قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۳۳ الحديد

يَوْمَ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ لِلَّذِينَ آمَنُوا انْظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِنْ نُورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءَكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا فَضُرِبَ بَيْنَهُمْ بِسُورٍ لَهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُ ﴿۱۳﴾ يُنَادُونَهُمْ أَلَمْ نَكُنْ مَعَكُمْ قَالُوا بَلَى وَلَكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ أَنْفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الْأَمَانِيُّ حَتَّى جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ وَغَرَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ ﴿۱۴﴾ فَالْيَوْمَ لَا يُؤْخَذُ مِنْكُمْ فِدْيَةٌ وَلَا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مَأْوَاكُمُ النَّارُ هِيَ مَوْلَاكُمْ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۱۵﴾

په هغه ورځ چه وائی به منافقان سړی او منافقانی زنانه هغه کسانو ته چه ایمان راوړی دی انتظار اوکړئ ځمونږ چه واخلو مونږ ستاسو درنړا نه اوبه وئیلی شی اوگرځئ‌ واپس شاگانو ستاسو ته نو اولټوئ رنړا نو جوړ به شی ددوی په مینځ کښی یو دیوال چه دهغه به دروازی وی دننه به په هغی کښی رحمت وی او دبهر دطرف دهغی نه به عذاب وی ﴿۱۳﴾
آوازونه به کوی هغوی ته آیا مونږ ستاسو ملگری نه وؤ دوی به اوائي هاؤ لیکن تاسو گمراه کړی وؤ خپل ځانونه او انتظار هم کوؤ اوپوخ شک کښی پراته وئ او دهوکه کړی وئ تاسو خپلو خواهشاتو تردی پوری چه راغی حکم د اللّه تعالٰی او دهوکه کړی وئ تاسو په اللّه تعالٰی باندی دهوکه درکوؤنکی ﴿۱۴﴾
نو نن نشی اخستلی کیدی ستاسونه هیڅ جرمانه او نه دهغه کسانونه چه کفرئی کړی دی ځای د ورتللو ستاسو اوردی هغه ستاسوسره لائق دی اوبد ځای دورتللو دی دا اور ﴿۱۵﴾

[۱۳] دا تخویف اخروی دی منافقینو ته دا هغه خلق دی چه هسی دعوی دایمان ئی کولی او حقیقت کښی ئی ایمان نه وؤ او انفاق ئی هم نه کوؤ بلکه بخل ئی کوؤ او نورو خلقو ته ئی هم په بخل سره امرکوؤ - (نَقْتَبِسْ) اقتباس د بلی شوی رنړانه ځان دپاره لیت بلول دی مراد ترینه رنړا حاصلول دی - او په دی کښی دوه قولونه د مفسرینو دی اول قول داچه منافقانو له به هم څه نورورکړی شی اوبیا به مړ کړی شی دوهم قول داچه دوی له نورنیشته صرف امید ئی دادی چه د مؤمنانو په نورسره به مونږ په صراط باندی لاړ شو لیکن هغوی خوډیر تیز په صراط تیرشول نو منافقان د رنړا نه بالکل محروم شول (بِسُورٍ) او دی ته حجاب او اعراف هم وئیلی شوی دی په سورة اعراف (۴۶) کښی (بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ) مراد درحمت نه جنت دی - (الْعَذَابُ) ددی نه مراد جهنم دی یعنی په دغه دروازه باندی صرف جنت والا داخلیږی او منافقانو ته په هغی کښی اجازت د داخلیدلو نه ملاویږی نو هغوی به جهنم ته نزدی کړی شی -
[۱۴] (يُنَادُونَهُمْ) نِداء‌ دلری دپاره وی اشاره ده چه مؤمنان به ددوی نه لری لری لاړشی او دروازه به بنده شی نو منافقان به چغو سره آواز ورکوی (مَعَكُمْ) په جماعتونو او عزواتو اوټولو واجباتو کښی - (وَلَكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ) د منافقانو پنځه اوصاف ئی ذکرکړی دی چه په سبب دهغی دغه علمونه برباد شوی دی اول وصف (فَتَنْتُمْ) په فتنه دشرک اونفاق کښی ئی ځان غورځولی دی اودا سبب د تباهئ دی ځکه ئی ورته فتنه اوئیل - دوهم (وَتَرَبَّصْتُمْ) د نبی ﷺ او د مؤمنانو په باره کښی د حوادثو انتظار کوی چه دوی ختم شی نوتاسو به بیا کفرښکاره کړئ لکه سورة توبه (۹۸،۵۲) او دارنگ په تول کولو سره روستو والی کول هم، دریم (وَارْتَبْتُمْ) په توحید او صدق درسول او بعث بعدالموت اوپه وعده د اللّه تعالٰی کښی تاسو شکونه کوئ، څلورم (وَغَرَّتْكُمُ الْأَمَانِيُّ) بی دلیله مسئلی او خبری چه ناکاره ملایانو او پیرانو د ځان نه جوړی کړی دی او دارنگ اوږده امیدونه او ارمانونه په دی سره تاسو دهوکه شوی وئ اوپه دی وجی سره موپه توحید او رسالت باندی په زړه کښی یقین نه کوو -
[۱۵] دا تخویف اخروی دی او دا داخل دی لاندی د قول د مؤمنانونه منافقانو ته یا قول د اللّه تعالٰی یا د ملائکودی دوی ته (مَوْلَاكُمْ) په معنیٰ د اولی سره دی یاپه معنیٰ د مدد گار دی په طریقه دتحکم سره یاپه معنیٰ د متولّی دی یعنی اللّه تعالٰی ته به ددوی عذاب اورته اوسپاری او هغه به ددوی دعذاب متولی شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>