قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۱۴ الرَّحمٰن

فِيهِمَا مِنْ كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجَانِ ﴿۵۲﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۳﴾ مُتَّكِئِينَ عَلَى فُرُشٍ بَطَائِنُهَا مِنْ إِسْتَبْرَقٍ وَجَنَى الْجَنَّتَيْنِ دَانٍ ﴿۵۴﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۵﴾ فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ ﴿۵۶﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۷﴾ كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ ﴿۵۸﴾ فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ ﴿۵۹﴾ هَلْ جَزَاءُ الْإِحْسَانِ إِلَّا الْإِحْسَانُ ﴿۶۰﴾

په دوی کښی به د هری میوی نه ډیر قسمونه وی ﴿۵۲﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۵۳﴾
آرام به کوی دوی په بسترو باندی چه استرونه دهغی به د غټو ریښمونو نه وی او میوی را ټولول ددی باغونو نزدی دی ﴿۵۴﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۵۵﴾
په دی باغونو کښی به (زنانه) خکته کوؤنکی وی سترگی خپلی نه به وی رسیدلی دوی ته هیڅ انسان مخکښی ددوی نه او نه هیڅ پیری ﴿۵۶﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۵۷﴾
گویا که دوی دی یاقوت (په رنگ کښی) او مرجان (په صفائی کښی) ﴿۵۸﴾
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل نه انکار کوئ تاسو ﴿۵۹﴾
نه ده بدله د توحید (اخلاص) مگر جنت دی ﴿۶۰﴾

[۵۳،۵۲] په دی کښی دریم صفت ذکرکوی (زَوْجَانِ) صحیح داده چه تثنیه کښی معنیٰ د کثرت ده او مراد ددی نه بی شماره قسمونه دی یعنی په یو قسم میوه (لکه انگور) کښی بی شماره قسمونه وی -
[۵۵،۵۴] په دی کښی څلورم نعمت (مُتَّكِئِينَ) او پنځم (عَلَى فُرُشٍ) او شپږم (بَطَائِنُهَا) او اووم (وَجَنَى الْجَنَّتَيْنِ) ذکر کړی دی - هرکله چه یو خوړونکی له خوراک د میوؤ پوره مزه هغه وخت ورکوی چه تکیه ئی په ښائسته فراشونو باندی وهلی وی ددی وجی نه په طریقه د حال سره ئی متکئین ذکرکړو (بَطَائِنُهَا) اشاره ده یا دا چه بطائن (استرونه) چه عادةً دنیا کښی معمولی کپړی نه جوړیږی لیکن په جنت کښی به هغه د اعلٰی کپړی نه وی چه استبرق دی نو دظهائرو علم د اللّه تعالٰی سره دی هغه د انسان په علم کښی اوس نشی راتلی -
[۵۷،۵۶] په دی کښی اتم او نهم نعمت ذکرکوی (قَاصِرَاتُ) یعنی بغیردخپلو خاوندانو نه به بل چاته نظرنه گرځوی د ډیری حیا د وجی نه او دا ښائسته صفت دزنانو دی (لَمْ يَطْمِثْهُنَّ) طمث په اصل کښی هغه دم (وینی) ته وئیلی شی چه په وخت د جماع د بِکری (پیغلی) سره ښکاره کیږی نومراد دادی چه دوی به بکری وی ددی خاوندانو نه وړاندی هیڅ پیری او انسان ددوی سره جماع نه ده کړی او اشاره ده چه هروخت د جماع کولو کښی به دوی بکری وی - اوابن کثیر وئیلی دی چه پیریان به هم جنت ته داخلیږی او د هغوی دپاره د جنس دهغوی نه بیبیانی دی ځکه که ددوی جنت ته داخلیدل نه وی نو ددوی د جماع کولو بیا هیڅ فائده نیشته -
[۵۹،۵۸] په دی تشبیه کښی دوه نعمتونو ته اشاره ده (لسم او یوولسم) یاقوت قیمتی جوهردی ډیر صفا او سور رنگ والا او وئیلی شوی دی چه هغه په اور سره نه سوزیږی - او مرجان نرئ ملغلری چه ډیری سپینی او صفا وی نوپه دی کښی مراد ډیر ښائست او صفائی دهغوی ده د یاقوت سره تشبیه په صفائی کښی او د مرجان سره په سپین والی کښی ده یاد یاقوت سره په سوروالی او دمرجان سره مشابهت په صفاوالی کښی دی -
[۶۱،۶۰] په دی کښی ذکر دعلت د ماقبل نعمتونو دی په اول لفظ چه احسان دی د انس او جن دطرف نه او دارنگ په دی کښی په دوهم لفظ احسان کښی نورو بی شماره نعمتونو او احساناتو د اللّه تعالٰی ته اشاره ده - فراء په تفسیر معالم التنزیل کښی په سند مرفوع حدیث راوړی دی چه رسول اللّٰه ﷺ دا آیت اولوستلو بیائی تپوس اوکړو چه تاسو پوهیږئ چه ستاسو رب څه فرمائیلی دی دوی اوئیل اللّه تعالٰی او رسول ښه پوهه دی نو هغه اوفرمائیل چه اللّه تعالٰی فرمائیلی دی چه نیشته جزاء دهغه چا چه ما انعام کړی دی په هغه باندی په توحید سره مگر جنت دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>