قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۴۴ اَلْمُجَادَلَة

يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا أَحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۶﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَا يَكُونُ مِنْ نَجْوَى ثَلَاثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَا أَدْنَى مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۷﴾

په هغه ورځ به راپورته کړی دوی لره اللّه تعالٰی ټول نوخبربه ورکړی دوی لره په عملونو ددوی راگیرکړی وی هغه اللّه تعالٰی او دوی هیرکړی دی او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی حاضر دی ﴿۶﴾
آیا ته نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی عالم دی په هغه څیزونو چه په آسمانونو کښی دی اوپه هغه څیزونو چه په ځمکه کښی دی نه کیږی هیڅ جرگه د دری کسانو مگر اللّه تعالٰی څلورم دهغی دی او نه د پنځه کسانو مگر هغه ئی شپږم دی او نه کم ددی نه، او نه زیات مگرهغه ددوی سره وی هرځای چه دوی وی بیا به خبرورکړی دوی لره په هغه عملونو چه دوی کړی دی په ورځ دقیامت یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅه باندی پوهه دی ﴿۷﴾

[۶] داهم تخویف کښی داخل دی (فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا) اشاره ده چه محادینو اگرچه په دنیا کښی مخالفت پټ کوؤ لیکن په ورځ دقیامت به ئی اللّه تعالٰی ښکاره کړی (وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) د مشاهدی نه ماخوذ دی په معنیٰ د نظرکوؤنکی یا د شهود نه ماخوذ دی په معنیٰ د حضور او د علم یعنی حاضرناظر او عالم دی
[۷] دا تائید دی د ماقبل (وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) او تنبیه ده چه نجویٰ کولو کښی د اللّه تعالٰی نه ویره کوئ یعنی په گناه سره جرگی مه کوئ اللّه تعالٰی تاسو باندی عالم دی - په دی آیت کښی په اوله جمله کښی عمومی علم د اللّه تعالٰی ئی بیان کړو په اعتبار دمکاناتوسره یعنی علم د اللّه تعالٰی په یومکان پوری خاص نه دی - دوهمه جمله کښی عموم د علم د اللّه تعالٰی ذکرکوی په اعتباردشماردخلقو سره په وخت د جرگه کولو کښی - اوپه دریمه جمله کښی تنبیه ده په جزا ورکولو سره په ورځ دقیامت کښی اوپه څلورمه جمله کښی عموم دصفت د اللّه تعالٰی دی هرڅیزته که مکان وی که زمان وی که عدد وی که قول وی - اوکه عمل وی که ماضی وی اوکه حال وی یا مستقبل وی وغیره (ثَلَاثَةٍ او خَمْسَةٍ) تخصیص ئی ددی وجی نه اوکړو چه اکثر جرگه کښی دوه طرفونه وی او یو په کښی فیصله کوؤنکی په کار وی نودهغی ادنیٰ عدد دری شول او ورپسی پنځه شول او کله کم وی او کله زیات وی په سبب دضرورت سره نو هغه ئی په (وَلَا أَدْنَى مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْثَرَ) سره ذکرکړو او بله وجه داده چه غوره عدد وتردی په نسبت د زوج سره (إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ) ثَالِثُهُمْ، ئی نه دی وئیلی اشاره ده چه اللّه تعالٰی د مخلوق د جنس نه دی بلکه ددوی نه غیردی - اوتفصیل دمعیت په سورة حدید کښی تیرشوی دی اوددی په تفسیر کښی ابن جریر لیکلی دی چه ضحاک رحمه اللّه وئیلی دی چه اللّه تعالٰی د عرش دپاسه دی او علم ئی مخلوق سره وی که په هرځای کښی دوی موجود وی او ابن کثیر رحمه اللّه وئیلی دی اجماع ده په دی خبره باندی چه مراد په دی آیت سره معیّت د علم د اللّه تعالٰی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>