قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۰۲ القمر

كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۱۸﴾ إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي يَوْمِ نَحْسٍ مُسْتَمِرٍّ ﴿۱۹﴾ تَنْزِعُ النَّاسَ كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ مُنْقَعِرٍ ﴿۲۰﴾ فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۲۱﴾ وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ ﴿۲۲﴾ كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِالنُّذُرِ ﴿۲۳﴾ فَقَالُوا أَبَشَرًا مِنَّا وَاحِدًا نَتَّبِعُهُ إِنَّا إِذًا لَفِي ضَلَالٍ وَسُعُرٍ ﴿۲۴﴾

تکذیب کړی وو عادیانو نو څه رنگه وؤ عذاب ځما او ویره ول ځما ﴿۱۸﴾
یقیناً را اولیږله مونږ په دوی باندی سیلئ تیزه په ورځ سپیره همیشه کښی ﴿۱۹﴾
راښکل ئی خلقو لره گویا دوی دی تنی د کجورو د ویخه وتلی شوی ﴿۲۰﴾
نو څه رنگ وؤ عذاب ځما ا و ویرول ځما ﴿۲۱﴾
او یقیناً آسان کړی دی مونږ قرآن د پاره د نصیحت نوآیا شته دی نصیحت قبلوؤنکی ﴿۲۲﴾
دروغژن گنړلی وؤ ثمودیانو ویره ورکوؤنکو لره ﴿۲۳﴾
نو دوی اوئیل آیا یو بنده لره چه ځمونږ نه دی تابعداری دی اوکړو د هغه یقیناً‌ مونږ په دغه وخت ضرور په گمراهئ او لیونتوب کښی یو ﴿۲۴﴾

[۱۸] دا دوهمه واقعه ده چه قوم عاد د هود علیه السلام تکذیب کړی وؤ - او کذبت ئی مؤنث ذکر کړی ځکه چه قبیله د عادیانو مراد ده او اشاره ده ددوی توهین او تذلیل ته -
[۲۰،۱۹] دا تفصیل دعذاب دعادیانو دی (يَوْمِ) هغه اوؤه شپی او اته ورځی وی لکه په سورة الحاقة (۷) کښی دی نو دلته د یوم نه مراد جنس ورځ یا مطلق وخت مراد دی (نَحْسٍ) نحوست ئی په دوی پوری خاص وؤ ددوی دعذاب دوجی نه (مُسْتَمِرٍّ) یعنی ددی عذاب اثر تر برزخ پوری او بیا حشرپوری همیشه دی او دنحوست دورځ د شورو (چهارشنبه) په باره کښی حدیث صحیح مرفوع متصل ثابت نه دی -
[۲۲،۲۱] دا دریمه قصه ده (نُّذُرِ) جمع د نذیر په معنیٰ درسولانو ځکه چه تکذیب د یو رسول په شان دتکذیب د ټولو رسولانو دی یا نذیر په معنیٰ د مصدر دی هغه انذارات ترینه مراد دی چه صالح علیه السلام وخت په وخت دوی ته بیان کړی وؤ -
[۲۳] دا دریمه قصه ده (نُّذُرِ) جمع د نذیر په معنیٰ درسولانو ځکه چه تکذیب د یو رسول په شان دتکذیب د ټولو رسولانو دی یا نذیر په معنیٰ د مصدر دی هغه انذارات ترینه مراد دی چه صالح علیه السلام وخت په وخت دوی ته بیان کړی وؤ -
[۲۵،۲۴] دا تفصیل د تکذیب د هغوی دی او اوؤه تعبیرونه د تکذیب دی (أَأُلْقِيَ الذِّكْرُ عَلَيْهِ مِنْ بَيْنِنَا) یعنی مونږ دده نه مالدار او غوره یو نودی ولی خاص کړی شو په وحی سره شپږم دی کذاب دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>