قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۹۶ النجم

وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى ﴿۴۰﴾ ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاءَ الْأَوْفَى ﴿۴۱﴾ وَأَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنْتَهَى ﴿۴۲﴾ وَأَنَّهُ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَى ﴿۴۳﴾

او یقیناً کوشش ددهٔ زر دی چه اوبه لیدلی شی ﴿۴۰﴾
بیا به بدله ورکیدی شی بدله ښه پوره ﴿۴۱﴾
او یقیناً ستا رب ته آخری رسیدل دی ﴿۴۲﴾
او یقیناً هغه خندا پیدا کوی او ژړا پیدا کوی ﴿۴۳﴾

[۴۱،۴۰] ظاهر دآیت نه داده چه عملونه (په خاص شکل کښی) لیدلی کیدی شی لکه چه سورة زلزال کښی راغلی دی -
[۴۲] ددی آیت نه صفات د اللّه تعالٰی ذکر کیږی دپاره د اثبات دتوحید په دی آیت کښی یو صفت ذکرکړی دی -
[د ۴۳ نه تر ۴۹ پوری] په دی آیاتونو کښی نهه صفتونه د اللّه تعالٰی ذکرکوی دپاره د اثبات دتوحید او‌په دی کښی دوه دوه متضاد څیزونه ذکرکوی دی ته په علم بدیع کښی الطَّبَاق ُالْمُتَضَاد وئیلی کیږی -
فائده: په دی صفتونو کښی چه په کومو کښی هیڅ وهم دشرکت دغیراللّه نیشته نوپه هغی کښی هو ضمیر فصل ئی نه دی ذکرکړی - اوپه کومو صفتونو کښی چه وهم د شرک وؤ نوپه هغی کښی هوضمیر فصل ئی دپاره دتاکید د توحید ذکرکړی دی (رَبُّ الشِّعْرَى) شعری دوه دی یو شعری القبور دی او دیته مرزم الجوزاء او شعری یمانیه او کلب الجَبَّار هم وئیلی کیږی او دوهم قسم شعرٰی النمیصا او شعری الشامیه دی اول قسم دجوزا میاشت نه روستو دگرمئ په موسم کښی ښکاره کیږی - حمیراو خزاعه قبیلو د اول قسم شعری عبادت شروع کړی وؤ او ددی اوله ابتداء ابوکبشه کړی وه چه د رسول اللّٰه د موردطرف نه لری نیکه وؤ او ماسیوا دخزاعه او حمیرنه نورو قبیلودعربو دهغه نه مخالفت کوؤ او وئیل ئی چه دی صابی دی نوی دین ئی ایجاد کړی دی او ددی وجه نه به قریش مکه رسول اللّٰه ﷺ ته هم ابن ابی کبشه وئیل یعنی دَهٔ هم دهغه په شان نوی دین راوړی دی او رسول اللّٰه ﷺ او دهغه صحابوته به دوی صابیان وئیل - او د شعریٰ د عبادت کولو وجه دوی داسی ذکرکوله چه نور ستوری په آسمان کښی په عرض (پلن والی) باندی مزل کوی او شعریٰ په کښی په طول (اوگدوالی) سره مزل کوی او وئیل ئي چه په دی دنیا کښی تاثیرکوؤنکی دی! خواللّه تعالٰی دهغوی په رد کښی اوفرمائیل چه په شعریٰ کښی تاثیر اچولو والا او دهغه چلوؤنکی خو اللّه تعالٰی دی نوشعریٰ مربوب دی نو تاسو ده لره معبود ولی گنړئ؟

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>