قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۲۱ الواقعة
فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا ﴿۳۶﴾ عُرُبًا أَتْرَابًا ﴿۳۷﴾ لِأَصْحَابِ الْيَمِينِ ﴿۳۸﴾ ثُلَّةٌ مِنَ الْأَوَّلِينَ ﴿۳۹﴾ وَثُلَّةٌ مِنَ الْآخِرِينَ ﴿۴۰﴾ وَأَصْحَابُ الشِّمَالِ مَا أَصْحَابُ الشِّمَالِ ﴿۴۱﴾ فِي سَمُومٍ وَحَمِيمٍ ﴿۴۲﴾ وَظِلٍّ مِنْ يَحْمُومٍ ﴿۴۳﴾ لَا بَارِدٍ وَلَا كَرِيمٍ ﴿۴۴﴾ إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُتْرَفِينَ ﴿۴۵﴾ وَكَانُوا يُصِرُّونَ عَلَى الْحِنْثِ الْعَظِيمِ ﴿۴۶﴾
نو جوړی به کړو دوی نه جینکئ ﴿۳۶﴾
محبت ښکاره کوؤنکی همزولی ﴿۳۷﴾
ښی لاس والو لره ﴿۳۸﴾
دوی ډلی دی د مخکنو امتونو نه ﴿۳۹﴾
او ډلی دی د روستنو نه ﴿۴۰﴾
او کینړ والا لاس څومره بد دی حال د کینړ لاس والو ﴿۴۱﴾
په گرمو هواگانو کښی او خوټکیدلو اوبو کښی به وی ﴿۴۲﴾
اوپه سوری کښی د لوگی نه ﴿۴۳﴾
نه به یخ وی او نه به فائده مند وی ﴿۴۴﴾
یقیناً دوی وؤ مخکښی ددی نه ډیر مست په مالونو ددنیا کښی ﴿۴۵﴾
او وؤ دوی چه همیش والی ئی کوؤ په گناه لوی باندی ﴿۴۶﴾
[۴۰،۳۹،۳۸] (لِأَصْحَابِ الْيَمِينِ) حدیث سره ثابت دی چه نارینه د جنت به هم د دری دیرش کالو په عمرکښی وی (الْأَوَّلِينَ) مخکښی امتونه یا ددی امت نه زمانه د صحابو مراد ده او الاخرین نه دا امت ټول مراد دی یا ددی امت روستو خلق مراد دی -
[۴۱] ددی نه تخویف اخروی شروع دی په ذکر د شپږ حالات د هغوی سرهٔ ددری علتونو نه -
[۴۴،۴۳،۴۲] (سَمُومٍ) هغه هواده چه ډیره گرمه وی اوپه مساماتو دبدن کښی ور ننوځی (ظِلٍّ) سوری ئی ورته استهزاءً وئیلی دی یعنی تور لوگی په شان د سوری به ښکاره کیږی (يَحْمُومٍ) ډیر تور لوگی اشاره ده چه جهنم هم تور او لوگی ئی هم تور او جهنمیانو مخونه به هم تور وی ځکه چه په دنیا کښی ددوی عقیدی او اعمال ظلمات او تور وؤ (وَلَا كَرِيمٍ) بی فائدی ته وئیلی کیږی او دا رنگ خوږ او ښائسته منظروالا به نه وی یعنی د اصلی سوری صفتونه به په کښی نه وی -
[۴۵] دا اول سبب دعذاب ددوی دی (مُتْرَفِينَ) اتراف ددنیا په نعمتونو او مزو او شهواتو سره ډیر مشغولتیا ته وئیلی کیږی تردی پوری چه ددین نه بالکل ناخبره شی او دتوحید او سنت نه تکبرکوی - او قرطبی اتراف په حرام مال پوری خاص کړی دی اوپه دی کښی سرمایه دارانه نظام ته اشاره ده چه هغه جړ دټولو کفریاتو دی -
[۴۶] دا دوهم سبب ذکرکوی او دا مرض دعامو مشرکانو دی که مالدار وی او که فقیروی (يُصِرُّونَ) اصرار نه مراد همیش والی په گناه کولو باندی دی چه توبه دهغی نه نه اوباسی او دثواب کار ئی گنړی (عَلَى الْحِنْثِ) دا لفظ د ذنب نه زیاته معنیٰ لری ځکه چه په دی کښی معنیٰ د ماتولو د لوظ ده نو گناه کبیره پوری خاص دی صغیره باندی اطلاق نه کیږی (الْعَظِيمِ) هرکله چه گناه کبیره کښی مرتبی دی نو دا لفظ ئی ددی وجی نه ذکر کړو چه دلالت اوکړی چه اکبرالکبائر مراد دی چه هغه شرک دی -