قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۶۱ اَلْمُمْتَحِنَة
إِنْ يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا لَكُمْ أَعْدَاءً وَيَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُمْ بِالسُّوءِ وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ ﴿۲﴾ لَنْ تَنْفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَفْصِلُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۳﴾
که چیری ددوی وس برشی په تاسوباندی نوکیږی دوی ستاسو دشمنان او اوږده وی دوی تاسو ته لاسونه خپل او ژبی خپلی په بدئ سره او دوی غواړی چه تاسو کفراوکړئ ﴿۲﴾
هیچ چیری نفع نه درکوی تاسوته خپلولی ستاسو او نه اولاد ستاسو په ورځ دقیامت جدائي به اوکړی په مینځ ستاسو کښی او اللّه تعالٰی ستاسوعملونو لره لیدونکی دی ﴿۳﴾
[۲] په دی آیت کښی دری علتونه (یعنی اوصاف د کافرانو) ذکر کوی دپاره دبرائت کولو دهغوی نه - (إِنْ يَثْقَفُوكُمْ) دا لفظ استعمالیږی په موندلو کښی سرهٔ دغلبی نه (وَأَلْسِنَتَهُمْ) په کنځلو او طعنونو وئیلوسره، او ایدیهم ئی مخکښی ذکرکړو اشاره ده ډیری دشمنئ کولوته -
[۳] په دی کښی جواب دعذر دی چه حاطب رضی اللّه عنه ذکرکړی وؤ - (وئیلی وؤ چه ما دوی ته خط ددی وجی نه لیږلی وؤ چه په دوی باندی ځما احسان راشی نو په مکه کښی به ځما د اهل او قرابت والا او مالونو حفاظت اوکړی) حاصل جواب دادی چه دقرابت او اولاد په سبب د عذاب الٰهی نه بچ کیدل نشی کیدلی - د بخاری په روایت کښی په معذرت دده کښی قرابت ذکردی او نورو روایتونو کښی مال او اهل او اولاد هم ذکرکړی دی - او هرکله چه امید د نفع ورکولو په سختئ کښی د خپلوانو سره اول کیدی شی نو دهغوی ذکر ئی مخکښی راوړو - او کیا هراسی نه نقل دی چه ددی آیت نه معلومه شوه چه دخوف د مال او اولاد د وجی نه فتنه ددین قبلول نشی جائز کیدی -