قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۴۵ اَلْمُجَادَلَة

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نُهُوا عَنِ النَّجْوَى ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا نُهُوا عَنْهُ وَيَتَنَاجَوْنَ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَإِذَا جَاءُوكَ حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ اللَّهُ وَيَقُولُونَ فِي أَنْفُسِهِمْ لَوْلَا يُعَذِّبُنَا اللَّهُ بِمَا نَقُولُ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۸﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَنَاجَيْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَتَنَاجَوْا بِالْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۹﴾ إِنَّمَا النَّجْوَى مِنَ الشَّيْطَانِ لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيْسَ بِضَارِّهِمْ شَيْئًا إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱۰﴾

آیا ته نه گوری هغه کسانوته چه منع کړی شوی دی د جرگو کولو نه بیا راگرځی هغه کارته چه منع شوی دی دهغی نه او جرگی کوی په گناه او ظلم او په نافرمانئ د رسول سره اوهرکله چه دوی تاته راځی نو سلام کوی تاته په هغه طریقه چه سلام نه دی خودلی په هغی سره اللّه تعالٰی تاته او دوی وائي‌ په خپلو زړونو کښی ولی سزا نه راکوی مونږ ته اللّه تعالٰی د هغه چه مونږ وایو پوره دی دوی لره جهنم ورننوځی به دوی هغی ته نو بد ځای د ورتللو دی ﴿۸﴾
ای ایمان والو هرکله چه جرگی کوئ تاسو نو جرگی مه کوئ په گناه او ظلم سره اوپه نافرمانئ د رسول سره اوجرگئ کوئ په نیکی کولو او تقویٰ سره، او ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه هغه ذات چه هغه ته به جمع کړی شئ تاسو ﴿۹﴾
یقیناً دا قسم جرگی د شیطان (په وسوسی سره وی) ددی دپاره چه غمژن کړی مؤمنانو لره او نه دی ضرر ورکوؤنکی مؤمنانوته هیڅ ضرر مگرپه حکم د اللّه تعالٰی سره او خاص په اللّه تعالٰی باندی توکل کوی مؤمنان ﴿۱۰﴾

[۸] په دی کښی زجر دی په څلورو کارونو د مفسدانو سره - اول عود نجویٰ منهی عنه ته - دوهم تناجی دپاره د ناجائز کارونو دریم سلام کول خلاف د سنت نه څلورم ځآن دگناه اوعذاب نه پاک گنړل - (بِالْإِثْمِ) مراد ددی نه هرهغه گناه ده چه دحقوق د اللّه تعالٰی سره تعلق لری کفر، شرک، دروغ وئیل او بدکاری وغیره - (وَالْعُدْوَانِ) هغه گناه ده چه حقوق د بندگانو سره تعلق لری لکه ظلم کول، بهتان تړل، غیبت کول مال د غیر غصب کول وغیره (وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ) هرهغه گناه ده چه حق د پیغمبر سره تعلق لری لکه دهغه سنت نه مخالفت کول، دهغه بی ادبی کول، بدعات رسمونه رواجونه کول (حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ اللَّهُ) دا شامل دی هغه الفاظ او طریقی د سلام ته چه دشرعی نه خلاف وی لکه لفظ السَّامُ عَلَیکَ، په خیرراغلی، په ښه چارشی - اَنعِم صبَاحاً (صبادی ښه شه) ورځ دی ښه شه یاپه گوتو او په لاس اوچتولو سره سلام کافی گنړل او ابتداء په السّلام علیکم سره نه کول - اوپه داسی حالت کښی هغه حقدار د جواب د سلام نه دی -
[۹] روستو د زجرورکولو نه مفسدانو ته په ناجائز تناجی کولو مؤمنانو لره اول قانون اصلاحی د تناجی په باره کښی ذکرکوی حاصل دادی چه کله مؤمنان یوجرگه، اجلاس، میټنگ کوی یا یو اجلاس ته را اوبللی شی نوضروری داده چه د ناجائز اجلاس کولو او دهغی شرکت نه دی ځان بچ اوساتی (بِالْبِرِّ وَالتَّقْوَى) (بِر) اشاره ده امتثال د ماموراتو ته او تقویٰ اشاره ده اجتناب د منهیاتوته یا بِر احسان کول د مخلوق سره او تقویٰ حقوق اللّه ته اشاره ده -
[۱۰] په دی کښی رد دی په بی ضرورته جرگی کولو باندی او هغه جرگی کول د منافقانو دی په مخالفت د مؤمنانو کښی (لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آمَنُوا) یعنی منافقان چه هرکله جرگه کوی نو ضرور د مؤمنانو په مخالفت کښی ئی کوی - هغوی ته د ضرر رسولو دپاره ئی کوی (وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ) یعنی هرکله چه مؤمنان د هغوی د جرگو نه څه ویره محسوسه کړی او دهغوی د شر نه دی پناهی اوغواړی اوپه اللّه تعالٰی باندی دی ځان اوسپاری او د اللّه تعالٰی د مدد انتظار دی کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>