قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۶۴ اَلْمُمْتَحِنَة
إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۹﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءَكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ وَآتُوهُمْ مَا أَنْفَقُوا وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنْكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنْفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنْفَقُوا ذَلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۰﴾
یقیناً منع کوی تاسو لره اللّه تعالٰی د هغه کسانو نه چه جنگ کوی تاسوسره په دین کښی او ویستلی ئی تاسو د کورونو ستاسونه او امداد ئی کړی دی په ویستلو ستاسوباندی چه دوستانه کوئ تاسو دهغوی سره او چا چه دوستانه اوکړه دهغوی سره نودغه کسان دوی ظالمان دی ﴿۹﴾
ای ایمان والو هرکله چه راشی تاسوته مؤمنی زنانه هجرت کوؤنکی نو امتحان واخلئ دهغوی (دایمان) اللّه تعالٰی ښه پوهه دی په ایمان د هغوی نو که ستاسو علم راغی چه دوی مؤمنی دی نو مه واپس کوئ دوی لره کافرانو ته، نه هغوی حلالی دی دوی لره او نه دوی حلال دی هغوی لره او ورکوئ دوی ته هغه خرچ چه کړی وی هغوی (په زنانؤباندی) او گناه نیشته په تاسوباندی چه نکاح اوکړئ تاسو دهغوی سره کله چه ورکوئ تاسو مهرونه دهغوی او مه راټینگوئ نکاحونه د کافرو ښځو او غواړئ تاسو هغه چه خرچ کړی وی تاسواو هغوی دی هم غواړی هغه چه هغوی خرچ کړی وی، دا فیصله د اللّه تعالٰی ده فیصله کوی په مینځ ستاسو کښی او اللّه تعالٰی عالم دی په هرڅه حکمتونو والا دی ﴿۱۰﴾
[۹] په دی آیت کښی دوهم قسم د کافرانو ذکرکوی چه دهغوی سره هرقسم احسان او موالات کول حرام دی او هغه مقابلین ظالمان دی - او ددوی دشمنی په دری طریقو سره ښکاره ده قتال کول دمؤمنانو سره - د وطن نه ویستل او نورو دشمنانو سره مدد کول په دی دری واړو کښی اگر چه یو عمل هم موجود وی نو هم په دی قسم کښی داخل دی -
[۱۰] هرکله چه حکم اوکړی شو په براء ت د کافرانو سره په اول دسورة کښی نوتقاضا د برائت داده چه دکافرانو او مؤمنانو په مینځ کښی تعلق د نکاح هم ختم کړی شی نوپه دی آیت کښی دا حکم ذکرکوی - او حاصل ددی آیت دادی چه په دی شپږ احکام دی اول امتحان د مهاجراتو دوهم کافرانو ته واپس کول، دریم حرمت د نکاح دمؤمنی زنانه په کافر نارینه باندی او برعکس هم، څلورم د مشرکانو مهر او مال واپس کول، پنځم مشرکی زنانه د نکاح نه ویستل - شپږم د مشرکانو نه خپل مالی حق طلب کول - او سبب ددی احکامو دا وؤ چه په صلح حدیبیه کښی یوشرط دا مقررکړی شو چه دمشرکانو نه څوک مؤمنانو ته هجرت اوکړی نو هغه به کافرانو ته واپس ورکیدی شی - نوهر کله چه په دغه وخت کښی د مکی نه بعضی زنانو هجرت اوکړو مدینی منوری ته نو کافرانو دهغوی د واپسئ مطالبه اوکړه نو اللّه تعالٰی دا آیت نازل کړو اوپه دی کښی تشریح اوشوه چه شرط د واپسئ په نارینو پوری خاص دی زنانو ته شامل نه دی (فَامْتَحِنُوهُنَّ) هرکله چه هجرت دپاره ډیر اسباب دی او خصوصاً زنانه د هجرت دپاره کله سبب وی د خاوند سره اختلاف او کله محبت دبل سړی سره - اوکله خاوند ته ضرر ورکول ددی وجی نه امتحان کول ضروری دی چه معلومه شی چه ددوی هجرت فقط دپاره د ایمان دی او که نه (فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ) په ذریعه د قسم او شهادت دژبی سره او په نورو علاماتو سره هم ظن غالب حاصلیږی لیکن په شرع کښی په دی باندی هم اطلاق د علم کیدی شی لکه سورة یوسف (۸۱) کښی دی (لَا هُنَّ حِلٌّ لَهُمْ) په ابتداء د اسلام کښی نکاح د مشرکانو د مؤمنانو سره جائز وؤ ددی وجی نه د نبی ﷺ بعضی لونړه مشرکانو ته واده شوی وی نوپه دی آیت سره ددی حرمت راغی (وَآتُوهُمْ مَا أَنْفَقُوا) دا حکم خاص دی په حالت دصلح په مینځ د مؤمنانو او کافرانو کښی لکه په وخت دصلح حدیبیه کښی او قول د قتاده رحمه اللّه دی او دا صحیح دی او مراد د انفقوا نه هغه مهر دی چه خاوند ورکړی وی او پیشگی نفقه ده (وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنْكِحُوهُنَّ) یعنی اگرچه مشرک خاوند دی ښځی ته طلاق نه وی ورکړی لیکن نکاح ددوی مات شوی نو روستو د استبراء یا د عدت تیریدلونه د مسلمان سره نکاح کول جائزدی - (وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ) یعنی لکه چه نکاح د مؤمنی د کافر سره مات شو نو دارنگ نکاح د کافری ښځی د مؤمن سره هم ختم شو - او اتفاق د مفسرینو دی چه مراد ددینه مشرکه غیر کتابیه دی او کتابیی حکم ددی نه خاص کړی شوی دی په سورة مائده (۵) کښی (وَاسْأَلُوا مَا أَنْفَقْتُمْ) دا خاص دی په زمانه د عهد او دصلح پوری بالاتفاق او اشاره ده چه دا حق د جانبینو دی د وجی د عهد نه -