قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۲۰ الواقعة
لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا تَأْثِيمًا ﴿۲۵﴾ إِلَّا قِيلًا سَلَامًا سَلَامًا ﴿۲۶﴾ وَأَصْحَابُ الْيَمِينِ مَا أَصْحَابُ الْيَمِينِ ﴿۲۷﴾ فِي سِدْرٍ مَخْضُودٍ ﴿۲۸﴾ وَطَلْحٍ مَنْضُودٍ ﴿۲۹﴾ وَظِلٍّ مَمْدُودٍ ﴿۳۰﴾ وَمَاءٍ مَسْكُوبٍ ﴿۳۱﴾ وَفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ ﴿۳۲﴾ لَا مَقْطُوعَةٍ وَلَا مَمْنُوعَةٍ ﴿۳۳﴾ وَفُرُشٍ مَرْفُوعَةٍ ﴿۳۴﴾ إِنَّا أَنْشَأْنَاهُنَّ إِنْشَاءً ﴿۳۵﴾
نه به اوری دوی په هغی کښی بی فائدی خبری او نه دگناه خبری ﴿۲۵﴾
مگر وینا به وی سلام سلام ﴿۲۶﴾
او ښی لاس والا خلق څه لوی شان دی د ښی لاس والو ﴿۲۷﴾
(وی به دوی) په بیرو بی ازغو کښی ﴿۲۸﴾
او په کیلو کښی چه لاندی باندی جوختی به وی ﴿۲۹﴾
او په سورو اوږدو کښی ﴿۳۰﴾
او په اوبو روانی کړی شوی په مخ د ځمکه باندی ﴿۳۱﴾
او په میوؤ ډیرو کښی ﴿۳۲﴾
چه نه به ختمیږی اونه به ترینه منع کیدی شی ﴿۳۳﴾
اوپه بسترو اوچتو درجو والا کښی به وی ﴿۳۴﴾
یقیناً پيدا به کړو مونږ زنانو لره په نوی پیدائش سره ﴿۳۵﴾
[۲۶،۲۵] (لَغْوًا) لغو هغه کلام دی چه په هغی کښی فائده نه وی برابره خبره ده که گناه په کښی وی اوکه نه وی او (تَأْثِيمًا) هغه کلام دی چه په هغی سره انسان گنهگار گرځی لکه دروغ، بهتان، غیبت وغیره - او دارنگ تاثیم یو بل ته د گناه (فسق و فجور وغیره) نسبت کول (سَلَامًا سَلَامًا) تکرار نه مراد تکثیر او ډیروالی دی - سَلَامًا مراد ددینه هغه خبری دی چه سالم وی د عیب او نقصان او دگناه نه - یا مرا ددینه هغه خبری دی چه سالم وی د عیب او دنقصان او د گناه نه - یا مرا ددی نه سلام کول دی د طرف د اللّه تعالٰی او ملائکو او دیو بل نه -
[۲۷] دا ذکر د دوهم قسم مؤمنانو دی یعنی عام مؤمنان او ددوی اته بشارتونه ذکر کوی -
[۳۱،۳۰،۲۹،۲۸] (مَخْضُودٍ) چه ازغی په کښی نه وی یا چه ډیر بار والا وی (طَلْحٍ) جمع د طلحة ده اونی د کیلی ته وئیلی کیږی (مَنْضُودٍ) یعنی میوی به په هغه اونه پوری داسی لاندی باندی انختی وی چه تنه به ئی ټوله پټه وی (مَمْدُودٍ) په حدیث صحیح کښی (ابن کثیرورته متواتر وئیلی دی) سره ثابت ده چه سور شخص په هغه سوری کښی سل کاله مزل اوکړی نو هم ئی آخر ته نشی رسیدلی (مَسْكُوبٍ) چه ددوی په کورونو او باغونو کښی به هروخت جاری وی او دځمکی په سرباندی به بهیږی نو نه به اوچیږی اونه بوقی او رسئ ته ضرورت وی -
[۳۳،۳۲] (لَا مَقْطُوعَةٍ) یعنی په اوړی یا ژمی وغیره سره به نه ختمیږی بلکه همیشه به وی - (وَلَا مَمْنُوعَةٍ) یعنی د هغی نه به هیڅ قسم منع کوؤنکی نه وی بلکه ازغی به هم نه وی او لری به هم نه وی چه کوم وخت غواړی نو راخستلی شی -
[۳۴] مراد ددی نه فراشونه (قالینونه) دی (مَرْفُوعَةٍ) اوچت به وی مکان دهغی اگرچه په وخت د کیناستلو کښی به کوزیگی یا قدر او شان ئی اوچت دی -
[۳۷،۳۶،۳۵] (إِنْشَاءً) نوی پیدائش نه مراد چه دنیوی صفات او اخلاق (چه بد گنړلی کیږی) هغه به ترینه زائله کړی شی (فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا) دا په زنانه کښی ډیر افضل صفت دی ددی وجی نه مستقل ئی ذکرکړو - یعنی اگرچه په دنیا کښی بوډئ شوی او زړه شوی وی لیکن په جنت کښی به هغه نوی جینئ وی - اوپه حدیث ترمذی کښی هم راغلی دی چه نبی ﷺ په طریقه د مزاح سره اوفرمائیل چه بوډی گانی به جنت ته نه داخلیږی نو یو بوډئ چه واؤریدل په ژړا شوه نو نبی ﷺ اوفرمائیل آیا دی دا آیت نه دی اوریدلی (مزاح کول خوش طبعی کول سره د رشتیا وئیلو نه دا د نبی ﷺ په ښائسته اخلاقو کښی داخل دی) (عُرُبًا) داد اَعْرَبَ نه اخستلی شوی دی په معنیٰ د ښکاره کولو سره ددی وجی نه مفسرینو دا ټولی معانی ذکرکړی دی (أَتْرَابًا) په زنانو کښی اتراب او په نارینو کښی اقران استعمالیږی - نودا زنانه به ټولی یوبل سره هم عمر وی او دارنگ د خاوند سره به هم همزولی وی اوپه حدیث کښی وارد دی چه د دری دیرش کالو په عمرباندی به وی اودا صفتونه به په دوی کښی همیشه وی -