قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۲۹۷ النجم
وَأَنَّهُ هُوَ أَمَاتَ وَأَحْيَا ﴿۴۴﴾ وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنْثَى ﴿۴۵﴾ مِنْ نُطْفَةٍ إِذَا تُمْنَى ﴿۴۶﴾ وَأَنَّ عَلَيْهِ النَّشْأَةَ الْأُخْرَى ﴿۴۷﴾ وَأَنَّهُ هُوَ أَغْنَى وَأَقْنَى ﴿۴۸﴾ وَأَنَّهُ هُوَ رَبُّ الشِّعْرَى ﴿۴۹﴾ وَأَنَّهُ أَهْلَكَ عَادًا الْأُولَى ﴿۵۰﴾ وَثَمُودَ فَمَا أَبْقَى ﴿۵۱﴾ وَقَوْمَ نُوحٍ مِنْ قَبْلُ إِنَّهُمْ كَانُوا هُمْ أَظْلَمَ وَأَطْغَى ﴿۵۲﴾ وَالْمُؤْتَفِكَةَ أَهْوَى ﴿۵۳﴾ فَغَشَّاهَا مَا غَشَّى ﴿۵۴﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكَ تَتَمَارَى ﴿۵۵﴾ هَذَا نَذِيرٌ مِنَ النُّذُرِ الْأُولَى ﴿۵۶﴾
اویقیناً هغه مړه کول کوی او ژوندی کول کوی ﴿۴۴﴾
او یقیناً هغه پیدا کړی دی جوړی نارینه او زنانه ﴿۴۵﴾
د نطفی نه کله چه واړولی شی په رحم کښی ﴿۴۶﴾
او یقیناً دهغه په ذمه باندی پیدائش بل دی ﴿۴۷﴾
او یقیناً هغه مالدار جوړوی او غریب جوړوی ﴿۴۸﴾
او یقیناً هغه رب دشعریٰ ستوری دی ﴿۴۹﴾
او یقیناً هغه هلاک کړی دی عادیان زاړه ﴿۵۰﴾
او ثمودیانو نو باقی ئی نه دی پریخودلی هیڅ څوک ﴿۵۱﴾
او تباه کړی دی قوم د نوح علیه السلام دټولو نه مخکښی یقیناً دوی وؤ ډیر ظلم کوؤنکی او ډیر سرکش ﴿۵۲﴾
او مؤتفکه کلی د بری نه ئی اغورځولو هغه ﴿۵۳﴾
نو پټ کړو هغی لره هغه څیز چه پټ ئی کړو ﴿۵۴﴾
نو په کوم یو نعمتونو د رب ستا باندی شک کوئ ﴿۵۵﴾
دا ویره ورکوؤنکی دی د ویره ورکوؤنکو مخکنو نه ﴿۵۶﴾
[۵۴،۵۳،۵۲،۵۱،۵۰] په دی آیاتونو کښی هم ذکر دتصرف د اللّه تعالٰی دی په اهلاک د لویو قومونوسره او ورسره تخویف دنیوی دی په ذکر دعذاب دڅلورو قومونو چه تکذیب د انبیاء علیهم السلام ئی کړی وؤ (الْأُولَى) قبیله عاد دوه وؤ یو اولٰی یعنی عاد اِرم اوبل عاد ثمودیانو ته وئیلی کیدلو - یا اولٰی نه مراد هغه دی چه ډیر مخکښی تیرشوی دی چه دهغوی نه وړاندی بل عاد نه وؤ (أَظْلَمَ) په عقیده کښی او أَطْغَى په عمل کښی یا اول په حقوقو الٰهیو کښی او دوهم په حقوقو دبندگانو کښی - او دلته ئی پنځم قوم یعنی قوم فرعون ئی ذکرکړی نه دی کیدی شی چه مخکښی صحف موسیٰ کښی هغه قوم ته اشاره وه نوددی وجی نه ئی بیا ذکر نه کړو -
[۵۵] هرکله چه مخکښی بعضی نعمتونه ذکرکړی شو نو اوس زجر کوی انسان مکذب ته -
[۵۶] دا صدق درسول دی او اشاره ده تخویف دمنکرینوته یعنی څنگه چه د مخکنو رسولانو په تکذیب کوؤنکو عذاب راغی نوداسی به ددی رسول په منکرینو هم عذاب راځی یا دنیوی یا اخروی -