قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۰۴ القمر

وَلَقَدْ أَنْذَرَهُمْ بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ ﴿۳۶﴾ وَلَقَدْ رَاوَدُوهُ عَنْ ضَيْفِهِ فَطَمَسْنَا أَعْيُنَهُمْ فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۳۷﴾ وَلَقَدْ صَبَّحَهُمْ بُكْرَةً عَذَابٌ مُسْتَقِرٌّ ﴿۳۸﴾ فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۳۹﴾ وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ ﴿۴۰﴾ وَلَقَدْ جَاءَ آلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ ﴿۴۱﴾ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا كُلِّهَا فَأَخَذْنَاهُمْ أَخْذَ عَزِيزٍ مُقْتَدِرٍ ﴿۴۲﴾ أَكُفَّارُكُمْ خَيْرٌ مِنْ أُولَئِكُمْ أَمْ لَكُمْ بَرَاءَةٌ فِي الزُّبُرِ ﴿۴۳﴾

او یقیناً‌ ویره ئی ورکړی وه دوی ته د نیولو ځمونږ نه نو دوی شک اوکړو په ویرولو کښی ﴿۳۶﴾
او یقیناً‌ دوی غوښتنی کړی وی دهغه نه په باره د میلمنو دهغه کښی نو ورانی کړی مونږ سترگی د هغوی نو اوڅکئ عذاب ځما او ویرول ځما ﴿۳۷﴾
او یقیناً سبا راغی د وخته په دوی باندی عذاب چه همیشه وؤ ﴿۳۸﴾
نو اوڅکئ عذاب ځما ا و ویرول ځما ﴿۳۹﴾
او یقیناً آسان کړی دی مونږ قرآن د پاره د نصیحت آیا شته څوک نصیحت قبلوؤنکی ﴿۴۰﴾
او یقیناً راغلی وؤ فرعونیانو ته ویره ورکوؤنکی ﴿۴۱﴾
دروغژن اوگنړل دوی آیاتونه ځمونږ ټول نو اونیول مونږ دوی په نیولو د زروآور ذات چه پوره قدرت والا دی ﴿۴۲﴾
آیا کافران ستاسو د زمانی غوره دی ددغه تیرشوی کافرانو نه آیا شته تاسو لره بچ والی دعذاب نه په کتابونو کښی ﴿۴۳﴾

[۳۸،۳۷،۳۶] په دی کښی دری حالات د منکرینو ذکرکوی (وَلَقَدْ أَنْذَرَهُمْ) په دی کښی دفع د عذر دمنکرینو ده (وَنُذُرِ) مراد ددی نه تاوان او ناکاره عاقبت د انذار دی (مُسْتَقِرٌّ) دوام او همیش والی د عذاب دادی چه په دغه عذاب سره هلاک شول او ورپسی متصل عذاب د برزخ دی او په هغی پسی متصل عذابونه د جهنم دی چه دهغی انتهاء نیشته -
[۴۰،۳۹] (وَلَقَدْ يَسَّرْنَا) ددی په تکرار کښی اشاره ده چه هره یوه قصه ددی قصو نه د عبرت او نصیحت اخستلو دپاره کافی ده او آسانه ده (فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ) کښی اشاره ده چه داسی نصیحت قبلول کړئ چه په هغی سره د عذاب د تیرشوی منکرینونه بچ شئ - معلومه شوه چه سبب دبچ کیدلو دعذاب نه صرف تذکر دقرآن دی -
[۴۲،۴۱] په دی کښی پنځمه واقعه ذکر کوی د هلاکت دفرعونیانو په سبب د تکذیب سره - په اول آیت کښی په دوی باندی الزام حجت ذکرکوی په رالیږلو د منذرینو سره اوپه دوهم آیت کښی سبب دعذاب اوبیائی عذاب ذکرکړی دی (بِآيَاتِنَا كُلِّهَا) مراد ددی نه هغه نهه معجزات دی چه په سورة اعراف کښی ذکرشوی دی (عَزِيزٍ مُقْتَدِرٍ) په دی کښی اشاره ده چه فرعون دځان دپاره دعزت او اقتدار دعویٰ کوله لیکن هغه دعویٰ باطله وه ځکه چه مغلوب او تباه شو نو معلومه شوه چه عزت والا (غالب) قدرت والا صرف اللّه تعالٰی دی -
[۴۵،۴۴،۴۳] په دی آیاتونو کښی د روستنو منکرینو پنځه حالات ذکرکوی او حاصل دادی چه په مخکنو قومونو د عذابونو ذکر تاسو واوریدلو نو په دی موجودو باندی د عذاب راتلو سبب خو شته چه کفر ددوی دی لیکن د عذاب راتللو نه هیڅ مانع نیشته په اول آیت کښی نفی ددوه موانعو ذکرکړی ده یا به دوی د مخکنو نه غوره وی یا به په مخکنو کتابونو منزلو کښی ددوی دپاره برائت (امن دعذاب) ذکرکړی شوی وی لیکن دا دواړه خبری نیشته اوپه دوهم آیت کښی یومانع په طریقه د زجرسره ذکرکړی دی یعنی دوی وائی مونږ غټ جماعت یو او ددشمن نه بدله اخستلی شو آیا ددی وجی نه په دوی عذاب نشی راتللی نو ددی گمان رد په دریم آیت کښی دی په دوه طریقو سره اول هزیمت (شکست) ددوی دوهم شاگانی گرځول یعنی عاجز کیدل د مقابلی نه (سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ) په دی کښی تخویف دنیوی دی په طریقه د پیشنگوئی سره اودا پیشنگوئی په ورځ دبدر کښی رشتیا شوله لکه حدیث بخاری کښی راغلی دی چه نبی ﷺ په ورځ دبدر په قبّه (دڅرمنی خیمی) کښی وؤ او دعائی اوغوښتله چه یا اللّه غواړم ستا عهد او وعده ای اللّه که ته غواړی چه ستا بندگی دی اونه شی دنن ورځ روستو هیچ چیری "نو ابوبکررضی اللّه عنه دهغه لاس اونیوو او اوئیل ئی پوره ده تالره ای رسول د اللّه تعالٰی" اوپه دعا کښی ډیرزور اوکړو نو رسول اللّٰه ﷺ را اوتلو ټوپونه ئی وهل (خوشحالیدلو) په زغره کښی او دا آیت ئی اولوستلو سیهزم الجمع ویولون الدبر او ابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل دی چه ددی آیت د نزول نه تر واقعی دبدر پوری اووه کاله فاصله وه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>