قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۲۵ الواقعة
أَفَرَأَيْتُمُ النَّارَ الَّتِي تُورُونَ ﴿۷۱﴾ أَأَنْتُمْ أَنْشَأْتُمْ شَجَرَتَهَا أَمْ نَحْنُ الْمُنْشِئُونَ ﴿۷۲﴾ نَحْنُ جَعَلْنَاهَا تَذْكِرَةً وَمَتَاعًا لِلْمُقْوِينَ ﴿۷۳﴾ فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ ﴿۷۴﴾ فَلَا أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُومِ ﴿۷۵﴾
آیا تاسو سوچ کړی دی په هغه اورباندی چه بلوئ ئی تاسو ﴿۷۱﴾
آیا تاسو پیدا کړی ده اونه داور اوکه مونږ پیدا کوؤنکی یو ﴿۷۲﴾
مونږ گرځولی ده دا یاداشت (داور دجهنم) او فائدی دپاره د صحراوالو ﴿۷۳﴾
نو پاکی وایه د نوم د رب ستا چه لوی شان والا دی ﴿۷۴﴾
داسی نه ده زه قسم کوؤم په ځایونو دستورو باندی ﴿۷۵﴾
[۷۱] دا څلورم دلیل دی د اثبات دتوحید او دتذکیردقیامت دپاره اود تربیت دموادو نه دریمه ماده ده - (تُورُونَ) دبعضی اونو دپانړو او څانگونه په مخلوسره اور راوځی لکه د بعضی گټو په رگړولو سره اور پیدا کیږی او دارنگ تیلی راښکل په ډبی پوری ددی نه هم اور پیداکیږی - دی ټولو ته دا لفظ عام شامل دی -
[۷۲] په دی کښی عجز دټول مخلوق ذکرکوی چه هغوی داور مواد نشی پیدا کولی نوولی د اللّه تعالٰی سره ئی شریک جوړوئ (شَجَرَتَهَا) د مرخ او عفار اونی چه عربو به دهغی د پانړواو څانگو مخلونه اور را ویستلو یا هره شنه اونه مراد ده ځکه چه عقل سره ثابت شوی ده چه په هره شنه اونه کښی اللّه تعالٰی د اور ماده پیدا کړی ده ددینه مطلقی اونی مراد دی چه شنی وی یا اوچ لرگی چه په اورکښی سوزی او اورپری بلیږی -
[۷۳] په دی کښی دوه لوی فائدی د اور ذکرکوی (لِلْمُقْوِينَ) د قواء نه ماخوذ دی خالی صحرا ته وئیلی کیږی یعنی هغه خلق چه په بیابانونو کښی اوسی هلته دیره وی یا مسافروی دوی داورنه فائده اخستلو ته ډیر محتاج وی - او مقوین فائده اخستونکو ته هم وئیلی کیږی او لوگی والا ته هم وئیلی کیږی اوهغه چاته وئیلی کیږی چه توښه ورسره ختم شی -
[۷۴] دا تفریع ده دتیرشوی دلیلونو په مسئله دتوحید سره (بِاسْمِ رَبِّكَ) هر اسم د اللّه تعالٰی دخاص نومونو دهغه نه پاک دی دهرعیب او نقصان او د شریک نه نو دا رد دی په مشرکین فی لاسماء والصفات باندی -
[۷۵] هرکله چه عقلی دلیلونه د اثبات دتوحید او دقیامت دپاره ذکرشو اوس ترغیب ورکوی قرآن ته چه دا وحی دلیل دی - او اشاره ده چه تربیت بدنیه سره تربیت روحانیه په قرآن کریم سره ضروری دی (فَلَا أُقْسِمُ) په لفظ د لَا کښی څلور اقوال دی اول داچه زیاتی دی بنا په عادت دعربو باندی نو معنیٰ په اثبات د قسم سره - دوهم قول داچه لا نافیه دی نفی دقسم مراد ده لیکن ددی قول ضعف ښکاره دی په سبب ددی چه روستوئی وَإِنَّهُ لَقَسَمٌ، ذکرکړی دی یعنی دا قسم دی نو نفی دقسم خو نشی کیدلی - دریم قول دادی چه لا نافیه دی او د مخکښی نه انکار دمنکرینو معلومیږی (فَلَوْلَا تُصَدِّقُونَ ، فَلَوْلَا تَذَكَّرُونَ ، فَلَوْلَا تَشْكُرُونَ) نومعنیٰ دا چه دا دری واړه کارونه (تصدیق نه کول، تذکرنه اخستل، شکرنه کول) نه دی مناسب بلکه أُقْسِمُ، دا قول ابن حیان د سعید بن جبیر نه نقل کړی دی او ددی توثیق ئی کړی دی - څلورم قول لا په اصل کښی لام د تاکید دی او د زور د اشباع نه الف پیداشو معنیٰ دا چه خامخا قسم کوؤم - غوره قول په دی ټولو کښی ځمونږ په نیزدریم قول دی (بِمَوَاقِعِ النُّجُومِ) د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه ابن کثیر روایت نقل کړی دی چه مراد ددی نه نجوم دقرآن دی یعنی نجوم جمع دنجم ده قِسط او حصی ته وئیلی کیږی اوقران لږلږ په حصو حصو سره نازل کړی شوی دی نومراد د مواقع نه آیاتونه او سورتونه دی - او دمجاهد نه نقل دی چه مراد ددی نه نجوم (ستوری) د آسمان دی او د مواقع نه مراد منازل دښکاره کیدلو د هغی دی یا ځایونه د غائب کیدلو دهغی دی -