قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۱۳ الرَّحمٰن
فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۲﴾ هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي يُكَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُونَ ﴿۴۳﴾ يَطُوفُونَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ حَمِيمٍ آنٍ ﴿۴۴﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۵﴾ وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَانِ ﴿۴۶﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۷﴾ ذَوَاتَا أَفْنَانٍ ﴿۴۸﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۴۹﴾ فِيهِمَا عَيْنَانِ تَجْرِيَانِ ﴿۵۰﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۱﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۴۲﴾
دا جهنم دی هغه جهنم چه انکار کوؤ ددی نه مجرمانو ﴿۴۳﴾
ځي را ځي به دوی په مینځ ددی اوپه مینځ دخوټکیدلو اوبو سختو گرمو کښی ﴿۴۴﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۴۵﴾
او هغه چا دپاره چه ویریږی د پیش کیدلو د رب خپل نه قسما قسم باغونه دی ﴿۴۶﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۴۷﴾
ډیرو څانگو والا به وی ﴿۴۸﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۴۹﴾
په هغی کښی قسماقسم چینی دی چه بهیږی به ﴿۵۰﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۵۱﴾
[۴۵،۴۴،۴۳] هرکله چه ذکر شو نیول د مجرمانو سر او خپو نه نواوس ذکرکوی محل د گذارولو دهغه چه جهنم دی (بَيْنَهَا وَبَيْنَ حَمِيمٍ) یعنی جهنم چه طبقه د اور ده او ځای د حمیم طبقه د خوراک څښاک ده ددی دواړو په مینځ کښی به ډیر ځی راځی د اوبو به نه مړیږی نو بیا بیا به ځی او آرام به ورته نه ملاویږی -
[۴۷،۴۶] په دی کښی بشارت دی روستو د ذکردتخویف اخروی نه اودا ټول دجنت نعمتوته ذکرکوی - دوه قِسمه جنتونه ذکرکوی ځکه چه د رب العزت نه خوف کوونکی دوه قسمه مؤمنان دی یو السابقون او دوهم اصحاب الیمین او هرقسم جنت سره یوولس یوولس نعمتونه ئی ذکرکړی دی (وَلِمَنْ خَافَ) دا خوف حاصلیږی په اطاعت کولو سره فرائض ادا کول او دگناهونو نه اجتناب کول او ډیر استغفار او توبه کول - او لفظ دمَن عام دی جن او انس دواړو ته شامل دی اوپه دی سورة کښی دواړه مخاطب دی نو ابن کثیرذکرکوی چه دا دلیل دی چه پیریان مؤمنان به هم جنت ته داخلیږی په شان دا نسانانو (مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَانِ) په دی تنبیه کښی ډیر اقوال مفسرینو ذکرکړی دی لیکن غوره داده چه دا تثنیه دتکراراود کثرت دپاره ده یعنی ډیر جنتونه دی دیوقسم نه او هریو جنت نه او ددوی وجی نه روستو فیهن ضمیرجمع ذکردی اوهریو جنت په بی شماره نعمتونو باندی مشتمل دی چه په هغی باندی لفظ آلَاءِ دلالت کوی -
[۴۹،۴۸] ددی آیت نه صفتونه ددی جنتونو ذکرکوی - دا اول صفت دی -
[۵۱،۵۰] په دی کښی دوهم صفت ذکرکوی د حسن بصری په روایت سره یو چینه د تسنیم او بله د سلسبیل ده یا دلته هم تثنیه دپاره د تکثیرده -