قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۳۶ الحديد
اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا وَفِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ ﴿۲۰﴾ سَابِقُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أُعِدَّتْ لِلَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴿۲۱﴾
پوهه شئ یقیناً ژوند دنیوی لوبی او مشغله ده او ډول دی او لوئی کول دی په مینځ خپل کښی او سیالی د ډیرو مالونو اود اولاد ده (ددی مثال) په شان د حال دفائده مند باران دی چه خوشحاله کړی زمیندارو لره بوټی دهغی بیا اوچ شی نوته وینی هغه زیړ بیا شی ذری ذری اوپه آخرت کښی عذاب سخت دی او بخشش دی د طرف د اللّه تعالٰی نه او رضا دهغه ده او نه دی ژوند دنیوی مگر سامان دهوکه ورکوؤنکی ﴿۲۰﴾
وړاندی شئ دیوبل نه بخشش د رب ستاسو ته او جنته ته چه وسعت دهغی په شان د وسعت د آسمانونو اود ځمکی دی تیارکړی شوی دی هغه چالره چه ایمان راوړی په اللّه تعالٰی او په رسولانو دهغه باندی دا فضل د اللّه تعالٰی دی ورکوی هغه چاته چه اوغواړی او اللّه تعالٰی خاوند دلوی فضل دی ﴿۲۱﴾
[۲۰] په دی کښی څلورمه طریقه ده ترغیب الی الانفاق ته حاصل داچه ددنیا په مالونو کښی هیڅ باقی فائده نیشته بلکه زر فنا کیدونکی دی نوضرور ده چه په دی سره مغفرت او جنت اوگټئ په انفاق فی سبیل اللّه سره (اعْلَمُوا) په دی کښی تزهید فی الدنیا دی په پنځه طریقو سره اوپه دی کښی احسن ترتیب دی هغه دادی چه (الْحَيَاةُ الدُّنْيَا) نه مراد سامانونه ددنیا دی یا عمر ددنیا دی چه په وړوکوالی کښی هریو څیزورته د لوبو څیزونه ښکاریږی بیا چه لږلوی شی نو ټول څیزونه ورته تماشی او مشغلی ښکاره کیږی بیا چه ځوانئ ته نزدی یا ځوان شی نو د ډول ډهال سره محبت وی بیا چه پوخ عمرته اورسی نوپه دی څیزونو سره په یوبل باندی فخراو لوئیی کوی بیا چه بوډاوالی ته اورسیږی نوپه مال باندی حرض شروع کړی اودهغی په جمع کولوکښی کوشش کوی نودا عمر په دی پنځه حالتونو کښی تیرشی بیا ورپسی مرگ او فناده نوهغه په طریقه د مثال سره ذکرکوی (كَمَثَلِ غَيْثٍ) حاصل دمثال دادی چه باران اوشی نوبوټی ښائسته پیدا شی بیا اوچ شی بیائی رنگ بدل شی نوبیا ذری ذری بوس شی دارنگ انسان چه اول پیداشی نوڅه زمانی پوری تازه او خوشحاله وی بیا ورباندی ددنیا غمونه شروع شی نو اوچیږی او رنگ ئی زیړشی او بیمارئ ورباندی راشی بیا بوډا شی نو مړشی (وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا) په دی جمله کښی د ماقبل دپاره سبب ذکرکوی یعنی محبت دڅیزونو ددنیا انسان لره په دهوکه کښی واچوی نو دغه تیرشوی حالات (پنځه) دهغی نه پیدا شی (أَعْجَبَ الْكُفَّارَ) غوره دا چه ددی نه مراد کافران دی ځکه چه اعجاب تکبرته وئیلی کیږی او ددنیا په څیرونو باندی تکبرکول د کافرانو کاردی -
[۲۱] روستو د تزهید فی الدنیا نه ترغیب الی الاخرة دی یعنی ددنیا د ژوند او د مال په ذریعه مغفرت او جنت اوگټئ په انفاق فی سبیل اللّه سره (ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ) د ا دلیل دی چه جنت په فضل او رحمت د اللّه تعالٰی سره حاصلیږی - هان ایمان او عمل صالح اللّه تعالٰی ښکاره سبب گرځولی دی -