قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۵۴ اَلْحَشْر
وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۹﴾ وَالَّذِينَ جَاءُوا مِنْ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۱۰﴾
او هغه کسان چه آباد شوی دی په کورونو کښی (اوحاصل کړی دی) ایمان مخکښی د راتللو دمهاجرینونه مینه کوی دهغه چاسره چه هجرت کوی دوی ته اودوی نه مومی په خپلو سینوکښی خفگان دهغه څیزنه چه ورکړی شی (مهاجرینوته) او غوره کوی په خپلو ځانونو باندی (مهاجرینولره) اگر چه وی په دوی باندی لوږه او څوک چه بچ اوساتلی شو د حرص دنفس نه نو دغه کسان دوی کامیاب دی ﴿۹﴾
او هغه کسان چه راځی روستو ددوی نه دوی وائي ای ربه ځمونږ بخنه اوکړی مونږ ته او ورونړو ځمونږ ته هغه چه مخکښی ځمونږ نه ئی حاصل کړی دی ایمان لره اومه اچوی په زړونو ځمونږ کښی خفگان دهغه چانه ایمان ئی راوړی دی ای ربه ځمونږ یقیناً ته شفقت کوؤنکی رحم کوؤنکی ئی ﴿۱۰﴾
[۹] په دی کښی پنځه صفات د انصارو ذکرکوی اودوی لره هم حصه ده په مال فئ کښی (مِنْ قَبْلِهِمْ) مراددی نه قبْل هِجْرَتَهُمْ، دی یعنی د مهاجرینو مدینی ته د راتللونه وړاندی انصارو مدینه کښی سکونت کوؤ او اکثرو ایمان راوړی وؤ ځکه ددوی دوه وفدونو مکی کښی د نبی ﷺ سره بیعت د عقبی کړی وؤ اوبیا دهغوی په دعوت سره اکثرو مدینی والو ایمان راوړی وؤ (وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً) مراد د (حاجة) نه حسد، بغض او غش او خفگان دی (مِمَّا أُوتُوا) یعنی مهاجرینو ته چه مال فئ او زکوٰة وغیره ډیرورکړی شی او عزت او مرتبه ورکړی شوی ده نو انصار په هغی باندی هیڅ خفگان او حسد نه کوی (وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ) دا دلیل د محبت او عدم حسد او د اخلاص د انصارو دی - خَصَاصَةٌ، نفس احتیاج او ضرورت او لوگی ته وئیلی کیږی یعنی ددوی ایثار د وجی د استغناء نه دی بلکه سره داحتیاج نه د محبت د وجی نه دی او دانصارو داحتیاج ډیرواقعات احادیثو کښی راغلی دی او مفسّرینو ئی ډیری قصی لیکلی دی - (وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ) په دی کښی دی اشاره ده چه دا تیرشوی اوصاف دلیل دی چه انصارو کښی شح او بخل نه وؤ او دوی مستحق دفلاح دی - شح او بخل کښی فرق دادی چه بخل عام دی که طبیعت گرځیدلی وی یا نه وی او شح دادی چه حرس د انسان طبیعت اوگرځی - ابن کثیردامام احمد نه حدیث نقل کړی دی چه شح او ایمان په زړه د بنده کښی چیری نه جمع کیږی -
[۱۰] په دی کی دریم قسم خلق ذکرکوی چه دهغوی په مال فئ کښی حق دی چه هغه تابعداری کوؤنکی او دعا کوؤنکی دی صحابه کرامو (مهاجرینو او انصارو) ته ترقیامته پوری (وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ) مراد د اخوت نه ایمانی اخوت دی په دلیل د الَّذِین سبقونا بالایمان سره اودا لفظ شامل دی ټولو مؤمنانوته عموماً چه د هرنبی په امت کښی وی او خصوصاً صحابه کرامو ځمونږ د نبی ﷺ ته - (غِلًّا) طبعی خفگان ته وئیلی کیږی او دا ادنیٰ څیزدی په نسبت دحسد او بغض سره نو ازاله د ادنیٰ مستلزم ده ازالی د اعلٰی لره (لِلَّذِينَ آمَنُوا) په دی کښی قید د سبقونا نه دی ذکرکړی اشاره ده زیات عموم ته که تیرشوی مؤمنان وی او که موجوده وی - قرطبی وئیلی دی چه دا آیت دلیل دی چه محبت دصحابه کرامو سره واجب دی ځکه چه شرط د حق د فئ دپاره ئی د هغوی استغفار او عدم غِل گرځولی دی نو څوک چه ټولو صحابو یا یو دهغوی ته بده وینا کوی یا ورسره بغض کوی نو هغه لره په مال د فئ کښی حق نیشته - او د مصعب بن سعد رضی اللّه عنه نه روایت دی چه خلق په دری قسمه دی (مهاجرین، انصار) دا دواړه خو تیرشوی دی او دریم قسم (تابعون باحسان) دا اوس هم باقی دی نوځان په دی قسم کښی داخل کړئ یعنی دصحابه کرامو سره بعض مه کوئ او دهغوی تابعداری کوئ او داسی قول د ابن ابی لیلٰی نه هم نقل دی -