قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ ۱۳۳۹ الحديد

ثُمَّ قَفَّيْنَا عَلَى آثَارِهِمْ بِرُسُلِنَا وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنْجِيلَ وَجَعَلْنَا فِي قُلُوبِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاءَ رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا فَآتَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۲۷﴾

بیا پرله پسی اولیږل مونږ ددوی نه روستو رسولان ځمونږ او په دوی پسی اولیږلو مونږ عیسیٰ علیه السلام ځوئ‌ د مریم او ورکړو مونږ هغه ته انجیل او واچوله مونږ په زړونو د هغه چا کښی چه دده تابعداران وؤ نرمی په یو بل باندی او رحم کول او په گوټونو کیناستل چه نوی جوړه کړه دوی دا طریقه نه وه فرض کړی دا مونږ په دوی باندی مگر لټول د رضا د اللّه تعالٰی نو دوی لحاظ اونه کړو دهغی پوره لحاظ‌دهغی نو ورکړو مونږ هغه کسانوته چه ایمان ئی راوړی وؤ ددوی نه ثواب دهغوی او ډیر ددوی نه وؤ پوره نافرمان ﴿۲۷﴾

[۲۷] دا آیت هم دمخکښی تفصیل سره متعلق دی (عَلَى آثَارِهِمْ) اشاره ده چه دین د ټولو یو دی اوهغی دین ته ټولو دعوت کوؤ او آخری په ټولو کښی (ځمونږ د نبی ﷺ نه مخکښی) عیسیٰ علیه السلام دی هغه هم د ابراهیم علیه السلام په اولاد کښی دطرف دمور نه وو او ددی تخصیص ئی په دی وجی سره کړی دی چه ده دعوت او مجاهده په ډیر محنت سره کړی وه (وَجَعَلْنَا فِي قُلُوبِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً وَرَهْبَانِيَّةً) په دی کښی اشاره ده دری فریقو د نصاریٰ ته - روایت کښی دی چه په دوی باندی داسی بادشاهان مقرر شول چه هغوی ددوی په دین کښی تحریف اوکړو نو دهغوی په مقابله کښی یو فرقی قتال شروع کړو تردی پوری چه هغوی شهیدان شول - دوهمی فرقی صرف دعوت او تبلیغ شروع کړو نوهغوی ئی په ارو باندی اره کړل اوپه اور باندی اوسیزل ۰ دریمه فرقه غرونو او غارونو ته لاړل د خپل دین دحفاظت دپاره اود اللّه تعالٰی بندگی ئی کوله، ابن کثیروئیلی دی دا حدیث اگرچه د داؤد بن المحبر راوی (چه وضاع دی) بی اعتباره دی لیکن ددی تقویت کړی شوی دی په بل سند سره چه ابویعلٰی راوړی دی - نو معلومه شوه چه رأفة کښی اوله فرقه چه قتال کوؤنکی وه مراد ده اوپه رحمة کښی دوهمه فرقه چه دعوت کوؤنکی وؤ مراد دی او دریمه فرقه په رهبانیت سره مراد ده (وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا) په دی کښی دوه توجیه دی اول داچه رهبانیت که چیری په دوی کښی جائز وؤ نو دابتداع نه مراد دهغی کیفیت او طریقه بدلول او مقصد بدلول دی او دیته بدعت اضافیه وئیلی کیږی - دوهمه توجیه داده چه رهبانیت په دوی کښی د اصل نه منع وؤ نو ابتداع نه ابتداع حقیقی مراد ده (فَمَا رَعَوْهَا) ضمیر رهبانیت ته راجع دی یعنی دوی په رهبانیت کښی د اللّه تعالٰی د رضا حاصلول پریخودو دهغی لحاظ يی اونه کړو او ددنیا د حصول دپاره ئی ذریعه اوگرځوله ددی دپاره چه خلق ددوی مریدان شی او دهغوی نه هدایا (تحفی) نذرانی را جمع کوی او حق ورته نه بیانوی بلکه هغوی دخپلی بندگئ‌ په حیثیت ساتی - دوهم احتمال دا چه رهبانیت مونږ دوی لره نه وؤ جائزکړی لیکن فرض کړی وه مونږپه دوی باندی د اللّه تعالٰی رضا حاصلول په طریقه د جهاد او دعوت - (فَمَا رَعَوْهَا) ضمیر رضوان ته راجع دی په تاویل د خصلت سره -
فائده: په تحقیق د رهبانیت کښی - رهبانیت په لغت کښی ویره کولوته وئیلی کیږی لکه په دی قول کښی وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ ۖ، اوپه اصطلاح د قرآن کښی د اللّه تعالٰی نه ویره کول او د هغی ویری د وجی دمنهیاتو د اللّه تعالٰی نه ځان ساتل لکه په دی قول کښی، وَ إِيَّايَ فَارْهَبُونِ‌ - اوپه عرف کښی د اللّه تعالٰی دویری د وجی نه د خپل دین د حفاظت دپاره غارته یا صحرا ته تلل او د تلذذ ذاتِ مباحه نه ځان ساتل او د اللّه تعالٰی بندگی کول اوپه دی کښی دوه حالتونه دی یو حالت ضروری شرعی دوجی نه جدائی اختیارول دی لکه چه فتنی ډیری شی او جهاد او دعوت بالکل نشی کیدی اوپه خپل دین باندی ویره راشی نوپه داسی حالت کښی د خلقو نه ډډه کول او صحراء یا غار ته تلل او دیته فرار للدین او هجرت وئیلی کیدی شی لکه واقعه د اصحاب کهفو او دا رنگ حدیث د ابوسعید خدری رضی اللّه عنه چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی چه نزدی ده داسی وخت به راشی چه غوره مال دمسلمان به گډی بیزی وی او د باران دځایونو نه به ئی بوځی سرونو دغرونو ته چه تیخته به کوی په خپل دین سره د فتنونه (بخاری) - لیکن په دی باندی د رهبانیت اطلاق لغةً‌ یا مجازاً په شرعی کښی دیته رهبانیت نه وئیلی کیږی دارنگ غارحراء ته تلل د رسول اللّٰه ﷺ مخکښی دقرآن شروع کیدلو او نبوت نه - دوهم حالت بغیر دضرورت شرعیه نه دخلقو نه جدائي‌ اختیارول او عبادت کول اوپه ځان باندی تکلیفونه او ریاضتونه تیرول دا ځمونږ په شریعت کښی قطعاً منع دی لکه په حدیث مسند احمد کښی راغلی دی چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی د هر امت دپاره رهبانیت دی او رهبانیت د امت ځما جهاد فی سبیل اللّه دی دا حدیث ابن کثیر ذکرکړی دی اوپه شریعت د عیسیٰ علیه السلام کښی ددی په باره کښی اختلاف دی یوقول دادی چه هغوی شرع کښی دا جائز وؤ - نوپه دی آیت کښی د نصاریٰ قباحت په سبب د رهبانیت د وجی د بدعت اضافیه دی یعنی د رهبانیت کیفیت او طریقی او مقصد ئی بدل کړی دی - دوهم قول دادی چه رهبانیت دهغوی په دین کښی منع وؤ په شان د شریعت ځمونږ - او ابن کثیروئیلی دی چه دا آیت ذم دهغوی دی د دوؤ وجونه یوبه ددی وجی نه چه په دین د اللّه تعالٰی کښی ابتداع د هغه څیز کړی ده چه په هغی باندی امر د اللّه تعالٰی نیشته او دوهم داچه کوم څیز چه دوی گمان کوؤ چه دا قرابت دی په هغی باندی قیام اونه کړو او دهغی لحاظ ئی اونه کړو - دریم دلیل دادی چه قاسمی د مسیحینُ نه نقل کړی دی او دهغوی د کتاب ریحانة النفوس نه چه رهبانیت په کتاب مقدس کښی نیشته اونه په دی باندی امر شرعی شته دا روستو خلقو دخپل وهم نه جوړ کړی دی (دا حاصل دمضمون دهغه دی) او رهبانیت په روستنی عرف کښی دادی چه خلقو نه کناره کشی اوکړی او نکاح هم په ځان حرام کړی او نور حلال طیبات هم حرام گنړی تردی پوری چه د مونځ دجماعت نه کوی غسل هم نه کوی بعضی ختنه هم نه کوی - نشی کوی په غزلو سرودونو سره د روح غذا حاصلوی رقص کوی وغیره دا رهبانیت په هردین کښی حرام قطعی دی - لیکن راهبانو د نصاریٰ او دارنگ صوفیانو او پیرانو ددی امت دا طریقه ایجاد کړه اوپه دی ذریعی سره دخلقو نه دنیا حاصلوی اودا هغه دی چه قران کریم کښی ددوی حالت ئی ذکرکړی دی - إِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ (سورة توبه ۳۴) اوپه دوی باند رد دی په سورة مائده (۸۷) کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>