قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۵۹ اَلْحَشْر
هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۴﴾
خاص هغه اللّه تعالٰی دی پیدا کوؤنکی دی جدا جدا کوؤنکی شکلونه ورکوؤنکی دی خاص هغه لره نومونه دی ښائسته پاکی وائی هغه لره هغه څیزونه چه په آسمانونو کښی دی اوځمکه کښی دی اوخاص هغه زورآور حکمتونو والا دی ﴿۲۴﴾
[۲۴] داصفات هم په تصرف اوقدرت باندی دلات کوی (الْخَالِقُ) د خلق نه دی اوپه معنیٰ دتقدیردی لکه (خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ) یا په معنیٰ دقدّر دی یاپه معنیٰ د نطفی نه جوړول د بدن دی (الْبَارِئُ) هریولره دبل نه په فرق او تفاوت سره جوړوؤنکی (الْمُصَوِّرُ) شکل اوصورت دمخ اود اندامونو جوړوؤنکی (لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى) دا هم صفت د اللّه تعالٰی دی په اجمالی ذکرسره او اسماء نه اسماء صفتیه مراد دی په صیغه د اسم فاعل او صفة مشبه او اسم تفضیل سره اودا اسماء په قرآن کریم کښی غیراضافی (۹۲) دی او اضافی (۲۶) دی او ددی نه علاوه په احادیثو صحیحو کښی دی - او داسماء حسنیٰ حصر په خاص عدد کښی نیشته دی اوکوم چه په حدیث صحیح کښی ذکردی چه اللّه تعالٰی لره یوکم سل نومونه دی نو دهغی مطلب د محدثینوپه نیزباندی دادی چه ثواب خاصّه (مَن أحْصَاهَا دَخَلَ الجَنَّةَ) په دی کښی یوکم سلوپوری دی او حدیث صحیح کښی راغلی دی چه صبا او بیگاه دری ځله (أَعُوذُ بِاَللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِنْ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ) اوئیلو بیا دا دری آیاتونه یو ځل اولولی نو اللّه په ده باندی اویازره ملائک مقررکړی دعا ورله غواړی اوکه مړشی په دغه شپه یا ورځ کښی نومرگ به ئی د شهادت وی - ( (اَللَّهُمَّ أرْزُقْنَا مَوْتَ الشَّهَادَةِ فِیْ سَبِیْلِک)