قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۴۳ اَلْمُجَادَلَة
فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَتَمَاسَّا فَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَإِطْعَامُ سِتِّينَ مِسْكِينًا ذَلِكَ لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۴﴾ إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ كُبِتُوا كَمَا كُبِتَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَقَدْ أَنْزَلْنَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُهِينٌ ﴿۵﴾
نو څوک چه نه مومی (وس دسټ آزادلو) نو روژی نیول دی دوه میاشتی پرله پسی مخکښی دیوځای کیدلو ددواړنه نوڅوک چه وس نه لری (دروژو نیولو) نو خوراک ورکول دی شپیته مسکینانوته دا ددی دپاره چه ایمان راؤړی تاسو په اللّه تعالٰی او په رسول د هغه باندی او دا پولی د اللّه تعالٰی دی اوخاص کافرانو لره عذاب دردناک دی ﴿۴﴾
یقیناً هغه کسان چه خلاف کوی د پولو د اللّه تعالٰی او درسول دهغه نه ذلیل کړی شوی دی لکه چه ذلیل کړی شوی دی هغه کسان چه ددوی نه مخکښی وؤ او یقیناً نازل کړی دی مونږ آیاتونه واضح او خاص کافرانو لره عذاب رسوا کوؤنکی دی ﴿۵﴾
[۴] کفاره په دی ترتیب سره ضروری ده اول تحریر درقبی چه په هغی باندی قدرت نه وی نو روژی دوه میاشتی دی اوچه دهغی وس نه وی نوطعام ورکول شپیته مسکینانوته (ذَلِكَ لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ) کفاره ورکول په دی ترتیب سره، اودا رنگ دظهار دقول نه ځان بچ کول - او د وخت دکفاری پوری ځان د مِساس (جماع) نه ساتل دا ټول ئی ذکرکړه په تعبیر د ایمان سره نو معلومه شوه چه اعمال هم ایمان دی - (وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ) حد هغه وی چه تعین ئی کړی شوی وی اودهغی د وجی نه زیاتی او کمی کول په هغی کښی منع وی نو احکامو د اللّه تعالٰی کښی هم زیاتی کول په ابتداع سره او کمی کول په فسق سره حرام دی -
[۵] د حدودو ذکر نه روستو مخالفت کوؤنکو د حدودو ته تخویف ورکوی (يُحَادُّونَ) محادَّه مخالفت کول د حدود شرعیه او دځان نه حدود مقرر کولو ته وئیلی کیږی او حدود لفظ عام دی هغه سزاگانو ته شامل دی چه شرع مقرر کړی دی - او دارنگ شامل دی ټولو احکاموته چه په کتاب اللّه او صحیح حدیث سره ثابت وی - مفسر الوسی په روح المعانی کښی تفصیلی بحث لیکلی دی چه دهغی حاصل دادی چه په دی آیت کښی سخت وعید دی بادشاهان او اُمراء سوء لره چه مخالف د حدود شرعیونه د ځان نه احکام مقرره وی او هغی ته دقانون نوم ورکوی بیائی وئیلی دی چه هرکله د قانون او شرعی په مینځ کښی مقابله راشی نوهغه څوک چه قانونو غوره گنړی نوهغه کافردی لیکن په دی شرط سره چه قانون ته ښائسته وائي او د حکمت سره موافق او فائده مند گنړی او امرشرعی ته بد گوری او وائی دا د مصلحت انسانی سره موافق نه دی هان هغه امور سیاسیه انتظامیه د تعزیرات یا د فوجی نظام باره کی چه اصحاب الرائ ئی جوړوی اود شریعت د اصولو سره ئی مصادمة (ټکراو) نه وی یا صرف د فقهی اجتهادی اصولو نه مخالف وی نو هغه جائز دی - په دی باب کښی د شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه اللّه کتاب السیاست الشرعیه کتل په کار دی (كُبِتُوا) کبت په معنیٰ د ذلت او د شرمندگئ او دهلاکت او دلعنت او پړمخی غورځیدلو راځی - اودا جمله خبریه ده په معنیٰ د مستقبل سره یا جمله دُعائیه ده په طریقه دتعلیم بندگانو ته (كَمَا كُبِتَ الَّذِينَ) مراد ددی نه هغه یهودیان دی چه دهغوی د ذلیل کیدلو ذکر سورة بقره او سورة نساء کښی تیرشوی او سورة حشرکښی هم راځی -