قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۳۴ الحديد

أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۱۶﴾ اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۱۷﴾

آیا وخت نه دی نزدی شوی مؤمنانو ته چه عاجزی اوکړی زړونه ددوی د اللّه تعالٰی یاداشت ته او هغه حق ته چه نازل شوی دی او چه نشی دوی په شان دهغه کسانو چه کتاب ورکړی شوی دی ددی نه مخکښی نو اوږده شوه په دوی باندی موده نو سخت شول زړونه ددوی او ډیرددوی نه پوره نافرمان دی ﴿۱۶﴾
پوهه شئ چه یقیناً‌ اللّه تعالٰی ژوندئ کوی ځمکه روستو د اوچیدلو دهغی نه یقیناً ښکاره بیان کړی دی مونږ تاسوته آیاتونه ددی دپاره چه دعقل نه کار واخلئ ﴿۱۷﴾

[۱۶] په دی آیت کښی زجردی منافقانو ته روستو د تخویف نه (لِلَّذِينَ آمَنُوا) هغه کسان چه په ژبه باندی د ایمان دعوی کوی او انفاق فی سبیل اللّه هم نه کوی اودارنگ هغه مؤمنان په کښی داخل دی چه په گناهونو کښی اخته دی او توبه کولو او قرآن آوریدلو ته التفات نه کوی (أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ) مراد د خشوع نه په قران کریم سره زړه مطمئن کیدل او دایمان زیاتیدل او ویریدل او نرم کیدل او ژړا کول په اندامونو کښی تابعداری پیدا کول دی ځکه چه خشوع دزړه سره خشوع د ټولو اندامونو لازمه ده - ابن کثیر لیکلی دی چه په دی کښی منع ده د مؤمنانو د تشبیه د کتابیانو سره چه هرکله په هغوی باندی عمرډیرشو او کتاب د اللّه تعالٰی ئی بدل کړو اوپه هغی باندی دنیا گټله او کتاب د اللّه تعالٰی ئی شاته اوغورځوو اوپه مختلفو اراؤ او اقوالو پسی تابع شول او تقلید ئی شروع کړو او ملایان اوپیران ئی ارباب اوگنړل نوپه زړونو دهغوی کښی قسوة پیدا شو -نونه وعظ قبلوی او په وعد او وعید سره دهغوی زړونو کښی نرمی راځی (وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ) یقین قسوة د قلب په ټولو کښی پیداشو لیکن لږو کسانو بیا توبه اویستله یا دکفرنه ئی ځان بچ اوساتلو او ډیرو کفراوکړو تردی پوری چه قرآن او آخری رسول نه ئی انکار اوکړو یعنی دفسق نه مراد کفرکول دی -
[۱۷] په دی کښی ترغیب دی قرآن ته په طریقه دمثال سره یعنی څرنگه چه اللّه تعالٰی اوچه ځمکه کښی تازگی پیدا کوی په باران سره نو دارنگ سخت زړونو لره هم نرموی په قرآن سره کله چه د هغوی هدایت اوغواړی - (الْآيَاتِ) نه مراد قرآن دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>