قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۳۷ الحديد
مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿۲۲﴾ لِكَيْلَا تَأْسَوْا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ ﴿۲۳﴾ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَمَنْ يَتَوَلَّ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۲۴﴾
نه رسیږی هیڅ مصیبت په ځمکه کښی او نه په ځانونو ستاکښی مگر هغه دی په تقدیر (لیکلو) کښی مخکښی د موجود کولو دهغی نه یقیناً دا په اللّه تعالٰی باندی آسان دی ﴿۲۲﴾
(داعقیده) ددی دپاره ده چه غمژن نه شئ په هغه نعمت چه فوت شی ستاسونه اولوئي اونه کړی په هغه نعمت چه درکړی دی تاسوته او اللّه تعالٰی نه خوښوی هرځان لوی گنړونکی او خپل ستائینی کوؤنکی ﴿۲۳﴾
هغه کسان چه شومتیا کوی او حکم کوی نورو خلقو ته په شومتیا کولو سره او چا چه مخ اوگرځوؤ نو یقیناً اللّه تعالٰی هغه بی حاجته دی ستائیلی شوی دی ﴿۲۴﴾
[۲۲] په دی آیت کښی پنځمه وجه د ترغیب الی الانفاق ده په طریقه د دفع کولو دوهم سره یعنی که څوک وهم اوکړی چه مالونه خرچ کول په کار نه دی بلکه مصیبتونه د مخکښی نه په تقدیرکښی مقرر دی هغه په مالونوسره نشی دفع کیدلی (فِي الْأَرْضِ) قحط، وبا، گرانی، سیلابونه، زلزلی، فصلونه خرابیدل وغیره (وَلَا فِي أَنْفُسِكُمْ) مرضونه، فقیری، اولاد مړکیدل تنگسیا دژوند وغیره (إِلَّا فِي كِتَابٍ) دا دلیل دی چه تقدیر صرف د علم د اللّه تعالٰی نه عبارت نه دی بلکه ورسره لیکل دی په لوح محفوظ کښی - نو څوک چه د تقدیر نه انکارکوی یا کتاب دتقدریرنه منی بلکه صرف علم د اللّه تعالٰی منی دواړه باطله عقیده کښی مبتلا دی اگرچه په دواړو کښی فرق شته دی (إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ) په دی سره هغه وهم دفع کوی چه اللّه تعالٰی په راتلونکی حالاتو باندی څه رنگ علم لری او دارنگ دا بی شماره څیزونه ئی څرنگی اولیکل په دی جمله سره ئی جواب اوکړو چه د اللّه تعالٰی د علم او قدرت په نسبت داټول آسان دی، داپه مخلوق باندی قیاس کول جائزنه دی -
[۲۳] په دی کښی فائدی د ایمان بالتقدیر ذکرکړی دی - نو اوله فائده داده چه دانسان نه څه نعمت فوت شی عافیت، روزی،صحت، مال وغیره نوپه هغی پسی به خفگان نه کوی او اوبه وائي چه دا څیز که ځما دپاره مقرر نه وی نوځما به نه فوت کیدلو - دوهمه فائده داده چه (وَلَا تَفْرَحُوا) یعنی چاته چه څه نعمت اورسیږی عافیت، فراخی دمال وغیره نو هغه په هغی باندی لوئي او تکبر نه کوی بلکه اوبه وائيچه دا ځما په کوشش سره نه دی حاصل شوی بلکه اللّه تعالٰی مقرر کړی وؤ (وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ) دا ذکر دصفاتو قبیحو دی چه په انکار دتقدیر نه پیدا کیږی بیا په مینځ ددی دواړو کښی فرق په ډیرو وجوهو سره دی - اول داچه مختال هغه دی چه خپل ځان لوی گنړی او فخور هغه دی چه بل چا باندی خپل لوئي ښکاره کوی - دوهم دا چه ځان ته د لوئي په نظر سره گوری نو مختال دی او چه نورو خلقو ته په سپک نظر سره گوری نو فخور دی -
[۲۴] دا زجردی بخلاؤ ته او دتقدیر نه منلو اثار ذکر کوی (يَبْخَلُونَ) دا عام دی بخل کول په علم او په مال اوپه احسان کښی ټولو ته شامل دی بلکه ابن کثیروئیلی دی چه هرفعل د منکرته شامل دی (وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ) یعنی په خپله هم گمراه دی اونور خلق هم گمراهئ ته بلی - ضال او مضِل دی لکه سورة منافقون (۷) کښی راځی -