قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۱۱ الرَّحمٰن
وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ ﴿۲۷﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۲۸﴾ يَسْأَلُهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ ﴿۲۹﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۰﴾ سَنَفْرُغُ لَكُمْ أَيُّهَ الثَّقَلَانِ ﴿۳۱﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۲﴾ يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَنْ تَنْفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ فَانْفُذُوا لَا تَنْفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَانٍ ﴿۳۳﴾
او باقی به وی ذات د رب ستا چه خاوند دلوی شان او عزت دی ﴿۲۷﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۲۸﴾
محتاج دی د اللّه تعالٰی ته هغه څوک چه په آسمانونو کښي او ځمکه کښی دی هروخت هغه په جدا جدا کارکښی دی ﴿۲۹﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۳۰﴾
زر دی چه اوزگار به شم تاسوته ای دوؤ درنو ﴿۳۱﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۳۲﴾
ای ډلی دپیریانو او انسانانو که چیری وس لرئ تاسو د وتلو دغاړو د آسمانونو او د ځمکی نه نو اوځئ نه شئ وتلی مگرپه زور سره ﴿۳۳﴾
[۳۰،۲۹] هرکله چه فنا دمخلوق او بقا د اللّه تعالٰی ذکرشوه نوپه دی آیت کښی د اللّه تعالٰی استغناء اواحتیاج د مخلوقاتو هغه ته ذکرکوی (كُلَّ يَوْمٍ) مراد د یوم نه هروخت دی (شَأْنٍ) مراد ددینه هغه کارونه او تصرفات د الوهیت دی چه اللّه تعالٰی ئی ښکاره کوی روستو دتقدیر نه دانه چه اوس ئی شروع کوی اودا مقصد دی دهغه قول چه (شُئُوْنٌ یُبْدِیْهَا لَا شُئُوْنٌ یُبْتَدِیْهَا) او هغه کارونه، شپه او ورځ بدلول رابدلول څوک ژوندی کول څوک مړه کول ، دچانه غم او مصیبت لری کول اوپه چاباندی راوستل دمصیبت او غم، دچا گناهونه معاف کول، چاله عزت ورکول، چاله ذلت ورکول، څوک فقیرکول څوک مالدارکول، د چا دعا قبلول، او دچارد کول، چاله ځوی ورکول، چاله لورورکول، دغه شان بی شماره کارونه چه دهغی نه هیڅ وخت خالی نه وی -
[۳۲،۳۱] د دنیوی نعمتونو نه روستو اخروی حالات ذکرکوی چه په هغی کښی هم نعمتونه دی او تخویفات (ویری ورکول) هم دی - په دی آیت کښی وعده او وعید دواړه دی کله چه (سَنَفْرُغُ) معنیٰ داسی اوشی چه ستاسو ثوابونه یا عذابونه به زه پوره درکړم، او یا وعید دی صرف کله چه معنیٰ داوی زر دی چه زه به ستاسو سره حساب اوکړم - امام بخاری ذکرکړی دی چه مراد ددی نه حساب کول دی - (الثَّقَلَانِ) مراد ددی نه جن او انس دی ددی نوم (ثقلان) ډیری وجی دی اول داچه ددوی دواړو شان د نورو حیواناتو نه اوچت دی ځکه چه مکلف دی په عبادت کولو سره - دوهمه وجه دا چه ددوی د بندنونو بوج په ځمکه باندی ډیردی په نسبت د نورو څیزونو سره - دریمه وجه داچه مراد ددی نه گناهگاران دی چه په بوجونو د گناه سره درانه دی -
[۳۴،۳۳] دا خطاب به په اخرت کښی وی - او مراد دادی چه د جزا نه په هیڅ طریقه نشی خلاصیدلی او آسمانونه او ځمکه د آخرت مراد دی یا دا خطاب اوس په دنیا کښی دی اشاره ده چه تاسو اوس هم عاجز ئی د اللّه تعالٰی د قضا او تقدیر نه په تول عالم کښی، د تختیدلو هیڅ طرف نه شئ موندلی او نه ددی نه بهر وتلی شئ نوبیا ولی د اللّه تعالٰی طاعت نه کوئ (إِلَّا بِسُلْطَانٍ) دا قوت او غلبه ممتنع او محال ده ځکه ددی نه روستو وَاَنّٰی لَکُم پټ دی -