قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۲۶ الواقعة

وَإِنَّهُ لَقَسَمٌ لَوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ ﴿۷۶﴾ إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيمٌ ﴿۷۷﴾ فِي كِتَابٍ مَكْنُونٍ ﴿۷۸﴾ لَا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ ﴿۷۹﴾ تَنْزِيلٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۸۰﴾ أَفَبِهَذَا الْحَدِيثِ أَنْتُمْ مُدْهِنُونَ ﴿۸۱﴾

او یقیناً‌ دا قسم که چیری تاسوپوهیږئ لوی دی ﴿۷۶﴾
یقیناً‌ دا قرآن دی عزت مند ﴿۷۷﴾
په کتاب مخفوظ ساتلی شوی کښی دی ﴿۷۸﴾
لاس نه وروړی دیته مگرپاکان خلق ﴿۷۹﴾
نازل کړی شوی دی د طرف د رب العالمین نه ﴿۸۰﴾
آیا په داسی خبرو تاسی سستی کوئ ﴿۸۱﴾

[۷۸،۷۷] دا جواب قسم دی اومناسبت د قسم اوجواب دهغی په اوله توجیه سره دادی چه دقرآن کریم آیاتونه او سورتونه چه لږلږ نازل شوی دی شهادت کوی په کرامت دقرآن باندی او په دوهمه توجیه باندی مناسبت دادی چه ستوری دآسمان ښکاره شی اوبیا غائب شی نودارنگ تیرشوی کتابونه الٰهیه او انبیاء علیهم السلام چه ستورو په شان رنړا کوؤنکی وؤ د ښکاره کیدلو نه روستو غائب شول اوقرآن کریم (چه نمردرنړادی) راښکاره شو (كَرِيمٌ) کرامت دقرآن په ډیرو وجوهوسره دی - کلام د اللّه تعالٰی دی په واسطه دجبرئیل نازل کړی شوی دی، سحراو کهانت او افتراء‌ نه ده، مخلوق نه دی، دډیرو فائدو او علمونو نه ډک دی - معجزدی مشتمل دی په کریم اخلاقو او احکاموباندی لوستونکی ددی مکرم او عزت مند دی په نیز د اللّه تعالٰی (فِي كِتَابٍ مَكْنُونٍ) مراد ترینه لوح محفوظ دی -
[۷۹] په دی کښی ډیر احتمالات دی اول احتمال دادی چه دا جمله صفت دقرآن دی ځکه بحث په باره دقرآن کښی دی اود مس نه مراد لاس لگول دی او مطهرون نه مراد پاک بدن والا دی چه جنب او بی اودسه نه وی اودا جمله خبریه په معنیٰ دا نشاء‌ ده نو معنیٰ داده چه لاس دی نه لگوی دقرآن سره بی اودسه او پلیت شخص - دوهم احتمال دادی چه مس په معنیٰ مجازی سره دی او طهارت نه باطنی پاکوالی مراد دی یعنی مؤحد متقی نو معنیٰ داشوه چه نه پوهیږی په قرآن باندی مگرمؤمن مؤحد - دریم احتمال دادی چه دا صفت د لوح محفوظ دی او مس حقیقی مراد دی او مطهرون نه مراد ملائک دی نو معنیٰ داده چه لاس نشی لگولی د لوح محفوظ سره مگر صرف ملائک - څلورم احتمال دادی چه د مس نه معنیٰ مجازی مراد ده معنیٰ داچه علم نه لری په لوح محفوظ باندی مگرملائک -
[۸۰] دا صفت د لَقُرْآنٌ دپاره دی - په (رَبِّ الْعَالَمِينَ) کښی اشاره ده چه لکه تربیت دبدن اللّه تعالٰی کوی په غذا سره چه مخکښی ذکرشو نودا رنگ تربیت د روح په قرآن سره کوی اودا رد دی په هغه چاباندی چه قرآن ته سحراو کهانت او افتراء وائي -
[۸۱] دا آیت زجردی منکرینو ته روستو دبیان دصدق دقرآن نه (مُدْهِنُونَ) مدهن او مداهن په مسلمانانو کښی هغه څوک دی چه دباطل پرستو سره موافقت کوی او حق ورته نه ښکاره کوی اوپه کافرانو کښی هغه دی چه د مسلمانانو نه خپل کفر پټوی په دی وجه مدهنون تکذیب کوؤنکو، اعراض کوؤنکو، کافرانو سره موافقت کوؤنکو، او په باره دحق منلو کښی بهانی کوؤنکو ټولو ته شامل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>