قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۳۵ الحديد

إِنَّ الْمُصَّدِّقِينَ وَالْمُصَّدِّقَاتِ وَأَقْرَضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعَفُ لَهُمْ وَلَهُمْ أَجْرٌ كَرِيمٌ ﴿۱۸﴾ وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ أُولَئِكَ هُمُ الصِّدِّيقُونَ وَالشُّهَدَاءُ عِنْدَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۱۹﴾

یقیناً‌ تصدیق کوؤنکی سړی او تصدیق کوؤنکی زنانه او چه قرض ورکوی اللّه تعالٰی ته قرضه په اخلاص سره زیاتی کیدی شی (داقرض) دپاره ددوی او دوی دپاره ثواب عزتمند دی ﴿۱۸﴾
اوهغه کسان چه ایمان راوړی دی په اللّه تعالٰی او په رسولانو دهغه باندی دغه کسان دوی صدیقین دی او شهداء‌ دی په نیز د رب ددوی دوی دپاره ثواب ددوی دی او رنړا ددوی ده اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی او دروعژن گنړی آیاتونه ځمونږ دغه کسان جهنم والا دی ﴿۱۹﴾

[۱۸] روستو د زجر او تخویف نه بخلاؤ ته، بشارت او ترغیب دی انفاق کوؤنکوته (الْمُصَّدِّقِينَ) د تاکید دپاره صیغه مذکراو مؤنث دواړه ذکردی دارنگ تعبیر د تصدّق او دقرض دواړو دپاره ترغیب دی په اول تعبیرکښی اشاره ده نظرکولو مسکینانو او فقراؤ ته او په دوهم کښی اشاره ده لحاظ کولو د اللّه تعالٰی ته بغیر درِیا او سِمعة وغیره نه -
[۱۹] د مؤمنانو یو قسم ذکرشو چه هغوی ته صالحین وئیلی کیږی نوپه دی آیت کښی باقی نوراقسام د اهل ایمان ذکرکوی، رسل، صدیقین، شهداء او ددوی دپاره بشارت ذکرکوی اودا اقسام د سعداؤ دی اوبیا اشقیاء هم ذکرکوی او دهغوی دپاره تخویف اخروی (وَالشُّهَدَاءُ) (۱) شهادت کوؤنکی په توحید او رسالت سره (۲) شهادت کوؤنکی په ورځ دقیامت په خلقو باندی په دعوت او تبلیغ سره (۳) دعوت اوبیان کوؤنکی په دنیاکښی او (۴) قتل کړی شوی فی سبیل اللّه - په دی کښی داټول احتمالات جائزدی (وَالَّذِينَ كَفَرُوا) په دی کښی ذکر داشقیاؤ دی دپاره دتقابل او دوی ته تخویف دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>