قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۲۲ الواقعة
وَكَانُوا يَقُولُونَ أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ ﴿۴۷﴾ أَوَآبَاؤُنَا الْأَوَّلُونَ ﴿۴۸﴾ قُلْ إِنَّ الْأَوَّلِينَ وَالْآخِرِينَ ﴿۴۹﴾ لَمَجْمُوعُونَ إِلَى مِيقَاتِ يَوْمٍ مَعْلُومٍ ﴿۵۰﴾ ثُمَّ إِنَّكُمْ أَيُّهَا الضَّالُّونَ الْمُكَذِّبُونَ ﴿۵۱﴾ لَآكِلُونَ مِنْ شَجَرٍ مِنْ زَقُّومٍ ﴿۵۲﴾ فَمَالِئُونَ مِنْهَا الْبُطُونَ ﴿۵۳﴾ فَشَارِبُونَ عَلَيْهِ مِنَ الْحَمِيمِ ﴿۵۴﴾ فَشَارِبُونَ شُرْبَ الْهِيمِ ﴿۵۵﴾
او دوی به وئیل آیا کوم وخت چه مونږ مړه شو او شو خاوری او هډوکی آیا مونږ به دوباره ژوندی کیدلی شو ﴿۴۷﴾
او آیا پلاران ځمونږ زاړه ﴿۴۸﴾
ته اوایه یقیناً مخکښی خلق او روستو خلق ﴿۴۹﴾
ضرور را غونډ به کړی شی مقرر وخت د ورځی ته معلوم دی (صفتونه) د هغی ﴿۵۰﴾
بیابه یقیناً تاسو ای گمراهانو انکار کوؤنکو ﴿۵۱﴾
ضرور به خورئ د ونی د زقوم نه ﴿۵۲﴾
نو ډکه وئ به د هغی نه خیټی خپلی ﴿۵۳﴾
نو څښئ به د هغی د پاسه د خوټکیدلو اوبو نه ﴿۵۴﴾
نو څښئ به په شان د څښلو د جل وهلو اوښانو ﴿۵۵﴾
[۴۸،۴۷] دا ذکر د دریم سبب دی انکار کول د بعث بعدالموت نه او دا لویو جاهلانو عقیده ده ځکه چه د اللّه تعالٰی دقدرت او علم نه انکار کوی -
[۵۰،۴۹] (مَعْلُومٍ) نه مراد په علم د اللّه تعالٰی کښی هغه ورځ معَیّنه ده یا مراد دا چه صفتونه د هغی په قرآن کښی بیان شوی دی -
[۵۳،۵۲،۵۱] روستو د اسباب ذکر کولو نه دری عذابونه ذکر کوی ددی نه مخکښی ئی دری عذابونه ذکر کړی وؤ په هغی کښی اشاره وه چه هواگانی او اوبه دهغی هم څه فائده نه ورکوی اوپه دی کښی اشاره ده چه خوراک څښاک دهغی هم څه فائده نه ورکوی (الضَّالُّونَ) په دی کښی اشاره ده مرض دشرک ته چه په الحنث العظیم کښی ذکرشو او الْمُكَذِّبُونَ کښی اشاره ده انکار دبعث بعدالموت ته چه مخکښی ذکرشو (فَمَالِئُونَ) په دی کښی اشاره ده چه د مړیدلو فائده به نه ورکوی او نقصان به په کښی ډیروی په سبب د ډکیدلو دخیټوسره -
[۵۵،۵۴] روستو دخوراک نه د څښلو حال ذکر کوی (الْهِيمِ) د هیام نه ماخوذ دی یومرض دی د اوښانو اوبه څښی اونه مړیږی هغی ته جل وهلی وائي اوهیم جمع د همیان ده جل وهلی اوښ ته وئیلی کیږی یا جمع دهیام ده هغه ډیرئ دشگو چه اوبو سره نه سیراب کیږی اونه مړیږی -