قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۰۳ القمر
أَأُلْقِيَ الذِّكْرُ عَلَيْهِ مِنْ بَيْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ أَشِرٌ ﴿۲۵﴾ سَيَعْلَمُونَ غَدًا مَنِ الْكَذَّابُ الْأَشِرُ ﴿۲۶﴾ إِنَّا مُرْسِلُو النَّاقَةِ فِتْنَةً لَهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَاصْطَبِرْ ﴿۲۷﴾ وَنَبِّئْهُمْ أَنَّ الْمَاءَ قِسْمَةٌ بَيْنَهُمْ كُلُّ شِرْبٍ مُحْتَضَرٌ ﴿۲۸﴾ فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطَى فَعَقَرَ ﴿۲۹﴾ فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۳۰﴾ إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَكَانُوا كَهَشِيمِ الْمُحْتَظِرِ ﴿۳۱﴾ وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ ﴿۳۲﴾ كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ بِالنُّذُرِ ﴿۳۳﴾ إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ حَاصِبًا إِلَّا آلَ لُوطٍ نَجَّيْنَاهُمْ بِسَحَرٍ ﴿۳۴﴾ نِعْمَةً مِنْ عِنْدِنَا كَذَلِكَ نَجْزِي مَنْ شَكَرَ ﴿۳۵﴾
آیا را لیږلی شوی ده وحی په ده باندی دمینځ ځمونږ نه بلکه دی دی ډیر دروغژن لوئی کوؤنکی ﴿۲۵﴾
زر دی دوی ته به معلومه شی صبا چه څوک دی ډیردروغژن لوی کوؤنکی ﴿۲۶﴾
یقیناً مونږ لیږؤنکی یو اوښه دپاره د ازمائش ددوی نو انتظار اوکړه ددوی اوصبر اوکړه ﴿۲۷﴾
او خبرورکړه دوی لره چه اوبه تقسیموی ددوی په مینځ کښی هرنمبر د اوبو ته به حاضری کیدلی شی ﴿۲۸﴾
نو دوی آواز ورکړو خپل مشر ته نو را واخستله ئی توره نو قتل ئی کړه (اوښه) ﴿۲۹﴾
نوڅه رنگ وؤ عذاب ځما او ویره ول ځما ﴿۳۰﴾
یقیناً مونږ را اولیږله په دوی باندی چغه یوه نو شول دوی په شان د ذری ذری شوی شپول د شپول جوړوؤنکی ﴿۳۱﴾
او یقیناً آسان کړی دی مونږ قرآن د پاره د نصیحت آیا شته دی څوک نصیحت قبلوؤنکی ﴿۳۲﴾
دروغژن کړی وؤ قوم د لوط علیه السلام ویره ورکوؤنکی ﴿۳۳﴾
یقیناً را اولیږلو مونږ په دوی باندی باران د کانړو سیوا د کورنئ د لوط علیه السلام نه بچ کړل مونږ هغوی په وخت د پیشمنی کښی ﴿۳۴﴾
د وجی د احسان د طرف ځمونږ نه دغه شان بدله ورکوؤ هغه چاته چه شکر کوی ﴿۳۵﴾
[۲۶] دا زجراو تخویف دی (غَدًا) مراد ددی نه راتلونکی وخت دی یعنی عذاب ددنیا یا ورځ دقیامت -
[۲۸،۲۷] دا ذکر دمعجزی دی د دپاره د اثبات د صدق د صالح علیه السلام (وَنَبِّئْهُمْ) دا هم طریقه د فتنی (امتحان) وه او ددی تقسیم یو وجه دا وه چه اوبه لږی وی په یو ورځ دناقی او د نورو حیواناتو نه رسیدلی - دوهمه وجه داوه چه ددوی حیوانات به دهغی ناقی نه ویریدل دهغی سره یوځای کیدلی نه شو -
[۳۰،۲۹] په دی کښی ذکر دسبب دعذاب د هغوی دی (فَتَعَاطَى) زړه ورتیائی اوکړه په نیولو د اوښی سره یا ده اونیوله توری لره دپاره د ټکړی کولو د هغه اوښی -
[۳۲،۳۱] دا تفصیل دعذاب د هغوی دی (كَهَشِيمِ الْمُحْتَظِرِ) محتظر د حظیره نه ماخوذ دی او حظیره هغه ځای ته وئیلی کیږی چه را گیرکړی شی په شپول د غَنو یا په دیوال سره او محفوظ وی او اکثر د گډو بیزو جاړی ته وئیلی کیږی نو محتظر دهغی جوړونکی ته وئیلی شی - (هَشِيم) د هشم نه دی او هشم ماتول او ذری ذری کولو ته وئیلی کیږی نو هشم په معنیٰ د مهشوم سره دی یعنی هغه اوچی غنی دشپول د جاړی چه گډی بیزی ئی په خپلو خپو سره ذری ذری کړی په دی کښی اشاره ده چه په دغه چغه د عذاب سره ددوی هډوکی پوره اوچ شول اوبیا دیوبل نه جدا جدا شول -
[۳۵،۳۴،۳۳] دا څلورمه قصه ده دپاره د تخویف دنیوی په سبب دتکذیب سره (بِالنُّذُرِ) هغه امور مراد دی چه په هغی سره ددوی انذار کړی شوی وؤ یا دا جمع د نذیر ده مراد ددی نه رسولان دی ځکه تکذیب د یو رسول په شان دتکذیب د ټولو رسولانو دی (بِسَحَرٍ) د شپی آخری شپږمی حصی ته وئیلی شی او دغه وخت دبرکاتو دی (نِعْمَةً) اشاره ده چه ددوی نجات د اللّه تعالٰی دطرف نه احسان وو، په اللّه تعالٰی باندی دهغی هیڅ زور نه وو دا دلیل دی چه جزا دنیک اعمالو په اللّه تعالٰی باندی واجب نه ده لکه چه معتزله داسی وائي -