قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۵۳ اَلْحَشْر
مَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۷﴾ لِلْفُقَرَاءِ الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنْصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ ﴿۸﴾
هغه چه واپس کړی وی اللّه تعالٰی خپل رسول ته د کلو والونه، نو خاص د اللّه تعالٰی دپاره دی او د رسول اللّٰه ﷺ دپاره اودخپلوانو دهغه دپاره او د یتیمانو او مسکینانو او مسافرو دپاره دی ددی دپاره چه نه وی ادل بدل کیدونکی په مینځ دمالدارو کښی ستاسونه او هغه څیزچه درکړی دی رسول اللّٰه ﷺ نو اونیسئ هغه اوهغه څیز چه منع کړی ئی تاسو دهغی نه نومنع شئ اوویره کوئ د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی سخت عذاب ورکوؤنکی دی ﴿۷﴾
(دامالونه) دپاره د فقیرانو مهاجرینودی هغه کسان چه ویستلی شوی دی د کورونو خپلواو مالونو خپلونه لټوی دوی فضل د اللّه تعالٰی اورضا دهغه او مدد کوی دوی د اللّه تعالٰی او درسول دهغه سره دغه کسان دوی رشتینی دی ﴿۸﴾
[۷] په دی آیت کښی مصارف د مال فئ ذکرکوی روستو دذکر د غیر مستحقینونه او رد دی په طریقه د جاهلیت باندی (مِنْ أَهْلِ الْقُرَى) کلی د بنی نضیر او فدک اوبعضی کلی د بنی قریظه او خیبروغیره (فَلِلَّهِ) مراد ددی نه اختیار او تصرف د اللّه تعالٰی دی اولام دتصرف مستقله دپاره دی (وَلِلرَّسُولِ) دا لام د استحقاق او اختیاردتقسیم دپاره دی یعنی رسول اللّٰه ﷺ خپل خرج او د اهل خرچه به ددی مال نه کوله او باقی به ئی تقسیمولو (وَلِذِي الْقُرْبَى) دا لام صرف د استحقاق په طور دمصرف سره دی اومراد ددی نه مؤمنان د بنی هاشم او بنی مطلب دی اگر چه اغنیاء وی (كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ) په دی جمله کښی رد دی په رسم د جاهلیت باندی په باره د مال فئ کښی ځکه چه په جاهلیت کښی مال فئ او مال غنیمت کښی به پوره څلورمه حصه د رئیس د هغوی وه ددی وجی نه هغی ته به مرباع یا ربیع القوم وئیلی کیدلو اوباقی دری حصو کښی به هم دهغه اختیاروؤ که چاله به ئی ورکولی اوکه نه ورکولی اواکثربه ئی مالدارو کښی تقسیمولی (وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ) دا لفظ عام دی ټولو اوامرو دقرآن او سنت ته اومال فئ په کښی داخل دی او مَااّمَرَکُم، ئی نه دی وئیلی دپاره ددی چه شامل شی هرهغه قول او فعل او حال ته چه دصحیح حدیث نه ثابت وی نوکوم عمل چه نبی ﷺ همیشه دپاره ترک کړی وی نومونږبه هغه ترک کوؤ دغه حال هم په اتاکم کښی داخل دی -
[۸] په دی کښی اصل مستحقین د مال فئ ذکرکوی چه هغه دری قسمه دی او علت د استحقاق ته اشاره کوی او صفات د مهاجرینو پنځه ذکرکوی (وَيَنْصُرُونَ) یعنی روستو دهجرت دعوت او جهاد کول ئی نه دی پریخودلی بلکه هغه جاری ساتی (أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ) معلومه شوه چه هجرت اونصرت د دین د اللّه تعالٰی دلیل دصدق دایمان دی -