قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۱۲ الرَّحمٰن
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۴﴾ يُرْسَلُ عَلَيْكُمَا شُوَاظٌ مِنْ نَارٍ وَنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرَانِ ﴿۳۵﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۶﴾ فَإِذَا انْشَقَّتِ السَّمَاءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ﴿۳۷﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۳۸﴾ فَيَوْمَئِذٍ لَا يُسْأَلُ عَنْ ذَنْبِهِ إِنْسٌ وَلَا جَانٌّ ﴿۳۹﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۰﴾ يُعْرَفُ الْمُجْرِمُونَ بِسِيمَاهُمْ فَيُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِي وَالْأَقْدَامِ ﴿۴۱﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۳۴﴾
را لیږلی کیدی شی به په تاسوباندی خالصی شغلی د اور نه او تور لوگی نو بدله به نشئ اخستلی تاسو ﴿۳۵﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۳۶﴾
نوکوم وخت چه اوشلیږی آسمانونه نو شی به سور گلاب په شان د څرمنی رنگ کړی شوی ﴿۳۷﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۳۸﴾
نو په دغه ورځ به تپوس نه شی کیدی د گناه دیو مجرم د بل انسان او نه د پیری نه ﴿۳۹﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۴۰﴾
پیژندلی به شی مجرمان په نښو د هغوی سره نو نیولی کیدی به شی د ټیکلو نه او د خپو نه ﴿۴۱﴾
[۳۶،۳۵] دا مستقل تخویف اخروی دی د مکذبینو دپاره خاص دی (شُوَاظٌ) شنی لمبی د اور چه لوگی وسره خلط نه وی او سرو لمبو ته هم وئیلی کیږی (وَنُحَاسٌ) هغه لوگی تور چه لمبی ورسره خلط نه وی او تانبه ویلی کړی شوی ته هم وئیلی کیږی -
[۳۸،۳۷] د اهم تخویف دی په ذکر دهیبت دقیامت سره اوپه دی کښی جواب د وهم دی هغه دا چه دا آسمانونه او ځمکی منع کوؤنکی دی انسان لره دنفوذ نه که دا لری کړی شی نوبیا نفوذ کولی شی حاصل دجواب دادی آسمانونه به اوچوی لیکن بیاهم دا انسانان نفوذ نشی کولی (وَرْدَةً) سور گلاب ته وئیلی کیږی او سور اس ته هم وئیلی کیږی (كَالدِّهَانِ) سری څرمنی ته وئیلی شی یا جمع ددهن ده تیلو ته وئیلی شی یعنی آسمانونه په سره شی په شان دگلاب او ویلی به شی او بهیږی په شان دتیلو -
[۴۰،۳۹] دا هم تخویف اخروی دی حرف د فا دلالت کوی چه د آسمان د حالت دبدلولو نه روستو به قیامت او ورځ دحساب شروع شی - ابن کثیر وئیلی دی چه مراد ددی نه د عذرونو دروازه بندول دی لکه په سورة مرسلات (۳۶) کښی دی یعنی د (لَا يُسْأَلُ) نه مراد د عذر کولو تپوس دی یا مراد دادی چه په اول وخت دحشر او دارنگ په اور کښی دننه ددوی گناهونو تپوس نه کیږی بلکه په موقف د حساب کښی تپوس کیدی شی - او د ابوالعالیه نه نقل دی چه دیو مجرم د گناهونو تپوس به دبل مجرم نه نشی کیدی او اکثرمفسرینو وئیلی دی چه د استعلام (یعنی د ځان دخبرولو) دپاره تپوس نیشته بلکه د زورنی دپاره تپوسونه وی -
[۴۲،۴۱] دا تخویف اخروی دی یعنی روستو دسوال (حساب) نه سزا شروع کیږی (بِسِيمَاهُمْ) یعنی هغه گناهونه به مصوّر شی د مجرمانوپه بدنونو باندی او دارنگ توروالی د مخونو او ړوند کونړ گونگی اوپه مخونو باندی روانیدل دا ټول ددوی نښی به وی (فَيُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِي) دا جمع د نَاصِیه ده هغه ویخته چه په تندی اویزان وی او داسی ویخته ساتل طریقه د مجرمانو ده د سنت د نبی ﷺ نه مخالف ده - یابه ناصیه او قدمونه وریوځای کړی اویو ملک به ئی اونیسی او جهنم ته به ئی اوغورځوی یا داچه یو ملک به ئی د ناصیه نه اونیسی اوبل ملک به ئی د قدمونونه اونیسی -