تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۰۱ اَلْمُلْك

وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِلشَّيَاطِينِ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِيرِ ﴿۵﴾ وَلِلَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۶﴾ إِذَا أُلْقُوا فِيهَا سَمِعُوا لَهَا شَهِيقًا وَهِيَ تَفُورُ ﴿۷﴾ تَكَادُ تَمَيَّزُ مِنَ الْغَيْظِ كُلَّمَا أُلْقِيَ فِيهَا فَوْجٌ سَأَلَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَذِيرٌ ﴿۸﴾

او یقیناً ډولی کړی دی مونږ آسمان نزدی لره په چراغونو سره او جوړ کړی دی مونږ هغه ویشتونکی د شیطانانو او تیارکړی دی مونږ ددوی دپاره عذاب داور بل کړی شوی ﴿۵﴾
او هغه کسانو لره چه کفرئی کړی دی په رب خپل باندی عذاب د جهنم دی اوبد دی ځای د ورتللو ﴿۶﴾
کوم چه اوغورځولی شی دوی په هغی کښی نو اوری به هغی لره هینړار او هغه به خوټکیږی ﴿۷﴾
نزدی ده چه اوبه چوی د وجی د غصی نه هر وخت چه اوغورځولی شی په هغی کښی یوه ډله نو تپوس به کوی ددوی نه څوکیداران د هغی (دجهنم) آیا نه وؤ راغلی تاسو ته ویره درکوؤنکی ﴿۸﴾

[۵] دا بل دلیل عقلی دی مشتمل دی په نورو برکاتو سماویه باندی چه هغه تزیین (ښائست) د آسمان دی او رجم د شیاطینو دی دپاره دحفاظت د آسمان او د حفاظت د وحی د تلبیس د کاهنانو نه - نو دا دنیوی او دینی او ظاهری او باطنی برکات دی (السَّمَاءَ الدُّنْيَا) ددی تفصیل دسورة صافات په اول کښی تیرشوی دی او ظاهر نه معلومیږی چه ستوری په نورو آسمانونو کښی نیشته صرف په اول آسمان کښی دی (بِمَصَابِيحَ) واړه ستورو ته وئیلی شی چه هغه ثوابت ستوری دی ددی وجی نه بعضی اهل علمو وئیلی دی چه غټ ستوری (سیارات) د آسمان د لاندی دی په خپل فلک (مدار) کښی او ثوابت ستوری په آسمان کښی دی - دریم قول دادی چه ټول د آسمان نه کوز دی (وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِلشَّيَاطِينِ) مراد ددی نه هغه شیطانان دی د جناتو نه چه کاهنانو ته د ملائکو خبری راوړی او دروغ ورسره یوځای کوی لکه چه په حدیث کښی راغلی دی - (سوال) هرکله چه دا ستوری اویشتلی شی نو زینت خوبه خراب شی؟ (جواب) د ستوری نه یوه شغله جدا کړی شی چه هغی ته شهاب وئیلی شی اوپه هغی سره ویشتل اوشی او ستوری په خپل ځای باندی پوره پاتی وی (وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ) دا عذاب اخروی دی سعیر په معنیٰ د مسعورة سره دی تیز بل کړی شوی -
[۷،۶] د أَعْتَدْنَا نه تر (۱۱) پوری دا اته هیبتونه د آخرت ذکرکوی (وَلِلَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ) مراد هغه خلق دی چه شرک کوی په برکات ورکولو کښی یعنی برکات ورکوؤنکی ماسیویٰ اللّه لره گنړی - (إِذَا أُلْقُوا فِيهَا) غورځول په جهنم کښی به داسی وی لکه چه لرگی (خشاک) دلری نه اوغورځیدلی شی (سَمِعُوا لَهَا شَهِيقًا) سورة هود (۱۰۶) کښی تیرشوی دی چه جهنمیانو به زفیراو شهیق وی او دلته مراد دادی چه دجهنم به شهیق وی نو دا دواړه حالتونه به وی د جهنم به هم شور او داهل جهنم به هم شور وی (وَهِيَ تَفُورُ) لکه کټوئ کښی چه څه پخیږی نو کټوئ د ډیر گرموالی نه خوټ کیږی -
[۸] دا کنایه ده د ډیری سختی غصی نه او دا صفات د جهنم په حقیقت باندی حمل دی اللّه تعالٰی قادر دی چه په اور کښی دا صفتونه پیدا کړی (كُلَّمَا أُلْقِيَ فِيهَا فَوْجٌ) د حال د جهنم نه روستو حال د اهل جهنم ذکرکوی او اشاره کوی چه ددوی هیڅ عذر نیشته او سبب دعذاب شته دی ځکه چه نذیر راغلی وؤ او دوی ئی تکذیب کړی وؤ (فَوْجٌ) اشاره ده چه اهل جهنم به مختلف جماعتونه وی لکه چه سورة نباء (۱۸) کښی ئی افواجاً وئیلی دی او سورة نمل (۸۳) کښی هم داسی دی (سَأَلَهُمْ) دا تپوس دپاره د الزام د حجت دی لکه سورة غافر (۵۰) کښی تیرشوی دی (نَذِيرٌ) رسول او نائبان د رسول مراد دی اشاره ده چه اللّه تعالٰی بغیر د ارسال درسول یا دنائب د هغه نه عذاب نه ورکوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>