قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۶۳ اَلْمُمْتَحِنَة

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِيهِمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَمَنْ يَتَوَلَّ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۶﴾ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّةً وَاللَّهُ قَدِيرٌ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۷﴾ لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴿۸﴾

یقیناً‌ شته دی ستاسو دپاره په دوی کښی نمونه د تابعدارئ ښائسته دپاره دهغه چا چه امید لری د ملاقات د اللّه تعالٰی او د ورځ روستنئ او چاچه مخ اوگرځوؤ نویقیناً‌ اللّه تعالٰی هغه بی حاجته سائیلی شوی دی ﴿۶﴾
امید دی چه اللّه تعالٰی به جوړه کړی په مینځ ستاسو اوپه مینځ دهغه کسانو کښی چه تاسو ورسره دشمنی کوئ ددوی نه دوستانه او اللّه تعالٰی قدرت والا دی او اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی ﴿۷﴾
نه منع کوی تاسولره اللّه تعالٰی دهغه کسانو نه چه نه ئی دی کړی جنگ تاسو سره په دین اسلام کښی او نه یئ ویستلی تاسو د کورونو ستاسونه چه نیکئ کوئ تاسو د هغوی سره او ورکوئ حق په انصاف سره هغوی ته یقیناً اللّه تعالٰی مینه کوی د انصاف کوؤنکو سره (په حق ورکولو کښی) ﴿۸﴾

[۶] دائی دوباره ذکرکړو - یو وجه د تکرار داده چه په دی کښی ئی قید اولگوؤ د لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ، چه دا اقتداء‌ په صحیح عقیده او نیت سره په کار ده هغه وخت به فائده ورکوی - دوهمه وجه داده چه مخکښی حکم د اقتداء‌ وؤ په برائت عن المشرکین کښی فقط اوپه دی کښی ترغیب دی په اقتداء‌ سره په ټول ملت ابراهیمیه کښی چه پوره توحید دی (وَمَنْ يَتَوَلَّ) یعنی چا چه اعراض اوکړو د اقتداء د ابراهیم علیه السلام نه یعنی برائت د مشرکانو نه نه کوی او دهغوی سره عداوت نه ښکاره کوی نوده ځان ته ضرر اورسوؤ ځکه چه اللّه تعالٰی خو غنی ذات دی -
[۷] ددی آیت نه دوهم باب دسورة دی ترآخرپوری - په دی کښی اول تسلی ده په لری کولود دشمنئ بیا تقسیم د کافرانودی دوؤ قسمونوته اول قسم سره تعلق دنیوی جائزدی او دوهم سره مطلق تعلق ساتل منع دی - بیا دوه قانونه دی دپاره د دخول د زنانو په اسلام کښی اول قانون په وخت مصالحت پوری خاص دی او دوهم عام دی اوپه آخری آیت کښی بیا دعویٰ دسورة ذکرکوی - په دی (۷) کښی تسلی ده مؤمنانوته روستو د امر کولو دبرائت نه کافرانوسره (چه دشمنان ددین دی) اشاره ده چه برائت کول چه په حکم د اللّه تعالٰی سره او د اللّه تعالٰی دپاره وی نو ښه نتیجه ورکوی (عَسَى) دا لفظ‌ اگرچه امید دپاره وی لیکن اللّه تعالٰی خو د امیدونو لرلو نه پاک دی ددی وجی نه داپه معنیٰ د تحقیق سره دی -
[۸] په دی آیت کښی د کافرانواو مشرکینو هغه قسم ذکرکوی چه هغوی په مؤمنانو باندی هیڅ ظلم نه دی کړی نو ددوی سره دنیوی تعلقات په بِرّ او قِسط ورکولو سره جائزدی اگرچه موالات ورسره منع دی او دا حکم اوس هم جاری دی (أَنْ تَبَرُّوهُمْ) د بِرّ نه مراد دنیوی او انسانی حسن سلوک کول اوچه هغوی سره قرابت د نسب وی نو صِله رحمی ساتل مراد دی لکه حدیث داسماء بنت ابی بکر رضی اللّه عنها کښی راغلی دی چه نبی ﷺ هغی ته اجازت ورکړی وؤ چه دمور سره صِله رحمی اوکړه کله چه مور ئی مشرکه وه (وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ) د اقتساط نه مراد د مال څه حصه ورکول په طورداحسان یا د صله رحمی سره دی عدل کول مراد نه دی ځکه عدل په مؤمن باندی دهرکافر سره واجب دی اوپه بّر او اقساط کښی هغوی ته دعوت دتوحید او سنت هم داخل دی په نرمه لهجی سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>