قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۶۲ اَلْمُمْتَحِنَة
قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ رَبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ ﴿۴﴾ رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۵﴾
یقیناً شته دی ستاسو دپاره نمونه د تابعدارئ ښائسته په ابراهیم علیه السلام اوپه هغه کسانو کښی چه دهغه سره وؤ کله چه دوی اوئیل خپل قوم ته یقیناً مونږ ویزاره یو ستاسونه او دهغه چانه چه تاسوئی بندگی کوئ سیوا د اللّه تعالٰی نه انکار کوؤ ستاسو دطریقی نه او ښکاره ده په مینځ ځمونږ او ستاسو کښی دشمنی او کینه همیشه تردی پوری چه ایمان راوړئ تاسوپه اللّه تعالٰی چه یو دی (په معبودیت کښی) مگر وینا د ابراهیم علیه السلام پلار خپل ته ضرور به زه بخنه غواړم تالره او وس نه لرم ستا دبچ کولو د عذاب د اللّه تعالٰی نه هیڅ قسم ای ربه ځمونږه په تاباندی مونږ ځان سپارلی دی او خاص تاته مونږ درگرځو په بندگئ سره او خاص تاته گرځیدل دی دپاره د جزاء ﴿۴﴾
ای ربه ځمونږه مه گرځوی مونږ ازمائش دپاره دکافرانو او بخنه اوکړی مونږ ته ای ربه ځمونږ یقیناً ته خاص ته زورآور حکمتونو والا ئی ﴿۵﴾
[۴] په دی کښی جواب سوال دی یعنی که اوويلی شی چه د خپلوانو رشته دارانو سره برائت کول دا خو بی دینی ده نو جواب اوشو چه دا خودین د ابراهیم علیه السلام دی چه هغه او ملگرو دهغه د مشرکانو نه برائت کړی وؤ اگرچه دهغوی پلاران او اولاد وغیره وؤ نو دهغوی اقتداء کول لازم دی (وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ) یعنی هغوی ته مونږ هیڅ حق د معبودیت نه ورکوؤ عبادت بدنیه مالیه هغوی لره نه کوؤ (كَفَرْنَا) په معنیٰ لغوی سره دی یعنی انکار کول - یعنی انکار کوؤ مونږ ستاسو د مبعودانو اوستاسو ددین د حقانیت نه یا ستاسو سره د تعلق ساتلونه (حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ) اشاره ده چه سبب دبرائت او دشمنئ کولو د توحید نه انکارکول دی نو معلومه شوه چه مؤمن سره برائت کول حرام دی هان هجران کول دیو مصیبت دوجی نه جائزدی لیکن د برائت او هجران کولو په مینځ کښی فرق دی - برائت کول صرف په مشرک پوری خاص دی لکه سورة توبه (۳،۱) او سورة انعام (۷۸،۱۹) سورة هود (۵۴،۳۵) (إِلَّا قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ) یعنی د ابراهیم علیه السلام اقتداء په ټولو اقوالواو افعالو دهغه کښی ضروری ده مگرپه دی قول کښی تابعداری مه کوئ یعنی دمشرک دپاره د استغفار وعده مه کوئ او استغفار ورله مه غواړئ او هغه چه استغفار غوښتلو دهغی تفصیل په سورة توبه (۱۱۴) کښی تیرشوی دی او دا قول دابراهیم علیه السلام په سورة مریم (۴۷) کښی ذکرشوی دی (رَبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا) یعنی مشرک قوم نه برائت کول او دهغوی سره دشمنی کول خو مشکل عمل دی لیکن په اللّه تعالٰی باندی په توکل کولوسره هرمشکل اسانیږی -
[۵] دا هم دعا د ابراهیم علیه السلام ده یا امردی په دی سره مؤمنانو ددی امت ته (فِتْنَةً) مراد ددی نه عذاب دی یعنی د کافرانو په لاس باندی مونږ له عذاب مه راکوی یا فتنه په معنیٰ د امتحان اوپه شرک باندی پوخ پاتی کیدلو ته وئیلی کیږی او ذکر دمسبب او مراد ترینه سبب دی چه هغه عذاب یا تسلط د کافرانو دی په مؤمنانوباندی یعنی ای ربه په مونږباندی عذاب د خپل طرف یا د کافرانو دطرف نه مه راولی چه هغه به سبب اوگرځی دپاره د پخیدلو د کافرانو په شرک باندی یعنی هغوی به گمان اوکړی چه مونږپه حقه باندی یو نوددی وجی نه په مؤمنانوباندی عذاب راغی یا ځمونږغلبه او تسلط ورباندی راغی -