قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۲۴ الواقعة

أَأَنْتُمْ تَزْرَعُونَهُ أَمْ نَحْنُ الزَّارِعُونَ ﴿۶۴﴾ لَوْ نَشَاءُ لَجَعَلْنَاهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُونَ ﴿۶۵﴾ إِنَّا لَمُغْرَمُونَ ﴿۶۶﴾ بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ ﴿۶۷﴾ أَفَرَأَيْتُمُ الْمَاءَ الَّذِي تَشْرَبُونَ ﴿۶۸﴾ أَأَنْتُمْ أَنْزَلْتُمُوهُ مِنَ الْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُونَ ﴿۶۹﴾ لَوْ نَشَاءُ جَعَلْنَاهُ أُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُونَ ﴿۷۰﴾

آیا تاسو زرغونه وئ هغه اوکه مونږ زرغوؤنکی یو ﴿۶۴﴾
که چیری اوغواړو مونږ ضرور اوگرځوؤ به دا گیاه ذری ذری نو بیا به غمونه ښکاره کوئ ﴿۶۵﴾
چه یقیناً مونږ تاوانیان شو ﴿۶۶﴾
بلکه مونږ بدنصیبه یو ﴿۶۷﴾
آیا تاسو سوچ کړی دی په هغه اوبو باندی چه تاسو ئی څښئ ﴿۶۸﴾
آیا تاسو راکوزی کړی دی دا د سپینو وریځو نه اوکه مونږ را کوځوؤنکی یو ﴿۶۹﴾
که چیری اوغواړو مونږ اوبه گرځوؤ دا ترخی نوولی شکرنه کوئ تاسو ﴿۷۰﴾

[۶۷،۶۶،۶۵] د نعمت د ذکرکولو نه روستو د هغی زوال ذکرکوی ددی دپاره چه انسان په فصلونو او باغونو باندی تکبراونه کړی (فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُونَ) تفکه د اضدادو نه دی خوشحالی کول او غم کول دواړو ته وئیلی کیږی - دلته دوهمه معنیٰ مراد ده او پښیمانتیا کول او تعجب کول اوبی فائدی خبروکولوته هم تفکه وئیلی کیږی (إِنَّا لَمُغْرَمُونَ، مَحْرُومُونَ) یعنی ځمونږ هغه ذات روزی منع کړه چه دهغه سره مقابله نشی کیدی اودیته بد نصیبی وئیلی کیږی -
[۶۹،۶۸] دا دریم دلیل دی دپاره داثبات د توحید اود اثبات د بعث بعدالموت - اودوهمه ماده د ترتیب ذکرکوی چه اوبه دباران دی - ځکه چه اکثرخلق اسمانی اوبه څښی (الْمُزْنِ) مطلق وریځی ته یا خاص سپینی وریځی ته وئیلی کیږی ځکه چه باران اکثردسپینو وریځو نه وریږی - دا آیت دلیل دی چه تمام مخلوق (انبیاء اولیاء وغیره) دباران ورولو قدرت نه لری نو افسوس دی دهغه جاهلانوپه حال باندی چه هرکله سوکړه شی نودوی بعضی قبرونو ته ځی اوپه جاهلانه طریقوسره دقبرونو والا نه باران غواړی یاد هغه برکت سره ئی غواړی دا ټول شرک او دشرک طریقی دی -
[۷۰] په دی کښی تخویف د زوال دنعمت ذکرکوی ددی دپاره چه انسان غرور او تکبراونه کړی (فَلَوْلَا تَشْكُرُونَ) دشکرمقصد داچه دا نعمت (اوبه) په بندگئ د اللّه تعالٰی کښی صرف کړی شی او صرف د اللّه تعالٰی د طرف نه دا احسان اوگنړلی شی -
فائده: د اول نعمت چه نَّشْأَةَ الْأُولَى، دی نه روستو فَلَوْلَا تَذَكَّرُونَ، ذکرکړی دی اود اوبو دنعمت نه روستو فلولاتشکرون، ذکردی؟ وجه داده چه هلته کښی مقصد ددوباره ژوند قیاس کول دی په اول ژوندباندی اوقیاس او عبرت ته تذکروئیلی کیږی - او دلته خو نعمت د خوراک او څښاک ذکردی اودا ښکاره نعمتونه دی او تذکردنعمت شکرکول دی او ددی وجی نه په سنت کښی د خوراک او څښاک دواړنه نه روستو الحمداللّه وئیل دپاره د شکرکولوثابت او ضروری دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>