قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۹۵ النجم

أَفَرَأَيْتَ الَّذِي تَوَلَّى ﴿۳۳﴾ وَأَعْطَى قَلِيلًا وَأَكْدَى ﴿۳۴﴾ أَعِنْدَهُ عِلْمُ الْغَيْبِ فَهُوَ يَرَى ﴿۳۵﴾ أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِي صُحُفِ مُوسَى ﴿۳۶﴾ وَإِبْرَاهِيمَ الَّذِي وَفَّى ﴿۳۷﴾ أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ﴿۳۸﴾ وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى ﴿۳۹﴾

آیا ته خبرئی دهغه چا په حال باندی چه مخ ئی اړولی دی ﴿۳۳﴾
او ادا کړی دی حق لږ او بند شوی دی ﴿۳۴﴾
آیا دده سره علم دی دپټو خبرو دی وینی ﴿۳۵﴾
آیا نه دی خبرکړی شوی په هغه مضمون چه په صحیفو د موسیٰ علیه السلام کښی دی ﴿۳۶﴾
او د ابراهیم علیه السلام کښی هغه چه پوره ئی ادا کړی دی حق ﴿۳۷﴾
چه نشی اوچتولی یو پیټی والا پیټی دبل چا ﴿۳۸﴾
او چه نیشته د انسان دپاره مگرهغه چه ده کوشش کړی وی ﴿۳۹﴾

[۳۴،۳۳] ربط دادی لکه چه خپل ستائینه کول حرام دی نودارنگ امید ساتل چه لږ صالح عمل کول اوبیا دین پریخودل کافی دی د نجات دپاره نودا عقیده ساتل هم منع ده هیڅ فائده نه ورکوی اوپه دی آیاتونو کښی زجردی په یوخاص صفت باندی که په هرچا کښی وی هغه دادی که یو سجده اللّه تعالٰی ته اوکړی او نورتوحید او رسالت نه منی اوداد نجات دپاره پوره گنړی لکه چه مشرکین مکه ددی سورة د تلاوت په وخت کښی د رسول اللّٰه ﷺ سره یوځآی سجده کړی وه او حال داچه توحید او رسالت ئی نه منلو یا یوشخص صرف مونځ کوی اونور دین نه منی اوداد نجات دپاره کافی گنړی یا یو عالم دعوت دحق څه زمان اوکړی اوبیائی پریږدی اویا دعوت دیو مسئلی کوی اونوری مسئلی دحق نه بیانوی اودا پوره گنړی اوشیطان انسی یا جنی ورلره دهوکه ورکړی وی چه نوردین ته حاجت نیشته ازار گناه ځما په غاړه دی یا ورته اوائي چه ستا پلار نیکه ډیر عمل کړی دی هغه ستا دپاره پوره دی نوپه دی آیت کښی داسی انسانانوته زورنه ورکوی اودغه دواړه شبهات هم دفع کوی (وَأَكْدَى) دا اخستلی شوی دی د کدیة نه په طریقه دمثال سره یعنی چه څوک کوهی کنی او مخی ته ئی گاگړه راشی نو کنستل پریږدی اوعاجز شی نودارنگ دغه انسان لږ کارددین اوکړواو نور ورته سخت مشکل ښکاره شو نوپریخودلو -
[۳۵] یعنی ده ته دغیب اود وحی نه معلومه شوی ده چه لږدین کښی نجات دی ټول دین ته حاجت نیشته خوداسی نه ده -
[۳۷،۳۶] صحف موسیٰ نه مراد تورات دی ځکه چه هغه مشتمل وؤ په مختلفو حصوباندی لکه چه قرآن ته هم صحف مکرّمه وئیلی شوی دی یا مراد ددی نه نورواړه کتابونه وؤ چه موسیٰ علیه السلام ته د تورات نه مخکښی ورکړی شوی وؤ اودهغی تعداد په صحیح قول سره ثابت نه دی اودارنگ صحیفی د ابراهیم علیه السلام دهغی هم پوره شمار معلوم نه دی په روایت صحیحه سره -
[۳۸] ددی آیت نه تر (۵۵) پوری مضمون ددی صحیفو دی اوبل قول دادی چه تر (۴۲) پوری دی او په دی جمله کښی تردید دی د اولی وسوسی چه هغه څوک چه دین ئی نیمگړی پریخودلو هغه ته انسان انسی او جنی وسوسه ورکړی ده چه دباقی دین پریخودلو کښی څه گناه وی نو زه دهغی ذمه وار یم -
[۳۹] په دی کښی جواب دی ددوهمی وسوسی هغه داچه عمل دمشرانو پوره دی نوپه هغی سره کشران بچ کیدی شی نو دکشرانو عمل کولو ته څه ضرورت نیشته نوپه دی جمله کښی ددی تردید دی او ترغیب دی چه انسان د ځان دفائدی دپاره دعمل کولو کوشش اوکړی -
فائده: په عبادت بدنیه کښی تلاوت دقرآن کریم هم داخل دی دهغی ثواب بل چاته دبخولو دپاره هم خصوصی نصی نیشته صرف په عموماتوکښی د احنافو په نیزباندی داخل دی لیکن دختم قرآن کولو دپاره خاص هئیت جوړول چه ډیر کسان جمع شی او سپاری تقسیم کړی اوپه جمع سره قرآن لولی څوک ئی چه په اوچت آواز سره لولی او څوک په پټه سره دا هیئت جوړول دختم دپاره په هیڅ نص سره ثابت نه دی لکه چه فتاویٰ بزازیه هم لیکلی دی - وَیُكْرَهُ اِتَّخَاذُ الطَّعَامِ فِي الْیَوْمِ الْاَوَّلِ وَالثَّالِثِ وَبَعْدَ الاُسْبُوْع وَالْاَ عْیَادِ وَنَقْلِ الطَّعَامِِ اِلٰی اْلقَبْرِ فِي الْمَوَاسِمِ وَاِتَّخَاذُ الدَّعْوَةِ لِقِرَاءَ ةِ الْقُرْآنِ وَجَمْع الصُّلَحَاءِ وَالْقُرَّاءِ لِلْخَتْمِ اَوْ لِقَرَاءَ ةِ سُوْرَةِ الْاَ نْعَامِ اَوِ الْاِ خْلَاصِ - ص(۸۱) حاشیه د عالمگیری (ترجمه: او مکروهه دی طعام تیارول په مړی پسی په اوله ورځ او دریمه ورځ او روستودهغی نه اوپه اخترونو کښی او طعام اوړل قبرته په موسم د اخترونو کښی او مکروهه دی دعوت جوړول دپاره دقرآن لوستلو او جمع کول دنیکانو اوقاریانو دختم دپاره یاسورة انعام او اخلاص د لوستلودپاره) او ابن کثیروئیلی دی چه دهغی عبارت ترجمه داده، اودی آیت نه امام شافعی او دهغه تابعدارو دلیل نیولی دی چه قرائت چه دی دهغی ثواب مړو ته نه رسیږی ځکه چه دا عمل او کسب دصحابه کرامو نه نه دی اوددی وجی نه نبی ﷺ دیته خپل ندی بللی او نه ئی ترغیب ورکړی دی او نه ئی دیته په نص او اشاری سره ارشاد کړی دی او د هیڅ یوی صحابی نه نقل نه دی شوی اوکه داد خیرکاروی نوصحابه کرامو به ځمونږ نه مخکښی کړی وی اوپه باب دعباداتو کښی په نصوصو باندی اقتصار کیدی شی او نه هغی ته په قیاسونو او اراؤ سره گرځیدلی کیدی شی - او په روح المعانی کښی لیکلی دی چه هرکله قرآئت په اجرت سره وی لکه چه اوس ئی اکثرخلق کوی حافظانو ته اجرت ورکوی ددی دپاره چه ددوی په مړو پسی قرآن اولولی نوددی ثواب هغوی ته نه رسیږی ځکه چه دهغی ثواب نیشته دوجی د حراموالی د اجرت اخستلو نه په قرائت د قرآن باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>