تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۰۲ اَلْمُلْك
قَالُوا بَلَى قَدْ جَاءَنَا نَذِيرٌ فَكَذَّبْنَا وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ اللَّهُ مِنْ شَيْءٍ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ كَبِيرٍ ﴿۹﴾ وَقَالُوا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِي أَصْحَابِ السَّعِيرِ ﴿۱۰﴾ فَاعْتَرَفُوا بِذَنْبِهِمْ فَسُحْقًا لِأَصْحَابِ السَّعِيرِ ﴿۱۱﴾ إِنَّ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَيْبِ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ ﴿۱۲﴾
دوی به اوائی هان ولی نه یقیناً، راغلی وؤ مونږ ته ویره راکوؤنکی نو دروغژن اوگنړل مونږ او مونږ اوئیل نه دی نازل کړی اللّه تعالٰی هیڅ څیز نه ئی تاسو مگرپه گمراهئ لویه کښی ئی ﴿۹﴾
او دوی به اوائي که چیری مونږ اوریدلی یا مو د عقل نه کار اخستلی نه به وی مونږ په اور والو کښی ﴿۱۰﴾
نو اقرار اوکړو دوی په گناهونو خپلو باندی نو تباهی ده اوروالو لره ﴿۱۱﴾
یقیناً هغه کسان چه ویره کوی د رب خپل نه بی د لیدلونه دوی دپاره بخنه او ثواب لوئی دی ﴿۱۲﴾
[۹] (وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ اللَّهُ مِنْ شَيْءٍ) دا ډیره مبالغه ده په تکذیب کښی لکه چه سورة انعام (۹۱) اوسورة یٰس (۱۵) کښی تیرشوی دی او داد وجی د ضد او عناد نه وائي (إِنْ أَنْتُمْ) داهم قول د کافرانو دی د زیادت تکذیب په باره کښی یا قول د ملائکو دی جهنم والو ته -
[۱۰] (لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ) د حق د علم حاصلولو دپاره دوه طریقی دی یو آوریدل د قرآن او دسنت اوبل په عقل او فکرسره صحیح اجتهاد کول او دا دواړه کافرانو پریخودلی وی (سوال) بعضی علماؤ دی نه تقلید او اجتهاد ثابت کړی یعنی د نسمع نه تقلید مراد کوی؟ (جوااب) دا باطل قول دی ځکه نسمع نه مراد آیاتونه او نصوص اوریدل دی د نذیر نه ځکه چه مخکښی آیت کښی د نذیر او د ما انزل ذکر تیرشوی دی - او نصوص اوریدل او د هغی تابعداری کول خو اتباع ده په دی باندی د تقلید اطلاق کول د معنی د تقلید نه غفلت کول دی او ددی وجی نه شربینی وئیلی دی نَسمَعُ کَلَامَ الرُّسُل - قرطبی وئیلی دی نَسمَعُ مِنَ النُّذُرِ، یعنی الرسل - ابن کثیروئیلی دی نَسمَعُ مَا اَنْزَلَ مِنَ الْحََقَّ - اوهرقول چه خلاف وی د تفسیردصلف صالحینو نه نو هغه تفسیر نه وی بلکه تحریف وی -
[۱۱] دا حاصل د ماقبل دی او تصریح ده چه په داسی وخت کښی اقرار کول او پښیمانی کول هیڅ فائده نه ورکوی (بِذَنْبِهِمْ) مراد دمفرد نه جنس دی یعنی ډیر گناهونه مراد دی (فَسُحْقًا) سحق په اصل کښی څولول د څیزدی تردی پوری چه ختم کړی شی او استعمالیږی په معنیٰ د لری کیدلو درحمت د اللّه تعالٰی نه اوپه معنیٰ دلعنت، اوپه معنیٰ د هلاکت سره هم استعمالیږی -
[۱۲] دا بشارت دی روستو د تخویف نه (يَخْشَوْنَ) خشیت خوف دی سره دتعظیم د مخشیٰ نه (هغه چه ویره ترینه کیدی شی) (بِالْغَيْبِ) دوی غائب دی یعنی رب ئی نه دی لیدلی یا د رب عذاب ددوی نه غائب دی یاپه داسی حال کښی دی چه دخلقو نه غائب دی یعنی جدا دی، دا ټولی معانی مراد کیدی شی -