قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۵۵ اَلْحَشْر
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِنْ قُوتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۱﴾ لَئِنْ أُخْرِجُوا لَا يَخْرُجُونَ مَعَهُمْ وَلَئِنْ قُوتِلُوا لَا يَنْصُرُونَهُمْ وَلَئِنْ نَصَرُوهُمْ لَيُوَلُّنَّ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ ﴿۱۲﴾
آیا نه گوری هغه کسانو ته چه منافقت ئی کړی دی وائي ورونړو خپلو ته هغه کسان چه کفر ئی کړی دی د کتابیانو نه که چیری اویستلی شوئ تاسو ضرور مونږ به اوځو تاسو سره او خبره نه منو مونږ ستاسو په باره کښی د هیچ چا چیری او که تاسو سره جنگ کیدی شی ضرور به مونږ ستاسو مدد کوؤ او اللّه تعالٰی گواهی کوی چه یقیناً دوی دروغژن دی ﴿۱۱﴾
که چیری اویستلی شی هغوی نو دوی نه اوځی د هغوی سره او که چیری جنگ کیدی شی ددوی سره نو دوی مدد نه کوی دهغوی سره او که چیری دوی ورسره مدد اوکړی خامخا اوبه گرځوی شاگانی بیا به ددوی سره امداد نشی کیدی ﴿۱۲﴾
[۱۱] ددی آیت نه دوهم باب دی د اخر دسورة پوری په دی باب کښی دیارلس قبائح د منافقینو ذکرکوی دا هغه قبائح دی چه د اجلاء د بنی نضیرو په وخت کښی منافقانو کښی ښکاره شول - او دی کښی زجرونه دی منافقانو ته او ددوی دقباحت ښکاره دپاره دوه مثالونه ذکرکوی - بیا امردی مؤمنانوته په تقویٰ سره او تحذیر دی مشابهت د منافقانو او کافرانو سره او بیان دفرق ددوی دی بیا ترغیب دی قرآن ته دپاره دحصول د خشیت او اختتام دی په ذکر دمسئلی د توحید سره په اسماء او صفاتو د اللّه تعالٰی اودا مقصد د خشیت دی (نَافَقُوا) په دی کښی اشاره ده چه دا روستو اوصاف ټول د نفاق دوجی نه دی - (لِإِخْوَانِهِمُ) هغوی سره اخوت د اعتقاد او د دوستانی د وجی نه دی (الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ) مراد ددینه بنونضیردی (لَكَاذِبُونَ) کذب په دی وجی سره دی چه دوی دا وعده په خولی سره کوی اوپه زړه کښی ئی اراده د وفا نیشته یا ددی وجی نه چه دوی دا کار نشی کولی هسی وائي -
[۱۲] په دی کښی اثبات د کذب ددوی دی او دمنافقانو څلورحالات ذکرکوی -