قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۳۸ الحديد

لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۲۵﴾ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا وَإِبْرَاهِيمَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِمَا النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ فَمِنْهُمْ مُهْتَدٍ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۲۶﴾

یقیناً‌ را لیږلی دی مونږ رسولان خپل په ښکاره حکمونو سره او نازل کړی دی مونږ ددوی د ملگرتیا دپاره کتابونه او د تَلَلو څیز دپاره ددی چه اودریږی خلق په انصاف سره اوپیدا کړی ده مونږ (په آسمانی تدبیرونو) سره اوسپنه چه په هغی کښی (سامان) جنگ سخت دی اونوری نفعی دی خلقو لره او ددی دپاره چه ښکاره کړی اللّه تعالٰی هغه چالره چه مدد کوی دهغه او درسولانو دهغه سره سره د نه لیدلو نه یقیناً اللّه تعالٰی قوت والا زورآور دی ﴿۲۵﴾
او یقیناً‌ لیږلی دی مونږ نوح علیه السلام او ابراهیم علیه السلام او ورکړل مونږ په اولاد ددوی کښی پیغمبری او کتابونه نو بعضی ددوی نه هدایت موندونکی دی او ډیر ددوی نه پوره نافرمان دی ﴿۲۶﴾

[۲۵] ددی آیت نه تر آخر دسورة پوری دوهم باب دی خلاصه ئی داده چه په دی کښی ترغیب دی جهاد ته په طریقه د دعوت بالکتاب او په قتال د استعمال دحدید سره او د دواړو فائدی ذکرکړی دی بیا دلیل نقلی دی د نوح او ابراهیم او عیسیٰ علیهم السلام نه چه ددی ټولو دغه طریقه وه بیا زجردی په بدعت درهبانیت سره - بیا ترغیب دی کتابیانو ته په ایمان راوړلو په آخری رسول باندی په حصول د دوچند اجر او په حصول د فضل د اللّه تعالٰی سره (وَالْمِيزَانَ) یعنی هغه کتاب میزان وؤ دپاره دفرق د حق او باطل یا ددی نه حکم دی په عدل سره (لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ) حاصل داچه رسولانو اول دعوت کوؤ خلقوته په کتاب اوپه سنت سره ددی دپاره چه خلق په دین دتوحید او د اسلام باندی پاخه اودریږی (وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ) مناسبت د مخکښی جملی سره دادی چه اول خو دعوت دی په کتاب اوسنت سره او ورپسی قتال کول دی په استعمال د آلاتو د اوسپنی سره - ددی وجی نه اوله فائده ددی ئی به فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ، سره ذکرکړه مراد ترینه آلات د جنگ جوړول دی په هره زمانه کښی چه څومره اسباب د جنگ دی نو داوسپنی نه جوړیږی اودی ترتیب ته ابن کثیر هم په تفسیرکښی اشاره کړی ده (وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ) په دی کښی ډیرو څیزونو ته اشاره ده چه په انسانی ژوند کښی په کاریږی تبر، ترخذ، اره، چاړه چاقو، پاله، نوری مشینرئ‌ وغیره -
[۲۶] د اجمال نه روستو تفصیل دی اودا دواړه ئی خاص ذکرکړل ځکه چه دعوت په طریقه د رد دمشرکانوسره او جهاد د وخت د نوح علیه السلام نه شروع شوی دی او ددوی په اولاد کښی پیغمبران راغلی دی - یعنی نوح علیه السلام دوهم ابوالبشردی او ابراهیم علیه السلام خو ابوالانبیاء والرسل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>