قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۳۲ الحديد
وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا يَسْتَوِي مِنْكُمْ مَنْ أَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُولَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِنَ الَّذِينَ أَنْفَقُوا مِنْ بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۱۰﴾ مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ وَلَهُ أَجْرٌ كَرِيمٌ ﴿۱۱﴾ يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُمْ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ بُشْرَاكُمُ الْيَوْمَ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۲﴾
او څه وجه ده ستاسو چه خرچه نه کوئ په لار د اللّه تعالٰی کښی او خاص اللّه تعالٰی لره میراث د آسمانونو او د ځمکی دی برابرنه دی ستاسونه هغه څوک چه خرچ ئی کړی دی مخکښی د فتحی نه او جنگ ئی کړی دی دغه کسان ډیرلوی درجی والا دی دهغه کسانونه چه خرچ کړی دی روستو او جنگ ئی کړی دی اوهریو سره وعده کړی ده اللّه تعالٰی ښائسته (جنت) او اللّه تعالٰی ستاسو په عملونو باندی پوره خبردار دی ﴿۱۰﴾
څوک دی هغه کس چه قرض ورکړی اللّه تعالٰی ته قرض ښائسته (په اخلاص) نو زیات به کړی هغه (قرض) ده لره او ده لره ثواب دی عزت والا ﴿۱۱﴾
په هغه ورځ چه وینی به ته مؤمنان سړی او مؤمنی زنانه چه منډی به وهی رنړا ددوی مخی ددوی ته اوپه ښی طرفونو ددوی کښی (وئیلی کیږی) زیری ستاسو نن جنتونه دی چه بهیږی به لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی په هغی کښی دا کامیابی لویه ده ﴿۱۲﴾
[۱۰] دا دوهمه وجه ده د وجوهو د ترغیب الی الانفاق نه په ترقئ سره په بیان کښی یعنی که اومنلی شی چه تاسو بالفرض اصلی مالکان ددی اموالوئی لیکن ټول به مړه کیږئ اومالونه به ټول اللّه تعالٰی ته پاتی کیږی نو په کاردادی چه اوس ئی دمرگ نه وړاندی د اللّه تعالٰی په لارکښی خرچ کړئ (وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) اشاره ده چه دا ټول عالم به د انسانانو نه یوځل خالی شی اوصرف اللّه تعالٰی به باقی پاتی وی اودهغه سره به دبل هیچ چا حق او تصرف نه وی (لَا يَسْتَوِي مِنْكُمْ) په دی کښی تفاوت د درجاتو د مجاهدینو او د انفاق کوؤنکو ذکرکوی -
[۱۱] دا دریمه وجه ده د وجوهو د ترغیب الی الانفاق نه په ترقئ سره یعنی فرض کړه چه مالونه ستا همیشه دی لیکن د قرض په طورسره ئی ورکړه دا مروّت او انسانیت دی قرض په اصل کښی پری کولو ته وئیلی کیږی - لیکن په عرف کښی مال ورکول بل چاته بغیر دعوض نه دپاره ددی چه فائده ترینه واخلی اوبیا واپس ادا کړی شی او په عرف دعربو کښی هری نیکئ کولو ته هم وئیلی کیږی (قَرْضًا حَسَنًا) قرطبی د قشیری نه نقل کړی دی چه دقرض حسن لس شرطونه دی - اخلاص دنیت، طلب درضا د اللّه تعالٰی، د حلال مال نه کره مال ورکول، مخکښی د حال دځنکدن نه ورکول، پټ ورکول، احسان او اذی نه کول، ورکړی شوی صدقه لږه گنړل، محبوب مال ورکول، ډیرقیمت والا ورکول، دا ټول سبب دحُسن دی په انفاق کښی -
[۱۲] دا بشارت اخرویه دی مؤمنانو انفاق کوؤنکو ته (نُورُهُمْ) دا نور حقیقتاً به وی په سبب دایمان او اتباع دسنت او انفاق فی سبیل اللّه سره او دا نور دهغه نور نه سیوادی چه ددوی په مخونو او لاسونو او خپو باندی ښکاریږی په سبب دایمان او اودسونو کولوسره (بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ) دا دواړه طرفونه د نیک بختو دپاره خاص دی دوی ته به د مخی طرف نه په ښی لاسونو کښ عملنامی هم ورکیدی شی نو رنړا به هم په دی دواړه طرفونو کښی وی -