناهونه دی یعنی چه په قرآن او حدیث کښی په هغی باندی حد او عذاب نه وی ذکرکړی اوپه حسناتو سره معاف کیږی - دریم قول دادی چه مراد ددی نه خطرات قلبیه دی یعنی بی اختیاره وسوسی چه په زړه کښی تیریږی لیکن عمل پری نه کوی - اوپه آیت کښی انبیاء علیهم السلام هم داخل دی په قرینه د حدیث سره چه په هغی کښی دا شعر نقل کړی شوی دی -
إِنْ تَغْفِرِ اللَّهُمَّ تَغْفِرْ جَمَّا وَأَيُّ عَبْدٍ لَكَ لاَ أَلَمَّا
نوهرکله چه انسان دخپل حال د عاقبت نه خبرنه دی نو فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ، د خپلوځانونو صفتونه مه کوئ چه زه لوی مرتبی والا یم او زه جنتی یم داسی ستائینی کول حرام دی -