قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۱۰ الرَّحمٰن

فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۱۸﴾ مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ ﴿۱۹﴾ بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَا يَبْغِيَانِ ﴿۲۰﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۱﴾ يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ﴿۲۲﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۳﴾ وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَآتُ فِي الْبَحْرِ كَالْأَعْلَامِ ﴿۲۴﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۵﴾ كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ ﴿۲۶﴾

نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۱۸﴾
گډ ئی روان کړی دی دوه دریابونه چه یو ځای چلیږی ﴿۱۹﴾
په مینځ د دواړو کښی نا آشنا پرده ده چه په یو بل باندی زیاتی نه کوی ﴿۲۰﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۲۱﴾
را اوځی ددی دواړو نه ملغلری غټی او نرئ ﴿۲۲﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل انکار کوئ تاسو ﴿۲۳﴾
او خاص د اللّه تعالٰی په اختیار کښی دی روانی کشتئ چه اوچتی کړی شوی وی په دریاب کښی په شان د غرونو ﴿۲۴﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۲۵﴾
ټول هغه څوک چه په ځمکه باندی دی فنا کیدونکی دی ﴿۲۶﴾

[۲۰،۱۹]
[۲۱] آلَاءِ په مخکښی کښی پنځه نعمتونه ذکرشول -
[۲۳،۲۲] په دی کښی دوه انعامات ذکرکوی او دفائدو د بحرین ئی دا فائده جدا ذکرکړه ځکه چه د لؤلؤمرجان فائدی هم دعامو فوائدو نه جدا دی - د کانړو د خواصو علم لرونکی اکثر دا فائدی پیژنی او ددی نه دوایانی او کُشتی هم د علاج دبیمارو دپاره جوړیږی (مِنْهُمَا) داضمیر تثنیه په خپله معنیٰ باندی دی یعنی دا لؤلؤمرجان یقیناً‌ دواړو اوبو د اختلاط نه پيدا کیږی مثال ئی دنراو د مادی دی - ابن جریر وئیلی دی چه اوبه د باران د سمندر په کولاؤ صدفونو کښی را اُوریږی او صدفونه بند شی او په هغی کښی ملغلری جوړی شی یوه یا ډیری او ددی مشاهده هم بعضی خلقوکړی ده -
[۲۵،۲۴] د بحری نعمتونو نه بل لوی نعمت ذکرکوی (الْمُنْشَآتُ) یعنی غاړی ئی اوچتی دی په شان دغرونو او په دی کښی اشاره ده لویو لویو بجری جهازونو ته او دا اعجاز دقرآن دی ځکه چه داسی لوی لوی جهازونه خوپه روستو زمانو کښی پیدا شول او قرآن دهغی ذکر مخکښی کړی وؤ -
[۲۸،۲۷،۲۶] په دی کښی بله نوعه د نعمتونو ذکرکوی چه هغه پنځه دی - فناء‌ دکل، بقاء، وجَهَ درب، ، جلال، اکرام اوپه دوهم آیت کښی پنځه صفتونه د اللّه تعالٰی ذکرکړی دی (كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا) مراد د مَنْ نه پیریان او انسانان ټول دی ځکه چه په دی سورة کښی مخاطبه ددوی سره ده (وَجْهُ رَبِّكَ) د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه قرطبی نقل کړی دی چه د وجه نه مراد ذات او وجود د اللّه تعالٰی دی او شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمة اللّٰه نه نقل دی چه لفظ وجه مشترک دی کله په یو معنیٰ وی او کله په بله معنیٰ سره او ټولی حقیقی معانی دی نو دیته تاویل د متشابه نه وئیلی کیږی - (رَبِّكَ) سوال: په سورة کښی نور خطابات د تثنیی دی اودا خطاب ئی په مفرد سره ذکرکړو؟ جواب: دادی چه په دی کښی هریو کس ته خطاب دی دپاره ددی چه هریو شخص په خپله فنا او رب تعالٰی په بقا باندی عقیده اوساتی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>