قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۰۱ القمر
فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاءِ بِمَاءٍ مُنْهَمِرٍ ﴿۱۱﴾ وَفَجَّرْنَا الْأَرْضَ عُيُونًا فَالْتَقَى الْمَاءُ عَلَى أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ ﴿۱۲﴾ وَحَمَلْنَاهُ عَلَى ذَاتِ أَلْوَاحٍ وَدُسُرٍ ﴿۱۳﴾ تَجْرِي بِأَعْيُنِنَا جَزَاءً لِمَنْ كَانَ كُفِرَ ﴿۱۴﴾ وَلَقَدْ تَرَكْنَاهَا آيَةً فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ ﴿۱۵﴾ فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۱۶﴾ وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ ﴿۱۷﴾
نو را پرانستلی مونږ دروازی دآسمان په اوبو رابیدونکو سره ﴿۱۱﴾
او را اویستلی مونږ د ځمکی نه چینی نو یوځای شوی ټولی اوبه په هغه کار چه مقرر کړی شوی وؤ ﴿۱۲﴾
او سور کړو مونږ ده لره په (کشتئ) تختو والا او میخونو والا ﴿۱۳﴾
روانه په سترگو ځمونږ بدل اخستل دی دپاره د هغه چا چه ناشکری کړی شوی وه ﴿۱۴﴾
او یقیناً پریخودله مونږ دغه قصه نښه نو آیا شته څوک نصیحت قبلؤنکی ﴿۱۵﴾
نو څه رنگ شو عذاب ځما ا و ویرول ځما ﴿۱۶﴾
او یقیناً آسان کړی دی مونږ قرآن د پاره د نصیحت اخستلو آیا شته دی څوک نصیحت قبلوؤنکی ﴿۱۷﴾
[۱۲،۱۱] په دی کښی قبولیت د دعا ته اشاره ده (فَالْتَقَى الْمَاءُ) مراد ددی نه جنس ماء دی یعنی اوبه د آسمان او د ځمکی ځکه چه التقاء په مینځ د دوؤ یا ډیرو کښی راځی (عَلَى أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ) یعنی هلاکت د دغه قوم چه په تقدیر کښی د مخکښی نه لیکلی شوی وؤ چه دوی به په داسی طوفان سره تباه کولی شی او دا اشاره ده مسئلی د تقدیر ته -
[۱۴،۱۳] په دی کښی طریقه د نجات د نوح علیه السلام او دهغه د ملگرو مراد ده (دُسُرٍ) جمع د دسار ده هغه څیزونه چه په هغی سره کشتئ کلکیږی میخونه اوسپنه، لرگی، رسئ گانی وغیره - او دارنگ سینه د کشتئ چه په هغی سره اوبه دفع کیږی او شلیږی (بِأَعْيُنِنَا) دا د متشابهاتو نه دی (جَزَاءً لِمَنْ كَانَ كُفِرَ) د (مَنْ) نه مراد نوح علیه السلام دی چه دهغه انکار کړی شوی وؤ او هغه ډیر صبرکړی وؤ نو جزاء په معنیٰ د ثواب یا د بدله اخستلو ده یا مراد ددی نه اللّه تعالٰی دی چه دهغه د احکامو نه کفرکړی شوی وؤ او جزاء په معنیٰ د عقاب او سزا ده او لام په معنیٰ دمِنْ سره دی -
[۱۷،۱۶،۱۵] په دی آیتونو کښی تنبیه ده دپاره د نصیحت اخستلو د واقعی د نوح علیه السلام نه په عذاب د منکرینو او نجات د مؤمنانو (تَرَكْنَاهَا) دا ضمیر راجع دی ټولی قصی ته یا راجع دی کشتئ ته - هغه کشتئ چه ددی امت مخکنو خلقو لیدلی وه او روستو هم دهغی کشتئ تختی په کوهستان اراراط کښی لیدلی شوی دی (وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ) مرا د ذکرنه نصیحت اخستل دی او آسانتیا داده چه واقعات د تیرشوؤ قومونو او رسولانو په آسان لفظونو سره بار بار په مختلفو طریقو سره ذکرکړی شوی دی چه هر ذی لسان (چه په عربئ ژبه پوهیږی) هغه ترینه نصیحت اخستلی شی او دا آیت ئی د څلور قصو سره ذکرکړی دی اشاره ده چه هره قصه ددی قصو نه د تذکر دپاره آسانه کړی شوی ده - نو د (الْقُرْآنَ) نه مراد هره قصه ده چه د قرآن په عبارت سره لوستلی کیږی - یا مراد د ذکر نه حفظ دی ځکه د سلف صالحینو نه نقل دی چه تورات انجیل او زبور سیوا د انبیاء علیهم السلام نه امتیانو په یادو سره نه شو یادولی دا دقرآن خصوصیت دی چه واړه لوی او نارینه او زنانه ئی ټول یا بعضی سورتونه او آیاتونه یادولی شی - لیکه سورة عنکبوت (۲۹) کښی تیرشوی دی -