قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۰۵ القمر

أَمْ يَقُولُونَ نَحْنُ جَمِيعٌ مُنْتَصِرٌ ﴿۴۴﴾ سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ ﴿۴۵﴾ بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَى وَأَمَرُّ ﴿۴۶﴾ إِنَّ الْمُجْرِمِينَ فِي ضَلَالٍ وَسُعُرٍ ﴿۴۷﴾ يَوْمَ يُسْحَبُونَ فِي النَّارِ عَلَى وُجُوهِهِمْ ذُوقُوا مَسَّ سَقَرَ ﴿۴۸﴾ إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ ﴿۴۹﴾ وَمَا أَمْرُنَا إِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ ﴿۵۰﴾

بلکه دوی وائي‌ مونږ غټه ډله یو بدله اخستونکی ﴿۴۴﴾
زردی شکست به ورکړی شی دی ډلی ته او دوی به اوگرځوی شاگانی ﴿۴۵﴾
بلکه قیامت وخت مقرر شوی دی ددوی او قیامت ډیرهیبت ناک او ډیر تریخ دی ﴿۴۶﴾
یقیناً‌ مجرمان په گمراهئ اوپه اور کښی دی ﴿۴۷﴾
په هغه ورځ چه را ښکلی کیږی به دوی په اور کښی په مخونو خپلو باندی اوڅکئ خوند دسقر (سوځیدلو) ﴿۴۸﴾
یقیناً مونږ هر څیز پیدا کړی دی مونږ هغه په تقدیر سره ﴿۴۹﴾
او نه دی حال دقیامت مگر یوه شپیلئ ده په شان درپ‌ د سترگی ﴿۵۰﴾

[۴۸،۴۷،۴۶] په دی آیاتونو کښی تخویف اخروی دی په اول آیت کښی خاص دبدر مشرکانو دپاره او روستو دوه آیاتونو کښی دټولو مجرمانو دپاره او دا تخویف هم په پنځه طریقو سره دی - او فرق د ادهیٰ او امرّ یو دادی چه دا اول اثر باطنی او روحانی دی او دوهم اثر ظاهری او بدنی دی دوهم دادی چه د امر اثرپه خوراک څښکاک دی او د ادهیٰ اثر په نورو حواسو باندی دی (ضَلَالٍ وَسُعُرٍ) ضلال په دنیا کښی دی او سُعُر جمه دسعیر په آخرت کښی دی یا سعرپه معنیٰ د جنون دی نو دواړه په دنیا کښی دی یا ضلال په معنیٰ اوړیدل د لاری دجنت نه په آخرت کښی نو دواړه په آخرت کښی دی -
[۴۹] ددی آیت نه تر (۵۳) پوری د اللّه تعالٰی دتصرف او دقدرت نه پنځه نمونی ذکرکیږی اودا ټول د سورت د دعویٰ سره تعلق لری چه هغه اثبات دقیامت دی او ددی آیت ربط د مخکښی سره دادی چه ساعت (قیامت) کښی ددی منکرینو شک دی نو زر ولی نه راځی حاصل دجواب دادی چه اللّه تعالٰی ددنیا د وجود اود فنا اود قیامت د راتللو دپاره تقدیر د اوقاتو کړی دی دهغی نه خلاف نه واقع کیږی (خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ) دا اشاره خلق ته ده چه مقید دی په تقدیرسره نو معلومه شوه چه خلق د تقدیرنه غیردی - دا آیت صریح نص دی په مسئله د تقدیر کښی ابن کثیروئیلی دی چه تقدیر علم د اللّه تعالٰی په ټولو څیزونوباندی مخکښی د وجود دهغی نه اولیکل دهغی دی مخکښی د پیداکولونه اوخطیب شربینی وئیلی دی چه قَدَرٍ، قضا او حکم مضبوط او تقسیم محدود اوپوره قوت او کلک تدبیر به وخت معلوم او مکان معین دی چه لیکلی شوی دی په لوح محفوظ کښی مخکښی د واقع کیدلو نه - ددی آیت په تفسیر کښی عام مفسرینو د سلفوصالحینو د اقوالو نه ثابت کړی ده چه دا آیت نازل شوی دی په رد د منکرینو د تقدیر کښی چه هغه معتزله وؤ اوپه دی زمانه کښی منکرین حدیث (پرویزیان) او دهریان خلق دی -
[۵۰] داهم ذکر دتصرف کلی د اللّه تعالٰی دی (وَمَا أَمْرُنَا) دا عام دی هریوکارته او قیام دقیامت ته هم شامل دی لکه سورة نحل (۷۷) کښی تیرشوی دی (إِلَّا وَاحِدَةٌ) یعنی امرد یو کار دکیدلو دپاره یوځل کوؤ بیا بیا تاکید ته حاجت نه وی نوهغه کار په اراده د اللّه تعالٰی پسی داسی زر موجود شی لکه د سترگی رپ‌ نو واحدة نه مراد مرّة واحدة دی یا مراد ددی نه کلمة واحدة ده چه هغه کلمه د کن ده په نورو آیاتونو کښی ذکر شوی ده - اوپه باره دقیام دقیامت کښی خوډیره مبالغه مقصد وه نو سورة نحل کښی اقرب هم ذکرکړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>