تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۰۳ اَلْمُلْك
وَأَسِرُّوا قَوْلَكُمْ أَوِ اجْهَرُوا بِهِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۱۳﴾ أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ ﴿۱۴﴾ هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ ﴿۱۵﴾ أَأَمِنْتُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ أَنْ يَخْسِفَ بِكُمُ الْأَرْضَ فَإِذَا هِيَ تَمُورُ ﴿۱۶﴾ أَمْ أَمِنْتُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ أَنْ يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا فَسَتَعْلَمُونَ كَيْفَ نَذِيرِ ﴿۱۷﴾
اوکه په دمه وائی تاسو وینا خپله یائی په زوره وائی یقیناً هغه پوهه دی په هغه خبرو باندی چه په سینو کښی دی ﴿۱۳﴾
آیا نه دی پوهه هغه څوک چه پیدائش کړی دی او هغه رازونه پيژنی خبردار دی ﴿۱۴﴾
خاص هغه داسی ذات دی چه جوړه کړی ده تاسو لره ځمکه تابع دپاره د فائدو نو گرځئ په لارو دهغی کښی او خورئ د روزی د اللّه تعالٰی نه اوخاص هغه ته ورپاسیدل دی ﴿۱۵﴾
آیا په امن ئی (نه وریږئ) دهغی ذات نه چه په آسمان کښی دی چه خخ به کړی تاسو په ځمکه کښی نوبیا به هغه خوځیږی ﴿۱۶﴾
آیا په امن ئی (نه ویریږئ) د هغه ذات نه چه په آسمان کښی دی چه را اوبه لیږی په تاسو باندی کانړی نو پوهه به شئ چه څه رنگ دی ویرول ځما ﴿۱۷﴾
[۱۴،۱۳] دا دلیل دی په دعویٰ دسورة باندی په اثبات د علم د اللّه تعالٰی په هرڅیز باندی که پټ وی یا ښکاره په زړونو کښی وی او که بهر وی (وَأَسِرُّوا قَوْلَكُمْ) دا صیغه په معنیٰ دخبر سره ده لکه سورة رعد (۱۰) کښی هم تیرشوی دی او قَوْلَكُمْ عام دی که قول دخیروی او که د شر وی - اوکه مخاطبین مؤمنان وی او که کافران وی (مَنْ خَلَقَ) مَن مفعول دی یعلم دی ځکه علم په معنیٰ د معرفت سره یو مفعول غواړی نو مراد د مَنْ خَلَقَ نه مخلوق دی یا مَنْ فاعل دی او مفعول ئی د تعمیم دپاره حذف کړی دی او مراد د مَنْ خَلَقَ نه خالق دی اوپه دی دواړو وجوهو کښی اشاره ده چه خلق مستلزم دی علم لره -
[۱۵] په دی آیت کښی بل دلیل دی چه د آسمانی برکاتو نه روستو د ځمکی برکات ذکرکوی (ذَلُولًا) هغه څیز ته وئیلی کیږی چه دفائدی اخستلو دپاره آسان او تابع وی هیڅ انکار په کښی نه وی نو ځمکه هم داسی ده فصلونو او کروندو او چینو، نهرونو او کویانو کنستلو دپاره صالح ده نه ډیره سخته او نه ډیره نرمه او ټینگه کړی شوی ده په غرونو سره (فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا) په دی کښی اشاره ده طلب د اسبابو او کسب کولو او سفر کول دپاره د تجارت او د طلب دعلم او دعوت ته - مَنَاکِب جمع د منکب ده طرف او اوگی د انسان ته وئیلی کیږی دلته مراد طرفونه او لاری او غرونه وغیره دی (وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ) شهاب وئیلی دی چه مراد ددی نه کوشش او اسباب لټول دی دپاره د حصول درزق او رزق خوراک څښاک لباس ټولو ته شامل دی لیکن لوی مقصد خوراک دی ددی وجی نه د خوراک تخصیص ئی اوکړو (وَإِلَيْهِ النُّشُورُ) دا تذکیر دقیامت دی دپاره ددی چه انسان په طلب د روزئ کښی د بعث بعدالموت نه غافل نشی -
[۱۶] په دی آیت اوپه دی پسی دوه آیاتونو تخویف دنیوی دی په اول آیت کښی عذاب د ځمکی ذکردی اوپه دوهم کښی آسمانی عذاب او په دریم کښی د هغی نمونی ذکردی په تیرشوی مکذبینو کښی - (مَنْ فِي السَّمَاءِ) قرطبی وئیلی دی چه فی په معنیٰ د فوق یاپه معنیٰ علٰی سره دی او دا او داسی نور نصوص ډیر دلالت کوی په علو او اوچت والی د اللّه تعالٰی باندی ددی نه انکار کوؤنکی ملحد یا جاهل عنادی دی نو تاویلونه کول په خالقِ فِی السَّمآءِ یا متصرف فَی السَّمآءِ وغیره کښی، دی ته هیڅ حاجت نیشته (فَإِذَا هِيَ تَمُورُ) مور وئیلی کیږی په اضطراب سره تلواو راتلو ته او حرکت کول -
[۱۷] داهم تخویف دنیوی دی (حَاصِبًا) کانړی ویشتونکی ته وئیلی کیږی یعنی داسی سیلئ یا باران یا بل څیز چه کانړی به وُلی (كَيْفَ نَذِيرِ) په زیر د راء سره دی په اصل کښی نذیری وؤ نود وقف د وجی نه (ی) اوغورځیدله دغه شان نکیر هم دی - بیا نذیر مصدر دی په معنیٰ د انذار سره یاپه خپله معنیٰ سره دی یا مضاف حذف دی یعنی عاقبت انذاری -