قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۲۳ الواقعة
هَذَا نُزُلُهُمْ يَوْمَ الدِّينِ ﴿۵۶﴾ نَحْنُ خَلَقْنَاكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُونَ ﴿۵۷﴾ أَفَرَأَيْتُمْ مَا تُمْنُونَ ﴿۵۸﴾ أَأَنْتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخَالِقُونَ ﴿۵۹﴾ نَحْنُ قَدَّرْنَا بَيْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ ﴿۶۰﴾ عَلَى أَنْ نُبَدِّلَ أَمْثَالَكُمْ وَنُنْشِئَكُمْ فِي مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۶۱﴾ وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْأَةَ الْأُولَى فَلَوْلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۶۲﴾ أَفَرَأَيْتُمْ مَا تَحْرُثُونَ ﴿۶۳﴾
دا میلمستیا ددوی ده په ورځ دجزا ﴿۵۶﴾
مونږ تاسو پیدا کړی ئی نو ولی تصدیق نه کوئ ﴿۵۷﴾
آیا سوچ کړی دی تاسو په هغه نطفه باندی چه اړوئ په رحم کښی ﴿۵۸﴾
آیا تاسو شکل جوړوئ دهغی نه اوکه مونږ شکل جوړوؤنکی یو ﴿۵۹﴾
مونږ مقرر کړی دی ستاسو په مینځ کښی مرگ اونه یو مونږ عاجز کړی شوی ﴿۶۰﴾
په دی خبره باندی چه بدل کړو مونږ شکلونه ستاسو او پیدا کړو تاسولره په هغه شکلونو کښی چه تاسو به ئی نه پیژنئ ﴿۶۱﴾
او یقیناً پوهه ئی تاسو په پیدائش مخکنی باندی نو ولی نصیحت نه قبلوئ تاسو ﴿۶۲﴾
آیا تاسو سوچ کړی دی تاسو په هغه تخم چه کرئ ئی تاسو ﴿۶۳﴾
[۵۶] (نُزُلُهُمْ) هغه څوراک څښاک چه میلمه ته اول پیش کیږی نو چه نُزُل ئی دومره قبیح دی نو روستو خوراک څښاک حال خوبه ددی نه هم ناکاره وی -
[۵۷] ددی آیت نه دوهم باب دی تر آخره پوری په دی کښی څلور عقلی دلیلونه دتربیت سره متعلق ذکرکوی او دهرنعمت سره زوال ته هم اشاره کوی - د پیدائش سره مرگ، دفصلونو سره حُطام کیدل، د اوبوسره اجاج کیدل او داور سره ئی د آخرت اورته اشاره کول ذکرکړی دی اوپه دی دلیلونو باندی دعویٰ د توحید متفرع ده بیا عظمت د قران ئی په شپږ حالاتو سره ذکرکړی دی چه په هغی کښی زجرهم دی بیا تخویف دی په ذکرد حال د نزع سره او عجز د مخلوق د واپس کولو د روح نه بیا ذکر ددری اقسامو دخلقو دی په باره د مړو کښی اوتفریع دعوی دتوحید ده په آخر کښی (تُصَدِّقُونَ) عام دی تصدیق د توحید اود بعث بعدالموت او درسالت اوقرآن ټولو ته شامل دی -
[۵۹،۵۸] دا تفصیل دخلق دی (أَأَنْتُمْ تَخْلُقُونَهُ) دا خطاب دی ټول مخلوق ته که انبیاء او اولیاء وی اوکه عام وی ټول ددی خلق نه عاجزدی، تَخْلُقُونَهُ، نه مراد هغه مختلف حالات جوړول او بدلول دی -
[۶۱،۶۰] روستو د نعمت دخلق نه زوال ذکرکوی په ذکر دمرگ سره دپاره ددی چه په دی نعمت سره تکبراونه کړی (قَدَّرْنَا) دلیل د تقدیردی (بَيْنَكُمُ) یعنی گرځی دا مرگ ستاسو په مینځ کښی - (وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ) مسبوق هغه چاته وئیلی کیږی چه بل څوک ترینه مخکښی کیدی شی یعنی مغلوب او عاجزوی (أَمْثَالَكُمْ) مراد ددی نه صورتونه او شکلونه دی یعنی د انسانیت نه خلاف نورشکلونه به تاسوله درکړی یا د أَمْثَالَكُمْ، نه مراد اولاد دی یعنی تاسومړه کړی اوستاسو اولاد ستاسوپه بدله کښی راولی لکه چه دا نظام الٰهی جاری دی (وَنُنْشِئَكُمْ فِي مَا لَا تَعْلَمُونَ) په اوله معنیٰ سره مراد ددی نه نورشکلونه (چه مسخ کړی شی) پیدا کول دی - اوپه دی معنیٰ سره په قیامت کښی شکلونه بدلول دی یعنی دچا مخونه سپین ښائسته اودچا تک تور بدشکلونه جوړول یامراد دادی چه روستو دمرگ نه بعضی انسانانولره درندگان اوخوری نودهغوی په بدن کښی مخلوط اوبدل شی اوبعضی انسانان خاوری شی اودهغه خاورونه بوټی اونی پیداشی اوبعضی انسانان په معدنیاتو کښی خلط شی نودهغوی نه هغه معدنیات جوړ شی نودا امثال او شکال مختلفه دی چه انسانانوته دهغی علم نیشته -
[۶۲] د خلق اود مرگ دذکر نه روستو دوباره ژوند اثبات په دلیل سره کوی چه هغه قیاس کول دی په اول ژوندی کولو باندی (فَلَوْلَا تَذَكَّرُونَ) مراد ددینه دوباره ژوند یادول دی په طریقه دقیاس کولو سره په اول ژوند باندی -
[۶۴،۶۳] دا دوهم دلیل دی چه پیدائش پسی دتربیت کولو ذکردی (تَحْرُثُونَ) حرث وئیلی کیږی ځمکه شلول او دهغی اړول او تخم په کښی اچول داخو انسانان کوی (أَأَنْتُمْ تَزْرَعُونَهُ) زرع نه مراد تیغونه او فصل را ویستل دی دتخم نه اودا په قدرت دهیڅ مخلوق کښی نیشته دی اوپه دی سره دتوحید اثبات دی چه تاسو ټول (انبیاء اولیاء) ددی نه عاجز ئی نو معلومه شوه چه مخلوق د حالق سره شریک نشی کیدی او دارنگ په دی سره دقیامت اثبات دی چه اللّه تعالٰی دتخم نه شین بوټی را اوباسی نوتاسو هم دځمکی نه دوباره را ژوندی کړی -