قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۰۹ الرَّحمٰن

وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّيْحَانُ ﴿۱۲﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۱۳﴾ خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ ﴿۱۴﴾ وَخَلَقَ الْجَانَّ مِنْ مَارِجٍ مِنْ نَارٍ ﴿۱۵﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۱۶﴾ رَبُّ الْمَشْرِقَيْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَيْنِ ﴿۱۷﴾

او دانی دی بوسو والا خوشبوی دی ﴿۱۲﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل انکار کوئ تاسو دواړه ﴿۱۳﴾
پیدا کړی دی انسان (آدم علیه السلام) د کړنگار کوؤنکی خټی نه چه په شان د ټکری ده ﴿۱۴﴾
او پیدا کړی دی جان د خالصی لمبی د اورنه ﴿۱۵﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل انکار کوئ تاسو ﴿۱۶﴾
رب د دوؤ مشرقونو رب د دوؤ مغربونو دی ﴿۱۷﴾

[۱۲] په دی کښی دری نعمتونه ذکرکړی دی (ذُو الْعَصْفِ) هغه پانړی دفصلونو چه اوچی شی او څاروی ئی خوری (وَالرَّيْحَانُ) رزق او کشمالو او هربوټی چه خوشبو کوی -
[۱۳] تکرار ددی جملی د وجی د اختلاف د نعمتونو دی اود تاکید د الزام د حجت دپاره دی - اومخاطب په دی سره هغه پیریان او انسانان دی چه کفراو شرک او ناشکری کوی په قرینه د تکذبان سره یعنی ای خلقو داسی نعمت اوښائی چه هغه اللّه تعالٰی نه وی پیدا کړی او ستاسو معبودانو پیدا کړی وی یا اللّه تعالٰی هغه نعمت په ملگرتیا ددی معبودانوسره پیدا کړی وی او دهغی وجی نه تاسو هغوی لره شریکان جوړوئ (تُكَذِّبَانِ) یو تکذیب دادی چه هغه نعمت نعمت نه گنړی لکه نزول دقرآن - دوهم داچه نعمت د اللّه تعالٰی دطرف نه نه گنړی - دریم داچه په هغه نعمت پیداکول کښی د اللّه تعالٰی سره شریک گنړی لکه نعمتونه ظاهریه دنیویه -
[۱۴] دا ذکر دخاص نعمت دی روستو دعام نه یعنی په (۳) کښی عام انسان مراد وؤ اوپه دی آیت کښی خاص آدم علیه السلام مراد دی او دلیل (نعمت) انفسی دی روستو د نعمتونو افاقیو نه -
[۱۵] په دی کښی بل خاص نعمت ذکرکوی الجان، ابوالجن دی ظاهرداده چه دی غیر دی د ابلیس نه هغه خو ابوالشیطان دی (مَارِجٍ) لمبه د اور چه دری رنگونه په کښی ښکاره کیږی سور، زیړ او شین اوددی سره لوگی گډ نه وی اودا په تیز اور کښی وی -
[۱۶] په آلَاءِ کښی اشاره ده چه دواړه آیاتونو کښی ډیر نعمتونه ذکر دی پیدائش د آدم علیه السلام او دنوع د انسان او د صلصال نه په خاص کیفیت سره پیدا کول او دا سلسه جاری ساتل - او پیدایش د جان او د نوع د جن او دمارج نه په خاص کیفیت سره پیدا کول - او دا نسل جاری ساتل - او د دواړو په ماده خلقت کښی فرق کول او دهغی په وجی سره ددوی په اخلاقو او طبیعتونو کښی فرق پیدا کول دا ټول بی شماره نعمتونه دی په انسانانو اوپه پیریانو دواړو باندی په دی انعاماتو کښی یوهم سبب د انکاراو د شرک نشی کیدلی -
[۱۸،۱۷] (الْمَشْرِقَيْنِ) د موسم د اوړی د ژمی جداجدا مشرق وی او دارنگ مغربونه ئی هم جدا وی یا مشرق او مغرب د شمس جدا دی او دقمر جدا دی یاد ایشیا د ملکونو مشرق او مغرب جدادی او د امریکی وغیره مشرق او مغرب جدا دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>